تاند- ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو دواړه کاندیدان نن /سې شنبه/ د اجرايي چارو د رييس د صلاحیتونو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې دواړه کاندیدان او د هغوی انتخاباتي ټیمونه په نورو مسایلو جوړجاړي ته رسېدلي خو یوازې د اجرايي چارو د رييس د واک د دایرې په اړه موافقه نه ده شوې.
د عبدالله عبدالله ټیم وايي، که په دې برخه کې موافقه ونه شي په نورو برخو کې ټولې موافقې به تر اغېز لاندې راشي.
پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو د باطلولو بهیر پیل کړ چې له ۳۶۴۵ رایبکسونو څخه یې ۷۲ باطل کړل او ۶۹۷ یې بیا شمېرلو ته ولېږل ځکه چې ځیني رایبکسونه مات شوي ول، د پایلو پاڼې یا ریزلټ شیټونه یې د رایو له شمېر سره توپیر درلود، رایې ناسمې ټیک مار شوې وې او یا یو شان ټیک مار شوې وې.
خو ۲۸۷۶ رایبکسونه ومنل شول. د دواړو کاندیدانو استازو له پرېکړې سره موافقه وښوده.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مشران وايي چې دواړه کاندیدان د اجرايي چارو د رييس او ولسمشر د واک او صلاحیتونو په اړه خبرې کوي او هیله شته چې موافقه وشي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی سید فاضل سانچارکي وویل:«د دواړو کاندیدانو په بله ناسته کې به دا مسایل یا حل شي یا به د اختلافي مسایلو په توګه همداسې پاته کیږي. دا مسایل ډیر اهمیت لري، که حل نه شي ممکن ټول توافقات تر پوښتنې لاندې راشي او ناحل شوي پاته شي، هلته بیا کاندیدان د انتخاباتو نهایي نتیجو ته مخه کوي او له سیاسي مسایلو تیریږي.»
د اجرايي چارو د ريیس د صلاحیت موضوع د دې لپاره ستونزمنه شوې چې دا چوکۍ د افغانستان په اساسي قانون کې نشته.
د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي وايي چې د نن ورځې /سې شنبه/ په غونډه کې به ممکن د اجرايي چارو د ريیس پر واک اختلاف حل شي. د ښاغلي غني ټیم خوشبیني ښيي چې تراوسه د دواړو خواوو خبرې مثبت لور ته روانې دي او ګوندي ژر نتیجه ورکړي.
په همدې حال کې د پرون /دوشنبه/ ورځې د رایو د باطلېدو له بهیره څرګنده شوه چې لږ ترلږه ۹ ورځو نورو ته هم اړتیا ده چې دا بهیر بشپړ او وروستۍ پایلې اعلان شي.