ډيرې میندې او پلرونه شته چې حسود ماشومان لري.

یوې جالبې سروې ښودلې چې هر ماشوم لږتر لږه یو ځل له خپل خور ورور یا نورو ماشومانو سره حسادت تجربه کوي. په همدې حال کې ارواح پیژندونکي په دې عقیده دي چې میندو پلرونو ته ښايي چې د ماشوم حسادت د یوه طبیعي حس په توګه کنترول کړي، ځکه که ماشوم ځان د شاوخوا له نورو ماشومانو سره پرتله کړي نو له ستونزو سره به مخ شي. د حسادت کنترول به هغه ته ښه حس ورکړي او وبه توانیږي چې له نورو ماشومانو سره د مخ کیدو په وخت کې ښې ټولنیزې اړیکې ولري.

له بلې خوا د دا ډول احساساتو نه کنترولول کیدای شي د هغه د ناراحتۍ او خفګان لامل شي او له نورو همزولو سره د ماشوم اړیکې له عادي حالت څخه وباسي. که مو خوښیږي چې د مور او پلار په توګه د ماشوم حسادت په اسانه کنترول کړئ  او ځان او نورو ته د زیان رسولو شونتیا یې کمه کړئ نو دا لاندې ټکو ته پاملرنه مو مرسته کولی شي!

د ماشوم احساس ته پاملرنه وکړئ!

کله چې ماشوم ویني چې د هغه احساسات نه پیژنۍ او د هغه غوښتنې ستاسو لپاره مهمې نه دی نو هڅه کوي چې داسې کار  وکړي چې ستاسو پاملرنه د ځان په لور واړوي. که بیا هم بریالی نه شو له هغه نه بد تر کارونه کوي، د بیلګې په توګه په زوره چیغې وهي. نو لازمه ده چې ماشوم پوه کړی شي چې د هغه احساس ستاسو لپاره ډير ارزښت لري.  که ستاسو په لاس د واړه ورور یا خور د کالیو په بدلولو یا ورسره په لوبو کولو له هغه ماشوم سره حسادت کوي، نو هغه پوه کړئ چې  صبر وکړي له هغه سره به هم مرسته وکړئ چې جامې واغوندي یا به له ده سره ډيرې لوبې وکړئ.  که مو په دری واړو سره یو ځای لوبه وکړه او لوی ماشوم خپل کوچنی سیال ته لوبه بایلوده نو ورته ووايئ چې تاسو ډاډه یاست چې په بل پړاو کې به دی لوبه کټي.

هغه هم ګټونکی کیدای شي!

ماشومان ډير ژر ځان له نور سره پرتله کوي او دې پایلې ته رسي چې په یوه ځانګړي فعالیت کې خاصه ځواکمنتیا نه لري او ښایي چې نا امیده شي. په داسې شرایطو کې د مور او پلار دنده د ماشوم د شتو او نه شتو په مینځ کې د انډول رامنځ ته کول دي تر ځو له همزولي ماشوم سره د حسادت مخه یې ونیول شي. له فوتبال یا نقاشۍ سره مینه به د بیلګې په توګه راوړو.  که ستاسو ماشوم لږ کمزوری دی او غواړي چې دا خاص کارونه یوه خوا پریږدي، له هغه سره خبرې وکړئ تر څو پوه شي چې دا حتمي نه ده چی دی به د هیواد په کچه یو پیاوړی نقاش یا فوتبالیست شي. همدا چې دا هنر لري دا بس ده. یا هم دا چې ډير د هغه همزولي شته چې دا هنر نه لري او له ده سره حسادت کوي. له هغه سره تمرین وکړئ او په دوامداره هڅونې سره مو ماشوم مطلوب ټکي ته ورسوئ. مهمه دا ده چې د دې فعالیت له پریښودو یې راوګرځوئ!

پریږدئ چې ډالۍ ورکړي!

د ماشومانو تر ټولو ډير عام حسادت د لوبو په توکو، جامو او هغه شیانو دی چې نور ماشومان یې لري او دوی یې نه لري. که د هغو شیانو چمتو کول ستاسو له وس وتلې خبره ده هغه ته سپما ورزده کړئ او ورته ووایئ چې په ورځینیو پیسو یا د عید مبارکۍ په پيسو خپله هغه توکي وپیري. تیریدنه هم وروښيئ. یعنې دا چې پوه یې کړئ ځینې همزولي یې هغه شیان چې ستاسو ماشوم یې لري هغه هم نه لري. دا به مو له ماشوم سره مرسته وکړي چې له نورو سره لږ حسادت وکړي او هان له خپلو نورو دوستانو سره مرسته وکړي چې د ده له توکو څخه ګټه واخلي. کیدای شې هغه جامې چې په ده کې تنګې شوې او نه یې شي اغوستلی خپل دوست ته ډالۍ کړي. دا دلارې سر دی او ستاسو ماشوم به د شکر کولو تر څنګ د ښو شیانو بښنه هم زده کړي .

عادل واوسئ!

که یوه ماشوم ته څه اخلئ بل ماشوم ته مو هم یو څه که څه هم ارزانه او واړه وي واخلئ. د دواړو پیاوړتیاې په پام کې ونیسئ او هر یوه ته بیله ځانګیړنه ورکړئ تر څو یو له بل سره حسادت ونه کړي. هان که دواړه په یوه ځانګړي فعالیت کې یو له بل سره رقابت لري په خپلو خبرو او هڅونو یو د بله په ضد مه کوئ. ستاسو مینه ښایي چې دواړو ته په یوه سطحه وي خو نه له یوه جنسه! دبیلګې په توګه د یوې لوبې په وخت کې د یوه ماشوم حوصله او پاملرنه وستایئ او دوهم ماشوم ته مو ووایاست چې هغه د لوبې د ګټلو لپاره له پوره څواک او مهارت څخه کار اخلي.

دا تاسو یاست چې په خپل چلند سره مو خپل ماشوم ته ورزده کوئ چې له خپلو همزولو سره څنګه چلند وکړي. نو ښایي چې په کوچنیانو باندې مهرباني مو د ژوند یو اصل وټاکئ! په همدې حال کې انظباط هم ولرئ او هغه ته یې هم ورزده کړئ چې په انظباط کلک او درناوی کوونکئ و اوسي! په دې توګه به د حسادت دایره کوچنۍ شي او ماشوم به د خپل همزولو دتوکو د اخیستلو په ځای هغه ته احترام لري او اجازه به ترې اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *