نسیم سالارزی –

په دویم دور ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ښکاره مخالفتونه او پدې پروسه کې د جان کیري مداخله ددې باعث شوه چې امریکا ته هم د خپلو سلیقو د پاللو ښه چانس په لاس ورشي.

د جان کیري په وساطت اشرف غني مجبور کړای شو، چې ډاکتر عبدالله عبدالله ته پخپل حکومت کې اجرائیوي پوسټ ورکړي او په قانون کې هغه تغیرات یو پراګراف نور هم زیات کړي، چې له تاجک ټبره احمد ضیاء مسعود سره یې په دویم دور ټاکنو کې د اجرائیوي پوسټ ورکولو په بدل کې ژمنه کړې وه.

حد اقل پدې ډول امریکا وکولای شول د راتلونکو پنځو کلونو لپاره هم د یو داسې حکومت د رامنځته کولو یوه څنډه واوسي چې د دوی ځري پکې خوندي وي، غیر قانوني ګټې یې د قانوني مراجعو له لارې چلېنج نشي او افغانان به هم یو ځل بیا یو داسې حکومت ولري چې هم به یې څېرې بېرته هماغه تکراري وي او هم به یو ګوډ و مات اپوزیسون ونشي کولای د سالمې حکومتدارۍ او سالم سیاست نمایش وکولای شي.

که د څېرو تکرار ددې لپاره دی چې حد اقل له راتلونکي حکومته اېستل کېدونکي کسان د امریکا ګټې ونه ننګوي، نو د افغانانو لپاره د ازمویلو کسانو بیا ازمویل هم اسانه خبره نده.

د اوسني حکومت په چوکاټ کې د هغو څېرو شمېر کم ندی چې له قید و شرط پرته یې له امریکا سره یارانه تر ننه غځېدلې او که د کمپاینونو د ژمنو په اساس حکومت رامنځته کېده، نو د دغو ډلو او کړیو ګټې به څنګه کېدې؟

د بُن له غونډې نیولې بیا د ۱۳۹۳ ل کال تر ولسمشریزو ټاکنو پورې ټول هغه دارو مدار د یو شمېر کړیو ګټې خوندي وساتلې چې هم یې د حکومت له منځه خپله برخه خوندي کړه او هم یې د حکومت په بیرون کې په ټولو خپل څادر وغوړوه.

اوس چې یو ځل بیا د راتلونکي لپاره د نوي حکومت په چوکاټ کې  دغو پروژو ته ضرورت دی، نو باید یوه قانوني لاره هم ورته لټول شوې وای.

د پخواني ټول اپوزیسون او د راتلونکي حکومت د نیمه اپوزیسون مشر عبدالله عبدالله به په حکومت کې داخل شي، خو پرې د راټولو هغو څېرو سره به څه کېږي، چې د کابلبانک ډله بلل کېږي، د کرپشن ټیکه داران دي او د ولس خونخوار؟

که له ولس سره کمپایني ژمنې عملي کېږي او کابلبانک ډله محکمې ته راکاږل کېږي، نو هغه وخت به د عبدالله عبدالله تر سیوري لاندې راټولو دغو کسانو غبرګون څه وي؟

دوی به همدا چیغه پورته کوي، چې د اشرف غني حکومت ورسره پخوانی رقابت پالي او غواړي پدې ډول ترې سیاسي رقابت واخلي او که دا ژمنې نه عملي کېږي، نو بیا خو په راتلونکي حکومت هم د ولس باور تر څو میاشتو ډېر نشي پاتې کېدای.

د اجرائیوي پوسټ په نازک تار تړل شوی دغه د ملي وحدت (؟) حکومت به کټ مټ له هغو ستونزو سره مخ وي، لکه اوسنی یې چې د ملي مشارکت په نوم قرباني ورکوي.

یوازې نومونه تغیر دي او د ملي وحدت او ملي مشارکت په ماهیت کې کوم خاص تغیر نه لیدل کېږي. له سره له اشرف غني سره د دغو کړیو په اړه د امریکا لابینګ پدې هدف هم کېدای شي چې سبا ورځ که اشرف غني هم لکه د ولسمشر کرزي په شان د امنیتي تړون لاسلیک لپاره ورته شرایط وړاندې کړي، نو بیا خو به امریکا له وړاندې د حکومت په چوکاټ کې دننه د خپلو غوښتنو لپاره یوه قره په لاس کې ولري.

د دویم دور ټاکنو پر مهال دواړو کاندیدانو له امریکا سره د دوه اړخیزه امنیتي تړون د لاسلیک ژمنې وکړې، خو د امنیتي تړون د خاکې برابرونکی اشرف غني ته به څومره اسانه وي چې له هغو شرایطو په شا شي چې ولسمشر کرزي په امریکا اېښي او له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؟

هغه شرایط چې د یو ولسمشر په توګه یې ولسمشر کرزی په حقیقت تر بل هر چا ښه خبر دی او ځکه خو یې د سیاست د میدان دا لوبه هم د ځان په ګټه تمام کړه.

2 thoughts on “امریکا ولې په افغانستان کې د (ملي وحدت) حکومت غواړي؟”
  1. Naseem Jan,
    We don’t have only Kabul Bank Issued, What about Akbarby Case with Dostom,Zahir Qadir case & a lot mores cases with both Ghani ,Abdullah alliances????????????
    please don’t thing about Kabul Bank Issue, Karzai Brothers& Fahim Brothers have sputter in both team.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *