دواړه افغان نوماندان د ځان په ګټه د پروسې د څرخولو خبرې کوي، له نيتونو داسې ښکاري، چې ګويا يوځل بيا د رايو د تفتيش له بهير سره لوبه کېږي، ځکه هر لوری په دې هڅه کې دی، چې تر خپل سيال د مخه خپله ناهمغږې خبره راوباسي، خو د دوی دا ناهمغږي روان بهير ځپي.
خبرې ښې دي، چې سپينې او په ډاګه وي، خو زهرجنې نه، ځکه هره ناسنجول شوې خبره د هېواد او ولس هغه ستنې چې په تېرو ۱۳ کالونو کې يې په ډېره خوارۍ او زاريو نسبي ټينګې کړې کاواکه کوي او لړزوي.
دا معلومه ده، چې ټاکنې ګټونکی او بايلونکی لري او بايلونکي کانديد د دويم پړاو ټاکنو تر سره کېدو څلور ساعته وروسته پخپله ماتې خبر شو، خو داچې په خړو اوبو کې ولاړ دی او نه يې مني هغه بېله خبره او مسئله ده.
هغه کانديد چې په خپله ناکامۍ باوري شوی، له پخوا په دې لټه کې وو، چې څنګه مزاحمت وکړي او څنګه دغه سياسي بهير وځپي. ددې ترڅنګ چې ويل کېږي، نور نو پروسه د پای ورځو ته نېږدې شوې او تر ډېره دواړه کانديدان د ملي وحدت په حکومت سره سلا شوي، خو اصلي خبره داده، چې لايې ترمنځ واټنونه شته او يوې هوکړې ته ندي رسېدلي.
هغه کانديد چې له سره يې دا پروسه ځپلې او زيانمنه کړې اوس هم د خپل نامسوولانه چلند په زور خپلې هڅې کوي او غواړي د ټاکنو تخنيکي او سياسي بهير ته نور ګوزارونه ورکړي او نوي مزاحمتونه ايجاد کړي.
که څه هم د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي کې ویل شوي؛ چې بایلونکی کاندید ته به د اجرایوي شورا مشري ورکول کېږي، خو تراوسه معلومه نده، چې د اجرایوي شورا ريیس به څه صلاحیتونه لري او دا هغه موضوع ده، چې د افغانستان په اساسي قانون کې یې په اړه وضاحت نشته.
بايلونکي کانديد چې له وړاندې ځان پېژندلی، اوس د اجرايوي پوست په صلاحيتونو پورې نښتی، د ځان لپاره د واک د زياتې برخې د ور خپلولو اخري هڅې کوي او له همدې امله يې مزاحمتي خبرې او چلند روان دی.
وړمه ورځ د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو خبرې په ټکر کې وې، د تحول او تداوم ټيم ويل، چې نور نو دواړه لوري يوه توافق ته سره نېږدې شوي، يوازې يو مورد دی، چې پرې اختلاف لري، خو دويم لوري (اصلاحات او همپالنې) ډلې بيا ويل، چې ګويا څلور موارد دي، چې لاهم دوی پرې هوکړې ته نه دي رسېدلي، چې په دې کې يو هم د ولسمشر او اجرايوي رييس د کارونو او صلاحيتونو مسئله ده، چې له وړاندې پرې ډاکتر عبدالله عبدالله زيات ټينګار کوي او غواړي هرڅه سپين او معلوم وخېژې، ځکه خو يې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري دويم ځلي مداخله وغوښته.
د اصلاحات او همپالنې ډله وايي، که په ټولو مواردو هوکړې ته سره ونه رسيږي، نو ګويا چې د رايو د تفتيش او شمېر ټول څه به په اوبو لاهو شي او د ټاکنو د پايلو اعلان به تر پوښتنې لاندې راشي.
اوس خبره دا ده، چې که يې پروړاندې کوم لوی خنډ را پيدا نکړي، نو د ټاکنو کميسيون چارې هم ورځ تر بلې مخ په تمامېدو دي او خبره د رايو تر ابطال پورې رارسېدلې ده.
د ټاکل شوي مهال وېش له مخې، اوه ورځې د ولسمشر د لوړې مراسمو ته پاتې دي او افغان ولسمشر هم پر همدې ټينګار کوي، چې دغه نېټه بدلېدونکې نه ده او په خپل وخت به د واک د لېږد چارې تر سره کېږي، خو د ابطال بهير په تړاو ځکه اندېښنې شته، چې کابو ۶۰۰۰ صندقونو په تړاو به څه ډول تصميم نيول کېږي، حال دا چې د هرصندوق پر سر به له درېو تر څلورو ساعتونو پورې ناندرۍ وهل کېږي، چې ايا باطل شي او کنه.
له وړاندې هم په ټاکنو کميسيون کې دغه ډول ستونزې ددې لامل شوې چې بهير په ساعتونو ساعتونو وځنډوي او د پايلو اعلان شاته کړي.
که د ولسمشرۍ دواړه کانديدان دغه پروسې او د افغانستان ژغورنې ته ژمن وي، نو بايد له ځنډ پرته سياسي او تخنيکي پروسه سره همغږې او پرمخ يې يوسي، څو په ټاکلي وخت هرڅه روښانه راووځي، نه داچې يوځل بيا دغه بهير وننګول شي او ټول شوي کارونه په صفر ضرب شي.
ناکامو سياستونو هروخت د افغانستان له برخليکونو سره ناوړه لوبې کړې دي، په ټاکنو کې د بهرنيانو لاسوهنې داځل هغه ټاکنې سختې وځپلې، چې د تر سره کېدو وروسته يې ټولو نړيوالو په ستاليو خوله ټکوله او له درغليو يې پاکې ګڼلې، خو چې د حکومتونو نظرونه يې بدل شول، د همدوی په اشاره ورته مزاحمتونه رامنځته شول او همدوی بيا لومړني هغه وو، چې په ټاکنو کې د پراخه درغليو په اړه يې ډنډورو ټوله نړۍ په سر واخيسته.
دغه سياسي بهير بل څوک نشي بريالی کولی، يوازې همدا افغان کانديدان او ډلې دي، چې د بري تر پوړيو پورې يې رسولای شي، ناکام کانديد خپله ماتې ومني او بريالی کانديد خپلې بريا او کړيو ژمنو ته ژمن پاتې شي، داسې يو حکومت رامنځته کړي، چې ټول ولس ته پکې ځای وي او ټول زولن ټپونه ورغېږي.