غني خان

 غني خان د خان عبدالغفار خان مشر زوی دی. په ۱۹۱۶ میلادي کال د هشنغر په اتمانزو کې زېږېدلی دی، د پنځه کالو و، چې مور یې مړه شوه او سرپرستي یې نیا (پاچا خان مور) پر غاړه واخیست. څه موده وروسته یې نیا هم له دې بې وفا دنیا ولاړه او پلار یې په دې وخت کې په دیره غازي خان بندیخانه کې بندي و. او په کوچني عمر کې یې ډېرې سختې ولیدلې.

زده کړه:

ستر محقق همیش خلیل وايي: غني خان خپلې ابتدايي زده کړې، د پېښور په نیشنل های سکول کې پای ته ورسولې، ولې عبدالروف بېنوا وايي: غني خان خپلې ابتدايي زده کړې، د اتمانزو ازاد سکول کې پای ته ورسولې. همیش خلیل وايي: ابتدايي زده کړې یې په نېشنل های سکول کې پای ته ورسولې او بیا د اتمانزو ازاد سکول ته ولاړ او میټرک یې هلته پای ته ورساوه او د لوړو زده کړو لپاره ډهلي ته ولاړ. او د ډهلي په جامعه کې شامل شو.

په ۱۹۲۹ میلادي کال د پلار په وینا له ډهلې سوبه سرحد ته وغوښتل شو، دویم ځل لپاره ډهلي ته نه دی تللی او په ۱۹۲۹ میلادي، ۲۳ د جولای د زده کړې لپاره انګلستان ته ولاړ.

همیش خلیل، پښتانه لیکوالو دویم ټوک کې وايي: په ۱۹۲۷ میلادي له ډهلي وغوښتل شو او په ۱۹۲۸ میلادي انګلستان ته ولاړ او په انګلستان کې يې د ادبي علومو او رسامي زده کړې وکړې، دوه کاله شاوخوا هلته و او په ۱۹۳۱ میلادي کال د انجینري د زده کړې لپاره له انګلستانه امریکې ته ولاړ او هلته په لویزیانا پوهنتون کې شامل شو. په ۱۹۳۳ میلادي بېرته انګلستان ته ولاړ او بیا له هغې ځایه هند ته ولاړ او د پلار په وینا د هندوستان په علي اباد کې د (جواهر لال نهرو) سره زده کړې وکړې، تر هغې پورې چې جواهر لال نهرو ونیول شو او بندي شو.

د همیش خلیل صاحب ویناوې او لیکنې له استاد عبدالروف بېنوا او خان عبدالغفار خان له لیکنو سره په ټکر او تضاد کې واقع لیدل کېږي.

د مثال په ډول: استاد عبدلروف بېنوا لیکي: غني خان په ۱۹۲۹ میلادي د جولای په میاشت کې انګلستان ته ولاړ او دوه نیم کاله یې هلته تېر کړه، بیا د پلار په وینا امریکا ته ولاړ، دوه نیم کال وروسته یې پلار بندي شو او داقتصادي ستونزو له امله له امریکا هندوستان ته راغی، او هلته ( اندرا ګاندي) د تاګور پوهنتون ته ولېږه او په ډېر لږ وخت کې د محصلینو نماینده شو. د تحصیل په دوران کې یې هم ډېرې ستونزې وګاللې.

رسمي دندي:

غني خان په ۱۹۳۵ میلادي کال د هندوستان اتراپردیش ایالت کې دبورې په یوې فابریکه کې وظیفه واخیسته، په ۱۹۴۰ میلادي کال د تخت بايي د بورې په فابریکې کې د انجینرۍ په دندې وګمارل شو، په ۱۹۴۲ میلادي کال یې له دې وظیفې استعفا ورکړه.

سیاسي او ملي دندې:

استاد عبدالروف بېنوا په ۱۹۴۵ میلادي کال د غني خان د سیاسي کارونو پیل ښودلی دی. همیش خلیل، پښتانه لیکوال، دویم ټوک کې ۱۹۴۴ میلادي ښودلی دی، مګر د غني د کلیاتو په مقدمې کې راغلي دي: غني خان له کوچنیوالي په داسې یو محیط او ماحول کې لوی شوی، یعنې د ۱۹۲۹ میلادي کال نه یې سیاسي کارونه پیل کړي دي، په همدې کال د پلار په وینا له هنده سوبه سرحد ته راغی. غني خان په ۱۹۴۴ میلادي کال کې د سوبه سرحد د خلکو له خوا د هندوستان د پارلمان غړی انتخاب شو.

بیایې د (زلمي پښتون) تر نامه لاندې ګوند جوړ کړ، د وخت په تېرېدلو د خان عبدالغفار خان په وینا یې د زلمي پښتون ګوند د (خدايي خدمتګار) سره یو ځای کړ، چې مشري یې خان عبدالغفار خان په غاړه درلوده.

د استاد بېنوا په وینا غني خان په ۱۹۴۸ میلادي د جولای په میاشت کې د پولیسو لخوا ونیول شو او تر ۱۹۵۴ میلادي کال پورې په بند کې بندي و او په همدې کال له بنده خلاص شو. همیش خلیل، پښتانه لیکوال دویم ټوک کې وايي: غني خان په ۱۹۴۷ میلادي کال ونیول شو او اوه کاله (۱۹۵۴ م) پورې په بند کې بندي و، خو بېنوا صاحب یې بند شپږ کاله ښودلی دی.

مړینه

عبدالغني خان غني (۱۹۱۴ ـ ۱۹۹۶ م) کال د دوه اتیا (۸۲) کالو په عمر، جمعې ورځ، پنځلسم د مارچ د اوږدې ناروغۍ نه پس په حق ورسېده او خپلې پلرنۍ هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو، روح دې ښاد وي .

قالو اِنا لِله و اِنا الیه راجعون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *