تاند- ولسمشر کرزي او دوه مرستیالانو یې نن ماښام د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم دوی په ګډه د ماسخوتن ډوډۍ هم وخوړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر، مرستیالانو یې او دواړو کاندیدانو د انتخاباتو پر مسایلو (جنجالونو) او په دې برخه کې پر شویو پرمختګونو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د غونډې برخوالو پر انکشافي مسایلو، اقتصاد، انرژۍ او د هیواد پر امنیتي وضعیت د نظر تبادله وکړه.

ویل کېږي چې د دولت وسله والو مخالفانو د انتخاباتو له جنجال څخه د استفادې لپاره حملې زیاتې کړي دي. همداراز د مالیې وزیر خبرداری ورکړی چې انتخاباتي جنجال د هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړی تر دې چې شاوخوا ۵ ملیارد ډالره زیان یې اړولی دی.

په خبرپاڼه کې د انتخاباتي جنجال پر سر د کومې موافقې یادونه نه ده شوې.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم اصلي مشرانو ښاغلیو معنوي او سانچارکي نن ویلي و چې که تر سبا /چهارشنبې/ سهاره پوري د دوی غوښتنې ونه منل شوې، د رایو د تفتیش روان بهیر به بایکاټ کړي او دا پروسه به پای ته رسېدلې وبولي.

د ارګ په خبرپاڼه کې دې مسلې ته هیڅ راز اشاره نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *