په دې پروګرام کې د افغانستان د ولسمشرۍ له نوماندان ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټاکنو کې د ده دريځ او د راپورته سويو ناندريو په اړه خبرې سوي دي.

مرکه کوونکی : سټيفن سَکر (Stephen Sackur)

د هارډ ټاک خپرونې ته ښه راغلاست! زه سټيفن سکر يم.

تمه کېده چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې به د دغه هېواد د پرمختګ ښکارندويي وکړي، خو برعکس يې ټاکنې د نويو ټکونو ګواښونه کوي، او که چېرې مو له ياده وتلې وي د دغه اوږده بهير په دوهم پړاو کې اشرف غني بريالی ښکاري، خو سيال يې عبدالله عبدالله په لويه کچه د درغليو ادعا کوي. اوس د رايو د بيا شمېرنې څارنه روانه ده. امريکايانو له دواړو نوماندانو غوښتې دي چې ګډ حکومت جوړ کړي. زما مېلمه عبدالله عبدالله دی، ترې پوښتم چې دی اوسمهال د افغانستان او که خپلو شخصي ګټو لپاره عمل کوي؟

په کابل کې ډاکټر عبدالله د هارډټاک يعنې سختو خبرو خپرونې ته ښه راغلئ!

مننه، سټيفن.

پوښتنه :

ګومان کوم چې تاسو به راسره موافق وئ چې افغانستان اوسمهال له سياسي پلوه په جدي ډول د يو خطرناک ناڅرګند حالت سره مخامخ دی. تاسو څه فکر کوئ چې دغه ناڅرګند حالت به کله تېر شي؟

ځواب :

هيله ده چې د تفتيش روانې دواړه روانې پروسې، سياسي پروسه او تخنيکي پروسه ژر تر ژره بشپړې شي. خو زه فکر کوم چې هېڅوک به تاسو ته په دقت سره دا ونه شي ويلی چې دا پروسه به تر کومې ادامه پيدا کړي؟ خو زموږ هدف چې موږ پرې موافقه کړې، دا ده چې دغه پروسه تر دوه – دريو اونيو پورې بشپړه شي.

پوښتنه :

تاسو خو وايی چې دوه – درې اوونۍ وخت به ونيسي، خو په پيل کې داسې تمه کېده چې په څو ورځو کې دننه د روانې اوونۍ تر پايه حل پيدا شي. د رايو رسمي ارزول شوې پايلې به لاسته راشي، خو اوس تاسو وايی چې څو اوونۍ وخت به نيسي؟

ځواب :

دا يوه تخنيکي پروسه ده چې موږ يې له نظره نه شو غورځولی. د دې پروسې موخه دا ده چې په هېواد کې د ټولو رايو اچونه په بشپړه توګه ارزونه وشي چې پاکې رايې بيلې شي. او پر بنسټ يې پاکې او مشروع پايلې /رايې ولرو. که دغه پروسه وخت هم نيسي، نو ارزښت لري. موږ وخت نه ضايع کوو. ما او زما ټيم د دغې پروسې په ګړندي کولو کې تر خپلې وسې همکاري کړې ده.

پوښتنه :

سمه ده، لکه څنګه چې تاسو وايی پايله مطلوبه پايله هغه ده چې پاکه وي او لانجمنه نه وي. تاسو ما ته په پرېکنده توګه ويلای شئ چې کله له ارزونې وروسته رسمي پايلې اعلانيږي که دوه او يا درې اوونۍ وخت نيسي تاسو به يې ومنئ؟

ځواب :

زه به د مشروع او رڼې ارزونې پايله ومنم په پرېکنده ډول او چې کله يو څوک د ټاکنو پروسې ته راځي، نو هماغه وخت ژمنه کوي چې مشروع پايلې به مني. يعنې که څوک يې نه مني، نو دا به په دې مانا وي چې غواړي خپل هېواد له ستونزو سره مخامخ کړي.

ما ته وخت راکړئ چې دا يوه څرګنده ژمنه ده، تاسو زما يوې ساده پوښتنې ته ډېر يو پېچلی ځواب راکړ. تاسو د ارزونې بهير ګورئ، تاسو وايی چې له دې بهير سره مو همکاري کړې ده، تاسو ښه پوهېږئ چې دا بهير څنګه روان دی؟ نو، هو يا نه ؟ دېته په پام سره چې د ارزونې بهير څنګه روان دی، ايا تاسو به په پرېکنده توګه پايلې ومنئ چې اعلان شي؟

ځواب :

ارزونه د دغه پروسې نيمه برخه ده، او هره ورځ موږ يوه ستونزه وينو، بيا يې د ملګرو ملتونو سره شريکوو، ځکه دغه ارزونه په نړيواله توګه څارل کيږي. دوی ورته پاملرنه کوي. موږ دغه پروسه په ورځني ډول څارو. زموږ استازي هلته دي او په ځينو برخو کې اصلاحات راوستل شوي دي، خو د دې ترڅنګ کميسيون هم تر دې وړاندې د ټاکنو په پروسه کې ښکېل وو او په لويه کچه يې په يوه څه درغليو کې لاس درلوده. هغه کميسيون اوس هم پر خپل ځای دی او وخت پر وخت موږ د ستونزو شاهدان يو. خو زه وايم چې له موږ سره د مشروع او رڼې ارزونې ژمنه شوې وه او که دغه ژمنه پرځای شي، تراوسه خو ستونزې وې، خو موږ له ډېر صبر نه کار اخېستی دی. همکاري مو کړې تر څو پروسه اصلاح شي او تراوسه په همدې ډول پرمخ تللې ده. تراوسه دا د کار نيمه برخه ده.

پوښتنه :

نيمه لار، ښه، نو خدايه دا خو به ډېر وخت ونيسي که څنګه؟ که تراوسه يوازې نيم کار بشپړ شوی وي، خو خبره دا ده زه فکر کوم که يو بهرنی څارونکی په رښتيني ډول دغه بهير ته وګوري، نو ښايی تاسو به يې وبايلئ. لومړنۍ پايلې ښيي چې اشرف غني د نژدې يو ميليون رايو په توپير ګټونکی دی چې ټولې ورکړل شوې رايې اته اعشاريه يو ميليون وې. دا ډېره ناشونې ښکاري چې څنګه د رايو د ارزونې په بهير کې دې د اشرف غني دغه ډول بريا پر بل مخ واوړي؟

ځواب :

کله چې ټولې رايې وارزول شي، دا به په دې مانا وي چې د دوهم پړاو پايلې نشته. او کومې پايلې چې اعلان شوې وې نه يوازې زما لپاره، بلکې د ټولو لپاره لانجمنې وې. او دا منل شوې وه چې په اعلان شويو پايلو کې په لويه کچه درغلۍ شوي دي او همدا لامل دی چې د رايو درويشت زره سره صندقونه ارزول کيږي. نو د لومړنيو پايلو خبره مه کوئ. د ټاکنو د لومړي پړاو په اړه فکر وکړئ چې بېلې پايلې يې درلودې. نو تاسو قضاوت مه کوئ، هېڅوک بايد په دې اړه قضاوت ونه کړي، په لويه کچه درغلۍ شوي. زه چې کله وايم په لويه کچه سازمان شوي درغلۍ شوي، نو دا مبالغه نه ده. او نړيوال څارونکي په ورځني ډول د دې شاهدان دي. نو د پروسې د رغولو لپاره موږ د نړيوالو له خوا ارزول کېدونکې څارنه مو هم ومنله چې اوس جريان لري او موږ يې بايد پايلو ته انتظار وباسو.

پوښتنه :

خو دا لږه د حيرانۍ وړ خبره ده چې تاسو ما ته وايی او په واقعيت کې ټولې نړۍ ته وايی چې په قضاوت کې بيړه مه کوئ. که څه هم تاسو په جولای کې د جولای پر اتمه په بيړه قضاوت وکړ او ومو ويل چې تاسو ټاکنې ګټلې دي او د افغانانو پر وړاندې په لويه کچه له درغليو، کودتا تاسو بې برخې کړي ياست. نو له وخته وړاندې قضاوتونه خو تاسو کوئ؟

ځواب :

مساله په پيل کې دا وه چې څه د پاسه اووه ميليونه خلکو په پيل کې رايه ورکړې وه او وروسته اته ميليونه ښوول شوی وو او د لومړي پړاو په پرتله ډېر زيات دی. په هر حساب ټول هغه خلک چې ټاکنو کې ښکېل وو يا يې د ټاکنو پروسه له نږدې ليدلې ده. هر څوک په دې پوهيږي چې دا په لويه کچه مبالغه شوې شمېرې دي، د ميليونونو په اندازه، نو د دې نيمګړتياوو معلومول څه اسانه خبره نه وه. موږ په ټول هېواد کې څارونکي درلودل او په ټول هېواد کې مو داسې خلک هم درلودل چې زموږ ملاتړ يې کاوه او موږ ته داسې راپورونه رارسېدلي چې له ټاکنو يوه ورځ وړاندې د رايو صندقونه ډک شوي دي او په دې اړه ثبت شوي اسناد لرو.

پوښتنه :

ستاسو ډېرو ملاتړو او ملګريو هم له وخته وړاندې قضاوتونه کړي او زه په ځانګړي ډول ستاسو د يو مهم ملاتړي عطا محمد نور خبره کوم. پخوانی ملېشه يې مشر او والي چې د اګست په څوارلسمه يې ويلي د هغه په اند په دې کې هېڅ شک نشته چې تاسو ګټلې او ويلي دي که د رايو بيا شمېرنه کې بيا هم درغلۍ وشي، نو دی يې پايلو منلو ته به سر نه ښکته کوي. يو ستر مدني پاڅون به کوي، حکومتي ودانۍ او ادارې به نيسي. نوی حکومت به پر رسميت نه پېژني. اوس تاسو د ده له دغه پاروونکو خبرو ځان ليرې ګڼئ؟

ځواب :

کوم ځواب چې عطا محمد نور ورکړي څه مانا لري؟ ايا دا مانا لري که په رايه شمېرنه کې بيا درغلۍ وشي او که درغلۍ ثابتې شي، نو بيا به يې هم ټول مني؟ څرګنده ده چې نه، نه. مساله دلته دا ده …

که زه يې دلته خبرې تعبير کړم چې هغه خپله دلته نشته، خو زما په نظر دا چې څه وايی دا مانا نه لري که تاسو ګټونکي ونه يوسئ او د ده په اند دا يوازېنۍ کومه پايله ده. دی وايی چې يو ستر مدني پاڅون به کوي او زه اوس په دې فکر يم چې ايا تاسو د ده دا خبرې اوس خپلې ګنئ او که څنګه؟ زه فکر کوم چې د هغه دا خبرې په ژوره توګه پاروونکې دي.

ځواب :

هغه څه چې ده ويلي او ما يې مرکه اورېدلې ده، که ارزونه بې پرې نه وي او ارزونه يوازې تمثيل وي. که ارزونه کې درغلۍ وشي، نو بيا به يې موږ ونه منو. نو زه فکر نه کوم چې د هغه د خبرو لپاره نور تعبير ته اړتيا وي. او دې کې هېڅ شک نشته چې دا ځل دا مهمه ده چې افغانستان به بل چاڼس ونه لري چې د ارزونې کار لکه څنګه يې چې تمه کيږي دا ځل به ډېر پام او توجه په بشپړ ډول پرمخ يووړل شي. او بيا به موږ د يوې بشپړې ارزونې پايله ومنو، نه يوازې زه، بلکې زما ټول ملاتړي به يې ومني.

پوښتنه :

سمه ده، خو د دې مرکې له پيله تاسو په دې خبرې کوئ چې ايا ارزونه به د دې اړ وي چې ستاسو پر اند عادلانه وګڼل شي، خو ستاسو له خبرو داسې ښکاري چې که په پای کې تاسو پرېکړه وکړه چې د ارزونې پايلې عادلانه نه دي تاسو به له خپلو ملګرو سره د يو ستر مدني پاڅون غږ کوئ او حکومتي ودانۍ او ادارې به نيسئ؟ فکر کوئ چې دا به سمه ستراتيژي وي که څنګه؟

ځواب :

لکه څنګه چې مې مخکې وويل، زه د دې خبرو پر جزئياتو نه غواړم خبرې وکړم. زموږ هيله دا ده چې اوس ټولې نړۍ، نړيوالې ټولنې دېر منابع په کار اچولي دي. سلګونه څارونکي ځای پر ځای شوي دي، خو ننګونې هم شته او موږ هيله لرو چې پر دغو ننګونو به برلاسي شو او بيا به موږ د ارزونې داسې يوه پايله ولرو چې مشروع، رڼه او ټولو ته د منلو وړ وي.

پوښتنه :

تاسو نه پوهېږم څنګه دا خبره تاسوته په ديپلوماتيک ډول وکړم. تاسو ته ولسمشر بارک اوباما سختې خبرې کړي. زه فکر کوم تاسو ته يې په مخامخ ډول زنګ وهلی او په اړه يې په افغانستان کې د امريکا سفير ويلي چې تاسو ته ويل شوي چې بايد داسې کوم ګام پورته نه کړئ چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وي. د امريکا د ولسمشر له لورې په دې ډول ګرمېدا ته په څه نظر ګورئ؟ ايا تاسو دا خبرې جدي ګڼئ؟

ځواب :

 مساله دا وه چې افغانستان د يو بحران په درشل کې وو يو جدي بحران، ځکه چې ټاکنيز سيستم کار نه کاوه او خلکو د لاريونونو غوښتنه کوله او سوله ييز لاريونونه هم وشول، احتجاجونه وشول، خلکو څو ورځې په خېمو کې تېرې کړې. هغه مهال حالت نور هم ور ورو جدي کېده او بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ما ته زنګ وواهه او وروسته ولسمشر اوباما راته زنګ وواهه، او طبعاً دوی ژمنه وکړه او ويی ويل چې دوی مني چې په ټاکنو کې په لويه کچه درغلۍ شوي دي او پروسه اصلاح او يوې بشپړې ارزونې ته اړتيا لري. او دوی ژمنه وکړه چې بشپړه ارزونه به کيږي چې د ټاکنو پايلې پاکې شي .دا هغه پيغام وو چې ما ترلاسه کړ. او طبعاً د دې ترڅنګ هغوی دا هم وويل چې افغانستان يووالي ته اړتيا لري او دوی د ملي يووالي د حکومت د جوړېدا د مفکورې ملاتړ هم وکړ. دا جزئيات وروسته له ښاغلي کيري سره زموږ په غونډو کې څرګند شول چې موږ يې پخپله ګټه هم بولو. ځکه چې دوی په ښه وخت کې منځګړيتوب وکړ او موږ يې هرکلی وکړ.

پوښتنه :

سمه ده، راځئ چې په دې اړه لږ نور هم وغږيږو. لکه په تېره شاوخوا يوه اوونۍ کې ډېر ناڅرګند حالت ليدل شوی. تاسو او اشرف غني دواړو سيالانو د واک د وېشلو يو هوکړه ليک لاسليک کړ او داسې انګېرل کيږي چې ژمنه مو دا وي چې هر چا وګټله، نو د خپل بايلونکي سيال سره به يوځای کار کوي. او هغه به د اجرايوي مشر په نوې دنده ګوماري او په دې ترتيب به يو ډول دوه ګونی واک رامينځته کيږي. ايا رښتيا ده تاسو اوس دلته همدې هوکړې ته خپله ژمنه منئ؟

ځواب :

موږ سياسي هوکړې ته د سياسي هوکړې د کار چوکاټ ته ژمن يو چې څو اوونۍ مخکې موږ دواړو پرې هوکړه کړې او څو ورځې وړاندې د ګډې کومېټې له خوا هم ملاتړ شوی او اوس زموږ ډلې يوځای کار کوي.

پوښتنه :

ښه نو د دې لپاره چې دا موضوع په نړۍ کې ټولو خلکو ته روښانه شي که چېرې تاسو په پای کې ګټونکي شئ اشرف غني به د اجرائيوي مشر په توګه ګومارل کيږي او تاسو به واک ورسره شريکوئ؟

ځواب :

بالکل، دا د دوو ډلو ترمينځ خبره ده. که څه هم په هوکړه ليک کې ټول جزئيات نهايي شوي نه دي، خو پر دغه اصل دواړو غاړو هوکړه کړې او موږ به دغه کار کوو.

پوښتنه :

ما ته داسې ښکاري چې تاسو او ستاسو ډله چې څه وخت د يو رښتينې منځګړي په توګه کار نه کوي. ګنې امريکا غواړي اشرف غني د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي که څنګه؟

ځواب :

ما دا ادعا نه ده کړې او که ما دغه ډول فکر درلودای …

نه زه يوازې دا پوښتنه کوم چې څوک خو به دغه ډول فکر نه کوئ؟ نو ما به رد کړې وه. ايا تاسو داسې فکر کوئ چې امريکا غواړي اشرف غني د افغانستان راتلونکی ولسمشر شي؟

ځواب :

نه، زه داسې فکر نه کوم. زه فکر کوم هغوی صادقه منځګړي دي، ځکه خو زه د هغوی د منځګړيتوب هرکلی کوم. دوی هڅه کړې چې د ارزونې پروسه سمه پرمخ بوځي. دوی د سياسي پروسې د سم پرمختګ ملاتړ کړی. اوس له دې وروسته دا زموږ د افغانانو مسووليت دی. د سياسي هوکړې د کار چوکاټ په برخه کې پرمختګ يوازې هغه مهال شونی دی چې دواړه غاړې دا وغواړي. د ټاکنو او ارزونو د پايلو اعلان وروسته د ملي يووالي لپاره چې افغانستان وکولای شي پخپل مخ د څو کلونو پر ننګونو برلاسی شي او په ورته وخت کې له فرصتونو څخه هم ګټه پورته کړي او په حقيقت کې دا د ټولو افغانانو لپاره د برياليتوب خبره ده.

پوښتنه :

تاسو د ننګونو خبره وکړه چې افغانستان داسې يو مشر ته اړتيا لري چې هېواد پر دغو سترو ننګونو برلاسی کړي. زه فکر کوم امريکايان د دوو خبرو په ځانګړي ډول انډېښنه لري. يو د اوسني امنيت ننګونه ده او بله ستره ننګونه ده د افغانستان له حکومته په لويه کچه د روان فساد جرړې ايستل دي. دلته په دواړو ځايونو کې اشرف غني وايی ګورئ چې زما لاسونه پاک دي. زه هيڅکله د جنګسالارانو سره نه وم او زه د هېواد د مالي وزير په توګه د فساد پر وړاندې د کلک دريځ سابقه لرم. ايا ستاسو په باور سره دغه ډول خبره کولای شئ چې تاسو هم په دواړو جنګسالارانو او فساد کې ورته سابقه لرئ چې پر بنسټ يې تاسو د افغانستان لپاره يو وړ ولسمشر وبلل شئ؟

ځواب :

په وياړ او باور سره دا خبره کولی شم چې ما د شوروي اتحاد پر وړاندې په مقاومت کې برخه درلوده. دېرش کاله وړاندې د يو ډاکټر په صفت ما د روسيې پر وړاندې په مقاومت کې برخه واخېسته. تر هغې چې د افغانستان نيونه ختمه شوه او زه د افغانستان د حکومت برخه وم او زه د طالبانو او ترهګرۍ او القاعده پر وړاندې هم د مقاومت برخه وم. له حکومت سره په کار کې زما لاسونه پاک دي. دومره پاک دي چې څومره يې فکر کولای شئ او داسې څه نشته چې زه پرې وشرمېږم. زما سابقه په افغانستان کې د ملي مقاومت پورې تړلې ده.

پوښتنه :

ښه، داسې انګېرنه کيږي برعکس چې تاسو د شمالي ټلولې د بې شمېره جنګسالارانو سره له ډېره وخته تړلي ياست او ستاسو ډېرو ملګرو چې ستاسو د ټاکنيزې مبارزې ملاتړ يې کړی هم د جنګسالارۍ سابقه لري او تاسو داسې ملګري هم لرئ چې په تېرو لسو کلونو کې په حکومت کې له فساد سره تړلي دي، نو تاسو په رښتيا هم ډاډه يې چې سابقه مو پاکه ده؟

ځواب :

مساله دا ده چې د جنګسالارۍ خبره په ډېرو مواردو کې د يوې پلمې په توګه کارول شوې ده او دا په ډېرو برخو کې يو ناسم فکر دی. که تاسو د طالبانو، القاعده او يا د روسانو په وړاندې د مقامت د مشرانو خبره کوئ او بيا هغوی ته جنګسالاران وايی او دا چې خلک بايد د دغه ډول سابقې په اړه شرم ولري، نو زه فکر کوم دا ډېر يو ناسم فکر دی. دا د افغانستان د تاريخ ناسم تعبير دی. زه دا په وياړ وايم او د دې له کبله ما د ټاکنو په لومړي پړاو کې ډېرې رايې درلودې او د افغانستان د هرې طبقې خلکو زما ملاتړ کړی دی، نو دلته فکر کوم زه بايد په ډېر احترامانه ډول دا ووايم لا نورې زده کړې ته اړتيا ده چې د هېواد تاريخ ته وکتل شي. زه خو تل چمتو يم او بيا د هغې پر بنسټ د شخصيتونو په اړه قضاوت وشي.

پوښتنه :

خو، زه تل لا نورو زده کړو ته چمتو يم ډاکټر عبدالله، خو ما ته داسې ښکاري چې د افغانستان د نوي مشر پر وړاندې يوه جالبه ننګونه ده چې مشر هر څوک وي او هغه دا چې څنګه له طالبانو سره نا ختمېدونکې جګړه ختمه کړي؟ څنګه دغه کړکېچ پای ته ورسوي او که موږ رښتيني واوسو، نو له طالبانو سره ستاسو سابقې ته پام وکړو هغوی تاسو ته د دښمن په سترګه ګوري، خو د اشرف غني په اړه په ختمي ډول ورته نظر نه لري؟ او که موږ غواړو د داسې يو مشر په لټه کې شو چې دغه کړکېچ ته د پای ټکی کښېږدي، طالبان سياسي بهير ته راوبولي او د خبرو له ليارې ورسره يوې موافقې ته ورسيږي، نو دېته په پام سره به هغه وړ کس وي نه تاسو؟

ځواب :

طالبان اوس د چا پر ضد جنګيږي، د ولسمشر کرزي او د هغه د حکومت پر ضد او يو مهال زه او ډاکټر اشرف غني د دې حکومت برخه وو او طالبانو زموږ پر ضد جګړه پيل کړې وه او بالاخره طالبان اړ دي چې د افغانستان له مشرانو سره سولې ته غاړه کښېږدي. هر يو ته چې د افغانستان د خلکو له خوا رايه ورکړل شوي وي. که دوی غواړي چې سوله ترلاسه کړي او په دې برخه کې …

پوښتنه :

تاسو اوس د طالبانو په اړه څه فکر کوئ؟ ايا ستاسو باور دی چې دوی اصلاً غواړي په يو سياسي بهير کې رول ولوبوي، وسله پر مځکه کيږدي او يو سياسي رول ولوبوي که څنګه؟ فکر کوئ چې هغوی د جنګ نيت لري او بايد د افغان حکومت له لورې په ځواک ځواب ورکړل شي.

ځواب :

زما فکر دا دی، زما باور دا دی چې متأسفانه هغوی داسې فکر کوي چې حکومت راپرځولی شي او پر ځای خپل اسلامي امارت راوستلای شي او د اسلام خپل تعبير چې د افغانستان خلکو څو کاله وړاندې تجربه کړ. په دوی کې ډېری دې فکر ته نه دي رسېدلي چې بايد وسله کښېږدي او د سولې لار خپله کړي. خو دا په دې مانا نه ده چې راتلونکی افغان حکومت دې له طالبانو سره د خبرو اترو دروازه پرانېستې پرېږدي.

پوښتنه :

خبره د دروازې د پرانېستيدو د پرېښېدو نه ده، خو اشرف غني ويلي دی غواړي چې طالبانو ته پخپله ورشي او د سولې لپاره لاس وراوږد کړي. که تاسو د افغانستان راتلونکی ولسمشر شئ، غواړئ چې طالبانو ته ورشئ او د سولې لاس وراوږد کړئ او يو بهير ته يې راوبولئ؟

ځواب :

بالکل، بالکل. يوې سياسي پروسې ته اړتيا شته، خو په راتلونکې کې د هېواد مشر هر څوک وي له هماغو ستونزو سره مخ وي چې د افغانستان د اوسمهال مشرتابه يې لري. او متأسفانه دا چې دوی فکر کوي، طالبان دا فکر کوي چې حکومت راپرځولی شي او پرځای يې خپل امارت راوستلای شي. د دغه باور پر اساس دوی خپله جګړه جاري ساتلې او د خبرو اترو او سولې د فرصت څخه د ګټې اخېستلو پر ځای په تاوتريخوالي لاس پورې کړی دی.

وروستۍ پوښتنه :

په افغانستان کې اوس يو ډېر حساس وخت دی. ايا تاسو خپلو خلکو ته ډاډ ورکولای شئ چې په راتلونکيو څو اوونيو کې به تاسو د هېواد د غوره ګټو لپاره کار وکړئ، نه يوازې د خپلو ګټو لپاره.

ځواب :

بالکل، د افغانستان د خلکو او يا د هېواد له ګټو نور څه مهم نشته. دا زما د هڅو لپاره يو مدرک دی. او که موږ غواړو چې د ټاکنو پايلې دې پاکې شي، نو په دې کې هم د هېواد غوره ګټې نغښتې دي.

ښه، نو ډاکټر عبدالله دلته بايد خپرونه پای ته ورسوو. مننه له دې نه چې هارډ ټاک يا د سختو خبرو په دې خپرونه کې مو برخه راسره واخېسته.

په درنښت

سيدحسين پاچا

سرچینه:

Abdullah Abdullah ‘committed’ to sharing power with Ghani

http://www.bbc.co.uk/programmes/p0252k2m

0 thoughts on “له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د بي بي سي د تود بحث  خپرونې مرکه”
  1. ګرانو لوستونکو سلام دژورنالست پوښتنو ته جناب داکتر صاحب يو هم درست ځواب ندی ويلی په پښتوکی وايي ،چي خاشی يي پری واچولی .زما په اند داصلی قضيه څخه يي ځان اخوا ديخوا کړ . دعطا نور دسوال جواب خو هيڅ معلوم نشو چي دی څه وايي.دادشرم ځايي دی چي يو کانديدجمهور ريس دحقيقت څخه تښتی ،نو داسی شخص کله کولای شی چي خلکو ته خدمت وکړی ،ورونو سياست په درغو نه کيږی، بل دفسادکړی، نو تا او ستا ملګروکوم دکلونو تجارت درلود چي دداسی ميلياردونو،بيلډينګونو،ډوډول موټرونو خاوندان يا ست ،تاسو خو جهاد کړی ،نو په جهاد کی اود جهاد پروخت کی فکر کوم چي د کاڼو او بوټو څخه مو ډالر رايستل ياداچي ډالر او پيسی په ونو کی راشني کيديي چي تاسی تری ميلوناران شوی زما خو دکاکا دری ځامن دجهاد شهيدان دی، اما دسهار اودماشام ډوډی نلری ،کونډيي اويتيمان يي د احتياج شپی سبا کوی، بيا نو څنګه دا جرأت کوی چي وای ،(زه دومره پاک يم چي باورکولی شی اوداسی څه نشته چي زه پری وشرميږم )نور څه غواړی،خپله اعتراف کوی چي دمقاومت غړی وم، اياستا په مقاومت کی دکابل په زرهاو کابليان شهيدان نشول،نوری ډيری خبری دی لګ څه خجالت وباسه نور دوطن دجهاد پاکو شهيدانوته په سپکه نظر مه ګوره،دهغو يتمانومسؤل څوک دی چي ستا اولادونه دهند په ښکلی مکتب کی درس و
    وايي او زما وريرونه ديوی ګولی ډ وډی په ارمان دی،زماتره په خپلو دروشهيدانو زامنو پسی زړه واچاوه اودخپلو ارمانونوسره ګور ته لاړ داستا دصداقت جهاد دی ،چي په پرديو وينو ځانته مقام اوموقف غواړی،دافغانستان عام وکړی بايد تاسو محکمی ته راکش کړی،او تاسو څخه خپل حق وغواړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *