د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د غړو د پام وړ !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې چهارشنبې ورځې د غونډې د کره کتنې  لپاره دشاعرې او لیکوالې شغلې دوه شعرونهغوره شوی ده.

په دې شعرونو لیکواله او شاعره آغلې پاکیزه آرزو لیکلی نقد اوروي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړیږي.

دا رازپه غونډه کې آزاده مشاعر هم کیږي .

د کره کتنې لپاره د غزني ولایت له یوه کلي څخه د شپنې شپیلۍ دوه شعرونه:

غزل

تا که دي راوړي پسرلیه بیا تازه ګلان

 ما هم دي شیندلي د ارمان په هدیره ګلان

 تا که دې خزان سړې سیلۍ په ځان منلي دي

 ما هم قتار کړي په پلو کې د لاله ګلان

 تا که میخانه کې د رندانو کړل جامونه ډک

 زه به د فردوس د وصال راوړمه دسته ګلان

ما باندې به خاورې د ګلونو منت څه بولي

 دېر مې دي ښخ کړي د انسان غوندې ښایسته ګلان

 شپنه شپېلۍ

په غونډه کې به د مخه ټاکل شوې موضوع په اړه لکچر هم وړاندې شيي.

په درنښت

د میرمن بهیر دارالانشآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *