تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله نن /سې شنبه/ خبرداری ورکړ چې د رایو د تفتیش روان بهیر به بایکاټ کړي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم تر دې مخکې څو ځلي دا پروسه بایکاټ کړې چې له کبله یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې بیا بیا ځنډول کېږي.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی فاضل سانچارکي خبریالانو ته وویل:«که دوی زموږ غوښتنې تر سبا سهاره ونه منلې، موږ به له دې بهیره ووځو او هغه به پای ته رسېدلی وګڼو.»
ده وویل چې د رایو د ابطال په برخه کې د عبدالله عبدالله غوښتنو ته پام نه دی شوی.
تر دې مخکې د رایو د باطلولو لپاره ملګروملتو یوه کړنلاره جوړه کړې وه او څو ځلي یې د عبدالله عبدالله په غوښتنه پکې بدلون راوست.
د ملګروملتو په کړنلاره کې هغه معیارونه په ګوته شوي چې پر اساس یې پاکې او ناپاکې رایې بېلېږي. د عبدالله ټیم په کړنلاره کې له تغییراتو وروسته ظاهراً له هغې سره موافقه کړې وه.
په همدې حال کې د عبدالله د ټیم یوه بل مشر او د انتخاباتو معمار فضل احمد معنوي هم وویل چې که تر چهارشنبې پوري د دوی غوښتنې ونه منل شوې، د رایو د تفتیش له بهیرذه به ووځي.
معنوي وویل چې په دې اړه یې له ملګروملتو سره خبرې کړي خو ملګروملتو د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د عبدالله انتخاباتي ټیم دا خبرداری وروسته له دې ورکوي چې پرون د کورنیو او بهرنیو څارونکو په وړاندې د رایو د ابطال لړۍ پیل شوه او تر ۷۰ زایت رایبکسونه باطل اعلان شول.
معنوي ادعا وکړه چې د رایو تفتیش په ځای د دې چې یوه تخنیکي پروسه وي زیاته سیاسي ده.
ټاکل شوې ده چې نن عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي سره د اجرايي رییس د واک او صلاحیت په اړه خبرې وکړي. ویل کېږي چې د دواړو خواوو اصلي اختلاف پر همدې مسلې دی.
لدی وروسته هر نوعه بهانه او بهانه غوښتل دملت په سر نوشت باندی متیازی نه بلکه غول کول دی اوس وار دملت ده متیازی -غول قبولوی او که کلک څا پونکی غاښ ما تونکی څواب ورکوی بله لاره نشته .
اي دوطن شريفو خلكو ؟
شه متوجه شي او فكر وكري جه ستاسي به باكو رأيو او ستاسي به باك وجدان او باكو أساسا تو خه لوبي نه وي جه ونه شوي اوخه لوبي به نه وي جه ونه شوي.داجه نن بله مرحله جه هغه دباطيليدو مسله ده ،تكرار او تكراري،جعل اوجعل كاري ،تقلب او تقلبكار ان أفشا كيزي بيا عبدالله راباخيزي واءي كه زمونز غوشتني ونه منل شي بايكات به وكرو.
ديو ناكام شخص غوشتني به خه وي دهغه غوشتني به دبعدي دنظام دناكامي ، غوشتني وي نه دكاميابي به لور
داحمد كرزي خخه ،او دكميسون دمستقلو انتخاباتو دوارو كميسونونو خخه به درناوي هيله كوم جه باليسي يؤي خواته بريزدي قانوني او أصولي لاره جه به اساسي قانون كي تاسو ته حق در كرل شوي فيصله او جكره مارو او جنجياليانو، لاس دوطن داينده بد بختي خخه لند كري
زوندي دي وي افغانستان او دوطن بادرده اولس
لور دي وي دافغانستان دري رنكه ،سور ،،شين،او تور بيرق دنري به كو،د ،كود كي