ولسمشر کرزي نن /یکشنبه/ اګست ۲۴/ د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره وکنل. په دې کتنه کې ښاغلي کرزي له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د تفتیش د بهیر د بشپړیدو لپاره همکاري وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید په څه کمو راتلونکو لسو ورځو کې ترسره شي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې ټاکل شوې نېټه نوره نه شي اوږدولی او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

 د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د روان اګست میاشتې لومړۍ ورځې ټاکل شوې وې، خو دا نېټه یوه میاشت وغځېده او د راتلونکي سپتمبر پر دوخمه (وږي ۱۱) به ترسره کېږي.

<iframe width=”640″ height=”360″ src=”//www.youtube.com/embed/D4TJ4Sa7OHk?feature=player_embedded” frameborder=”0″ allowfullscreen></iframe>

کرزي نن په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له عمومي قومندان سره هم ولیدل.

لاندې د ارګ اعلامیه ده

په دغه ملاقات کې چې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر او د افغانستان د امنیتي برخې وزیران او مسؤولین هم حاضر وو، د افغانستان جمهور رئیس جنرال ډنفورډ داسې یو شخص وباله چې د خپل مأموریت په موده کې یې له افغاني مسؤولینو سره ښه وظیفوي روابط ساتلي وو.
<iframe width=”854″ height=”510″ src=”//www.youtube.com/embed/3MGQcM0_GAU” frameborder=”0″ allowfullscreen></iframe>

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د ناټو تلونکي قوماندان او د امریکا سفیر ته وویل، زه د امنیتي تړون د لاسلیکولو او په افغانستان کې د ناټو حضور ته خپل شرایط لرم او هغه مې په لویه جرګه کې هم بیان کړي چې د سولې تأمین یې تر ټولو مهم شرط دی.

د افغانستان جمهور رئیس زیاته کړه، ضروري ده چې د افغانستان انتخابات په ټاکل شوې موده کې نتیجې ته ورسيږي او نوی جمهور رئیس په معین تاریخ د لوړې مراسم تر سره کړي تر څو د ناټو په سر مشریزه کې د افغانستان نمایندګي وکولای شي.

حامد کرزي وویل، دا چې اوس بهرنیان زموږ د انتخاباتو په پروسه کې دخیل شوي، دوی باید په معینه وخت کې د نتایجو د څرګندېدلو لپاره جدي هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *