تاند- په کندهار کې چارواکي وايي چې د ملي امنیت ادارې د طالبانو یوه مهم قومندان له خپلو یو شمېر ملګرو سره نیولی دی.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ کشفي راپورونو پر اساس د وسلوالو طالبانو مهم دا قوماندان او د هغه نهه تنه ملګري نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب قوماندان ملا فاضل نومېږي او په مسافر مشهور دی چي اصلاً د زابل ولايت اوسېدونکی دی.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې ملا فاضل د لومړنيو پوښتنو ګروېږنو پر مهال په ډاګه کړې چي له څه مودې راهيسي يې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ايس ای په مستقيمه مرسته د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د نورو ترهګريزو فعاليتونو تر څنګ پر افغان امنيتي پوستو بريدونه د پلان مهمه برخه وه.
طالبانو تراوسه پوري د کندهار د ملي امنیت د ادارې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.