خالد نجيم –
د افغانستان په ډېری سيمو کې چې د روان کال له پيل نه جګړې زور اخستی، په ليکو کې يې ډېری هغه اورپکي او وسله وال قومندانان تر سترګو کېږي، چې په تېرو کلونو کې د افغان حکومت او نړيوالو له لوري په ښکاره او پټه له زندانونو ازاد شوي دي.
په تېرو څوکلونو کې طالب زندانيا په څو ډوله له زندانونو را ووتل: يو هغه چې د افغان ولسمشر د ځانګړو فرمانونو پر بنسټ ازاد شول، بل هغه چې بهرنيانو په يو ډول نه يو ډول د خپلو ګټو ساتلو لپاره پرې معاملې وکړې او خوشې يې کړل او دريم هم هغه چې زندانونه يې مات کړل او په خپله مخه لاړل.
د دغو طالبانو ځينې يې چې د ولسمشر د فرمانونو پر بنسټ ازاد شوي، يوشمېر به يې په کور ناست وي. هغه چې بهرنيانو د خپلو ګټو لپاره ازاد کړل، هغوی اوس هم د هغوی د ګټو لپاره قربانۍ ورکوي او په مرچلو کې ناست دي. دريمه ډله چې خپله يې زندانونه مات کړل، هغوی رسا خپلو جنګي ملګرو مرستې ته ورستانه شول، خو د ولسمشر په فرمان او يا هم د نورو جوړ جاړيو له مخې ازاد شوي طالب زندانيان هم يوه برخه په جګړه کې ليدل کېږي.
د طالبانو سترې جوپې د بګرام زندان کې ساتل کېدې، چې ددې زندان واک هم تر ۲۰۱۳ کال د مخه له امريکايي ځواکونو سره وو. د بګرام زندان چارې د ۲۰۱۳ زيږديز کال د مارچ مياشتې په ۲۵مه په بشپړه توګه له امریکايي ځواکونو د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شوې.
کله چې دغه زندان افغان لوري ته وسپارل شو، نو په يوځل يې سلګونه کسان ازاد کړل، چې ان په لومړيو کې خو راپورونه داسې وو، چې ګويا د دغو طالب جنګياليو يوه ستره برخه بېرته د جګړو ليکو ته ور ستانه شوي دي. د هغه مهال د راپورونو له مخې، دغه طالب قوماندانان او سرګروپان د معتبرو قضيو له نه موجوديت پرته بهرنيو ځواکونو په چاپو کې نيولي وو او د دوسيو د نشتوالي له امله د افغان او بهرنيو ځواکونو په توافق خوشي شول، خو ټول دغه قوماندانان د طالبانو محلي کميسيونونو، قضايي ټيمونو، جنګي رهبرۍ او مخامخ جګړې ته ور ستانه شول، چې په روان ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو د جګړې زور يې ښه ثبوت دی.
د يو هوکړه ليک له مخې بګرام زندان او پکې ۴۰۰۰ طالب زندانیان د امریکایي چارواکو له خوا افغان لوري ته سپارل شوي، خو دواړو لوريو په دې کې غفلت وکړ او د جګړې ليکې يې په لوی لاس پياوړې کړي.
که دغو طالب اورپکو معتبرې دوسيې هم نه درلودای، د دوی د يو ناڅاپي خوشې کولو، هېڅ دليل وجود ندرلود. د جګړې د وضعيت او د پېچلو شرايطو له کبله دغه طالب بنديان بايد د نورو څېړنو لپاره افغان زندانونو ته انتقال شوي وای او د ښه نيت له مخې بايد د زندان شرايط ورته اسانه شوي وای، نه دا چې یو مخ بې دليله پرېښودل شول. په ټوله کې د زنداني وسله والو طالبانو سابقه، کاري پس منظر او له طالبانو سره د دوی پخوانيو اړيکو غور او بيا بيا کتنې ته اړتيا درلوده.
يوازې د بګرام زندان مسئله مهمه نه ده، چې په يو مخ ترې طالب اورپکي ازاد شول، تر دې اخو له څرخي پله زندان، د ولايتونو له زندانونو يا ازاد شول او يا يې هم زندانونه مات کړل او بېرته د خپلو ملګرو د همکارۍ او ملاتړ لپاره ور ستانه شول.
همدغه بېغورۍلامل وګرځېدې، چې د دښمن ليکې هومره پياوړې شي، چې د هېواد د ډېریو ولايتونو امنيت اوس ورځ تر بلې ننګوي. دوی اوس په خورا پياوړې روحيې سره د جګړې د پرمخ بېولو لپاره لګيا دي، د امريکا او پاکستان په مرسته او همکارۍ له کومې وېرې پرته داسې جنګېږي، چې هېڅ ډول وېره ورسره نشته، دا ځکه چې دوی ځانونه د همدې جګړې لپاره وقف کړي دي.
له زندانونو د جنګ کرښو ته ستانه شوي طالبان اوس له بهرنيو ځواکونو سره نه، بلکې له ملي اردو او پوليسو سره جنګېږي. دوی اوس د افغان حکومت د خپلې بېغورۍ ګوزار د هېواد د امنيتي ځواکونو پر سينه لګېږي او افغان امنيتي ځواکونو هم ورته خپله سينه لکه سپر نيولې، خو بې ځوابه يې نه دي پرې اېښي.
په ولايتونو کې هم د زندانونو په برخه کې تر ډېره داسې کار شوی، چې له دې نه مافيايي کړيو د ځان په ګټه کار اخستی دی. وړمه ورځ د کندوز ولايت امنيتي چارواکو اعلان وکړ، چې د افغان حکومت په زندان کې د ۵۰۰ طالب اورپکو مشر او قومندان قاري حليم د خوشې کولو لپاره د سولې شورا غړي او ځينې ځايي چارواکي هڅه کوي، ان د دغه نامتو قومندان په تړاو خو يې د چارواکو ليکونه او مکتوبونه هم رسنيو ته وښودل، چې امنيتي ځواکونو ته يې استولي وو.
تر دې د مخه د مولوي سلام په نوم د طالبانو يو بل پياوړی قومندان په همدې ډول د کندوز له زندان نه ازاد شو، چې اوس د طالبانو په ليکو کې خپل پخواني ځای ته ورستون شوی دی.
په ورته وخت کې د سولې شورا دفتر بيا وايي، چې ګويا دوی قاري حليم د خوشې کولو لپاره ځکه هڅه کوي، چې هغه ورسره په مستقيم او غيرمستقيم ډول اړيکي کړي وو، چې ګويا له خپلو کسانو سره به د سولې له بهير سره يوځای کېږي.
دې ته په کتو سره طالبان له دې ډول چل او فرېب نه له وړاندې تجربه لري او په دې ډول دوی څو،څو ځله د افغانستان له زندانونو وتلي هم دي.
دا سمه ده، چې په افغان زندانونو کې به يو شمېر بې ګناه انسانان وو، خو په ترهګريزو فعاليتونو کې ښکېل ګڼ کسان په کې بنديان وو، چې له تفکيک او محکمې پرته خوشي شول او اوس حکومت ته په لوی سر خوږي اوښتي دي. دوی ډېری اوس په خپلو کليو کې د طالبانو د ليکو د پياوړتيا لپاره تبليغات کوي، ځوانان او نوي نسلونه دغه جګړې ته ور بولي.
که افغان حکومت له زندانونو د زندانيانو د خوشي کولو پرمهال تضمين اخیستی وای او لږ ترلږه تاديبي دوره يې بشپړه کړې وای، نو اوس به هغو د حکومت په لومړۍ درجه مخالفه ليکه کې نه وای ولاړ. داهغه څه دي، چې د افغان امنيتي ځواکونو له قربانيو سره تر جفا ورها خوا بله مانا نشي لرلای.
له څوکلونو را پدېخوا د سولې شورا په ملاتړ د کورنيو زندانونو تر څنګ له پاکستاني زندانونو څخه هم لسګونه طالب مشران خوشي شول، خو تر اوسه يې لوری- طرف نامعلوم دی.
امريکا له بګرام زندانه په څوځله د معاملو پر بنسټ طالب زندانيان خوشې کړل، چې په دې برخه کې يې له افغان حکومت سره هېڅ راز مشوره ونکړه، همدا لامل دی، چې تر ننه له سترګو الونيا دي.
اوس راپورونه وايي، چې له بګرام زندانه نهه پاکستاني بندیان خوشې شوي اوکابو۱۵ نور پاکستانيان لا د دوی په بند کې دي. دا لا جوته نه ده، چې دغه کسان څه وخت ولې ونيول شول او د کوم تړون له مخې امريکا هغوی بېرته ازاد کړل.
نړيوالو په ځانګړې توګه اوس امريکا ته هم د افغان مخالفينو د تمويلوونکو په سترګه کتل کېږي او داسې ګڼ راپورونه شته، چې امريکا د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې طالبان پالي.