لیکوال

   زرغونې په سرو سترګو ژړل چی كوزده به راسره كوې ، خو هغه حېرانۍ اخيستئ وو چی څرنګه ئې ورسره وكړی ، ولی چی هغه خو پخپله زنانه وو او زنانی كله د زنانی سره كوزده كوله .

 هغه د پلار يواځنئ اولاد وو . دا ئې د پلار بدقسمتی وه چی څو ودونه ئې وكړل ، خو اولاد ئې نه كېدئ او هره كورداری به ئې د واده په څو مياشتو كښی دننه دننه داسی په حق رسېده لكه دئ چی بلا وی او وئې خوری ، هغه ئې له څلرمی مائنې وزوكېدئ او له دغی ښځی ئې هم مخته داسی بچی نه وسول لكه د پلار بلا چی ئې راتلونكئ نسل هم خوړلئ وی .

 دا هم بد بختی وه چی هغه چی څرنګه ودې دنيا ته راغئ ، پلار ئې ناڅاپه بدی دار سو ، ورور ئې يو چا ور مړ كړئ او د بدل اخيستلو په نيت ئې د خپل نيكه او ور  نيكه كلئ پرېښوئ . د هغه دا نيت وو چی كه چېری دئ مړ سو ، نو دغه بدل به ئې لور اخلی ، ځكه ئې نو په نوی كلی

كښی خپله لور هلك كړه او و خلګو ته به ئې دا نه وئيل چی زه لور لرم ، بلكه زما خو زوئ دئ . دلته به هغه خپله لور و يوچاته هم نه ورښكاره كوله او دغه به ئې وئيل چی زما زوئ ډېر ښائسته دئ ، په دغه ئې چاته نه ور ښكاره كوم ، ولی چی دمخه می هم څو اولادونه نظر سوی او مړه دی . دلته ئې پلار نوم هم ور بدل كړئ ، پخپل كلی كښی هغه ګل بی بی وه ، خو دلته ګل خان سو .

دغی خبری به د كلی په ښځو كښی ناټالی پيدا كړه چی و كلی ته داسی ناولده خلګ راغلی دی چی خپل زوئ چاته نه ور ښكاره كوی ، وائ چی داسی ښكلئ دئ لكه شاپېريو چی را وړئ وی . دا رنګه هغوئ چی به كله په يوې كوزدې ، واده ، سركلی يا فاتحه كښی سره يو ځائ سوې ، نو مجلس به ئې دغه وو چی دا به نو څنګه ښايسته هلك وی چی سترګی نه ورباندی روڼېږی .

 اوس چی به ښځی د هغو كره راغلې ، نو به ئې وئيل چی هلك خو راښكاره كړئ ، موږ ئې نه نظر كوو ، خو كورداری به ئې يوه نه يوه پلمه ورته كوله . د كلی ښځو به هم ماته نه منله . په دغه خبره به يې د يو بل کورو ته منډي وهلې او يوه مېله به يې وه ،بلکه اوس خو به يې خپلی مزدورانی هم ورا ولېږلې ، هغو به هم يوه نه يوه پلمه كوله ، چا به شلومبې غوښتې ، چا كوچی ، چا كڼ او چا څه او سترګی به ئې د كور په خونو او برنډو كښی وې چی هلك ووينی چی په رښتيا سترګی نه په روڼېږی ، خو مور به ئې پر چا بڼ لا نه اورېدئ ، ولی چی مېړه ورته وئيلی وو چی كه چا هلك  درڅخه وليدئ ، نو مړه به دی كړمه.

يوه ورځ چی پلار خپل زوئ په خپله له ځانه سره له كوره دباندی راويستئ ، نو په کلي کښي داسي اوازه سوه لکه په اسمان چي روښانه لمر رادخېزي . اوس هره سترګه په ماشوم کښي وه . هغه په رښتيا چي د ګلابو داسی ګل وو چی ټول كلئ ئې حېران كړئ او د سترګو په رپ كښی بيا په كلی كښی ناري سوې چی د لكهاؤ ��وپۍ غمئ پائ ښكاره سو ، ورسئ كه ئې ګورئ او بيا په رښتيا د هلك په ديدن يوه سترګه هم نه مړېده .

  پلار به ئې تل وېرېدئ چی كه ګل خان لږ لوئ سو ، نو به د نجونو چمونه كوی ، خو عجبه وسوه ګل خان چی څرنګه غټېدئ ، و نجونو ته نه كېدئ ، بلكه د هلكانو عادتونه ئې خپل كړل ، په غلېل به ئې مرغۍ ويښتې ، د كوڅې هر هلك كه به لږ شوخی وكړه ، نو قدرت داسی زور وركړئ وو چی هغه به ئې له مځكی ووهئ ، خپل غټ خروړئ سپئ به ئې په كلی ګرځوئ ، منډی به ئې ورپسی وهلې او د كلی د نورو هلكانو له سپو سره به ئې جنګوئ . د ګل خان كله هم د نجونو غوندی له بنګړو ، والوليو ، سرخی او سپېدې سره نه لګېده بلكه سره د شيشو د كار خولۍ به ئې پر سر وه چی خورا خوند به ئې ورسره كوئ .

 ګل خان به په عامو حالاتو كښی مور له كوره دباندی نه پرېښوئ ، خو هغه وخت به ئې اجازه وركړه چی ده به ډېره تنګه كړه او پلار به ئې له كلی دباندی تللئ وو ، كنۍ پلار به ئې تل و مور ته وئيل چی خبردار هلک له كوره دباندی درڅخه ونه وزی او څوك ورباندی پوه نه سی چی نجيلۍ ده ، خو په دغه راز كله هم د چا سر نه سو خلاص .

 دا ډول چی به كله چا شكايت ورته وكړئ چی ستا زوئ نن زما بچئ ډېر بد ووهئ نو به خورا خوشحاله سو چی دغه مېړنئ هلك به پائ د خپل اكا بدل اخلی او ګل خان ته به ئې هم وئيل چی ستا اكا دښمننانو مړ كړئ ، موږ كلئ پرې ښوئ او په دې نيت را بار سولو چی ته لوئ سوې ، نو بدل به ئې اخلې او د پلار ارمان به دی پوره كوې .

 د ګل خان طبيعت هم خورا خشمناكه وو ، سوك به ئې په مځكه مځكه وهئ او سړی ساوی به ئې كښلی چی كله به ئې لاس د دښمن تر ګرېوانه رسی .  قدرت دئ چی ګل خان كله په ځوانۍ راغئ ، نو بدن ئې د ښځو غوندی نه سو ، بلكه پر مخ ئې اول برېتونه او بيا ږيره راغله ، ږغ ئې هم كټ مټ د نارينوؤ غوندی دروند سو بلكه پشې او لاسونه ئې لا د سړو غوندی غټ پټ سول كټ مټ لكه د اوښ او خندا خو ئې خورا درنه وه . بس په ګل خان كښی يو عېب پاته سو چی پلار ته به ئې ډېر زور وركوئ او هغه دا چی ښائست ئې نه سو ختم بلكه نور زيات سو او په دغه وايه سور و سپين او شير برېتئ ځوان وو چی سترګی نه ورباندی روڼبېدې ، خلګو به سيف الملوك بلئ ، ځوانی په رښتيا پر ده ختمه وه او داسی كشش ئې درلود چی د كلی په نجونو ئې اور لګولئ وو او ناقراری ئې وراچولی وه او چی كله به هم هغوئ په يو واده ،  كوزده يا ګودر سره يو ځائ سوې ، نو بې له ګل خانه به ئې بل مجلس نه وو ، چا به وئيل چی نن ژړی لونګۍ خورا خوند ورسره كوئ ، چا به وئيل چی د غاړی کميس او چا به وئيل چی په تندی چی ئې وېښتان را ايله وو ، نو شاه زاده ايسېد .

 عجبه خو دا ده چی ګل خان ته به هم نجونو خوند وركوئ او په كلی كښی چی ئې كوم يو دوه پاخه اشنايان درلود ، له هغو سره به ئې تل د كلی د نجونو مجلس كوئ چی د پلانۍ خال خوند كوی ، د پلانۍ سترګی ښې دی او دپلانۍ خندا . پلانۍ چی په دريې بدلی وائ ، نو مستی ئې سړئ لېونئ كړی او پلانۍ چی بيا كله ګيلې كوی ، نو د سړی زړه ورته وتخنېږی . د پلانۍ شونډی له شاتو ډكی دی او دغی پلانۍ پلانۍ چی ډېری بې خوندی او بې نمكه دی ، نو يو خو ئې سوب دغه دئ چی بېخی ډنګری دی ، بل ئې غاښونه هم لوئ دی ، پوزی ئې هم خورا پيتی دی او ږغونه ئې هم داسی بې خونده دی ، ته وا لكه اوزې چی ناری وهی .

په كلی كښی يوه پېغله زرغونه هم وه چی كه څه هم مغروره نه وه ، خو چی دلته به ئې ګل خان تر سترګو سو ، نو په نجيلۍ به بل حال راغئ او ځان به ئې داسی په خيال ونيوئ ، ته وا لكه د باچا لور چی وی ، نخرې به نو نه وې چی بيا به دغی زرغونې كولې ، بس چی په كلی كښی به يو واده ، كوزده يا سركلی وه ، دغی حوری به ځان داسی په خيال نيولئ وو چی ګرسره به ئې ګل خان په باك نه راوستئ ، بلكه وده ته به داسی په خشم هم وه لكه د روح بدی چی ئې ورسره وی او د رزغونې هم دغو اداؤ او بې رخۍ به په ګل خان اور لګوئ او تل به ئې سترګی په هغې كښی وې .

ګل خان ډېر ښه پوهېدئ چی د زرغونې زړه ورسره غواړی او دده پام و ځان ته راګرځول غواړی ، خو ده به هم خوند ورباندی اخيست ، بلکه کمال دا وو چي ګرسره به يې چرت نه پكښی وهئ ، په كسده به ئې د هغې و مخته له نورو نجونو سره په خندا خندا خبری كولې چی نور اور ورباندی ولګېږی او نوره وكړېږی .

 قدرت وو چی هم دغه زرغونه يوه ورځ د نېكو ماما په باغ كښی هغه وخت په لاس ورغله چی له اونو ئې ترنك پرې كول . پسرلئ وو او نری باد د درختو په تازه پاڼو او لاندی ولاړو جګو وښو شور جوړ كړئ وو . هغه هم سم دم ورمخته سو او تر دې دمخه چی د زرغونې به په يوې خبری سر خلاصېدئ يا به ئې ځان ځنی خلاصوئ ، ده بيا په غېږ كښی ټينګه نيولی وه او شونډی ئې داسی په شونډو ور ايښی وې چی هر څه ئې له واكه ووتل .

په داسی حال كښی زرغونې يو دوه واره زور هم وكړئ ، خو د ګل خان بدن داسی له توانه ډك وو چی هغه ګرسره د يوې مرغۍ غوندی بې وسه سوه . بس له هم هغی ورځی دواړه له يو بل سره وتړل سول. څرنګه چی به هغه د خپلو ملګرو سره پام كوئ چی ورباندی پوه نه سی چی ښځه دئ ، دا رنګه به ئې اوس له زرغونې سره هم ډېر احتياط كوئ ، خو زرغونه ساده وه او بل ئې د زړه مينه ورسره درلوده ، ځكه به هغه ليدل چی د هغه د وجود په راز سر نه خلاصوی.

  كلی والو به زياتره د ګل خان و موروپلار ته وئيل چی زوئ مو ترابده ځوان دئ ، ولی كوزده نه وركوئ ، خو كور مو داسی خالی دئ چی ګرسره پېرانان ناری پكښی وهی ، ښه دئ غولئ به مو د ماشومانو له خندا ډك سی . دغی خبری به تل د هغه مور و پلار پرېشان كړل . اوس چی زرغونې و هغه ته ووئيل چی ته ولی مركه نه رااستوې او څو تر څو به دا بې ځايه ديدنونه كوؤ ، نو دې خبری و هغه ته هم ګروم ور واچوئ او سر ئې پرله وګرځېدئ چی څه به كوی.

 يو وار خو د هغه په زړه كښی راغله چی مور وپلار ته ووائ چی زرغونه وروغواړی ، خو بيا ئې وئيل چی رسوا به سی ، هر سړئ به ورباندی خبر سی چی مېړه خو نر نه دئ ، ښځه دئ ښځه ، ولی چی د واده په شپه به دا خبره زرغونه لېونۍ كړی چی زما مېړه هم زما غوندی زنانه ده ، بلكه له ډېره غمه به ځان مړ كړی . بل كه زرغونې نه رسوا كوئ او له هوشيارۍ ئې كار واخيست ، نو دغه خبره خو به حتما مخته راځی چی اولاد ئې ولی نه كېږی ، دارنګه كه ئې يو ډاكټر ته په ښار كښی ځان ورښكاره كړئ ، نو خو به صفا صفا رسوای جوړه سی .

 اوس خوشحاله ګل خان په غم اخته سو.  هغه ډېر ښه وخت تېر كړئ وو او په دې خبره كښی ئې كله هم چرت نه وو وهلئ چی دئ خو اصلا ښځه دئ ، خو اوس به په دغی خبری ډېر زهير او خوابدئ وو ، خوبونه به ئې خراب وو ، ناټاله به وو ، نور خو پرېږدئ چی مخ به ئې هم ژړ غوندی وو او د شپو شپو ناخوبه به ايسېدئ .

مور وپلار ډېر ورته وئيل چی هلكه څه درباندی سوی دی ، چا نظر كړئ خو نه ئې ، تعويزان خو ئې نه دی درباندی كړی چی ورځ په ورځ داسی سولېږې لكه د ټی بی رنځور .  رښتيا خبره دا وه چی د هغه دې خوابدۍ زرغونه هم پرېشانه كړی وه چی ستا دی رنځ پر ما سی ، په تا څه كېږی او ولی داسی ئې لكه درخته چی په وچېدو راسی او چا كوډی ورباندی ځړولی وی .

اوس به هغه پټ پټ په بستره كښی ژړل  ، ولی چی په دغی خبری ئې سر خلاص وو چی پائ به محبوبه راڅخه جلا سی . دا رنګه به د هغه مايوسی نوره زياته سوه. دا مهال د هغه په زړه كښی څه داسی خبره هم راغله چی زرغونه به هېره كړی ، خو د هغې داسی زورور ښائست وو چی د كلی د نجونو ميره به بلل كېده ، په هر واده كښی به زوروره دريه ، ښكلی سندری او خوندور او مست اتڼ يوازی ددې وو او د هغه ماغزه ئې ورڅرخولی وو او بل هغې داسی د قيامت مينه هم ورسره كوله چی دئ به ورته مات وو او په هيڅ وايه هم نه سوائ ورڅخه جلا كېدئ .

ځان ئې څو واره پوه كړئ چی ته خو ښځه ئې ، بې وسه ئې ، په دې ئې هم ايله كړه ، خو زړه ئې چېری منله ، ولی چی هغې به د هغه دننه ژوند پيدا كوئ بلكه يو طاقت به ئې وركوئ ، بس هغه به د تورو شپو په ديدنو كښی په زرغونې داسی نيښتئ وو لكه ماشوم او زرغونې به هم هغه داسی په خپل وجود كښی پټ كړئ وو لكه يو درخته چی و يو مرغه ته په خپلو پاڼو كښی پناه وركړی . رښتيا هم دا وه چی د دواړو د ارواوو مينه وه .

اوس د هغه په زړه كښی نوی خبره راغله چی راسه زرغونې ته ووايم چی كه د چا د يار په نارينه توب كښی څه شك وی ، نو څه بيا به هم هغه ياری ورسره كوی ، څه هغه زنانه به خپل يار پرېږدی او رسوا كوی به ئې . دا ډول د هغه په زړه كښی يوې بلی خبری غورځنګونه ووهل چی كه زرغونې وئيل يه ، قبول ئې هم كړئ او د واده ضد ئې پرې ښوئ ، نو مور و پلار خو به ئې نه ور پرېږدی بلكه پائ به ئې و بل چاته وركوی ، ولی چی هسی هم د مركو ورباندی باران دئ . دې خبری هغه نور خراب كړئ .

دا مهال د هغه په زړه كښی دا خبره هم راغله چی له زرغونې په هم دې ځان شاته كړه چی ته به خپل بدل اخلې ، ولی چی د هم دغه بدل له سوبه خو پلار و دنيا ته د هلكانو غوندی وړاندی كړئ ئې ، خو مينه ئې داسی زوروه وه چی د بدل اخيستلو خيال به ورته كمزورئ سو. دا رنګه فكرونو هغه پر له پسې اخيستئ وو ، بېل بېل سوالونه ئې و مخته راتله او حېرانه وو چی څه وكړی.   اوس به هغه و خپل بخت ته بد و رد وئيل چی دده پر مخ ږيره ولی راغله او ولی ئې وجود د نارينوؤ غوندی غټ پټ سو كنۍ خو سم دم به د زنانو غوندی پر كور ناست وو ، نه به زرغونه وه ، نه به دئ ورباندی مين كېدئ . دا هر څه ولی وسول.

 هغه چی هر څه وو ، خو ګل خان هم وو ، د كلی تر ټولو ښاغلئ او غېرتی ځوان چی خلګو به وئيل چی د بلا څخه لا نه هم وېرېږی ، ځكه نو اوس په هغه كښی بيرته يو نوئ طاقت راغئ چی زه به ددغو كړكېچنو حالاتو مقابله كوم . دا رنګه يو بل خيال و زړه ته وراغئ چی كه زه او زرغونه چېری لېری وتښتو ،نو ، خو دارنګه زرغونه په بل وطن كښی درپدره كېده او غېرت ئې نه منله.

ګل خان به تل په حسرت توتكيو ، مرغيو ، بلبلانو ، ګوګوبختكو ،كوترو ، توتيانو او ميناؤ ته كتل چی په درختو كښی به الوتل راالوتل او د وزرو سرپي او مستي به يې خوند کوله چی كاشكی زه او زرغونه هم ددغو مرغانو په شان وائ ، په ازادۍ ګرځېدلائ ، خپله مينه مو كولائ او يو چا هم كار نه راباندی درلودئ . دا رنګه به نه د خلګو د خندا وېره وائ او نه به د رسوائ او بې عزتۍ ډار وائ .

 د زرغونې ضد اوس ورځ په ورځ زياتېدئ ، پخوا چی به دوئ دواړو سره ليدل ، نو به يوازی خندا او لېونتوب وو ، خو اوس به د زرغونې بس يو ګائ وو چی كوزده راسره وكړه خو كوزده راسره وكړه . هغه به ډېره پوه كړه چی لږ صبر وكړه ، خو چېری ، د هغې پر مغزرو بس يو لېونتوب سپور وو او له هغې هيڅ صبر نه كېدئ ، بل ملامته هم نه وه ، مركې وې چی ورا روانی وې ، بل سم ئې هم وئيل چی دا نه وی ته راخبرېږې ، پلار چا ته وركړی يمه او د بل د كوزدې ټكان راباندی سوی وی .

رښتيا خبره دا وه چی د زرغونې دغه دليل به هغه نور ولړزوئ . اوس حالات څه دا شان سول چی له هغه خپله پرېشانی هېره سوه ، دا څه ، زرغونه ورځ ورځ په ورځ خرابېده ، رنځوره ځنی جوړه وه ، مخ به ئې تك ژړ وو ، خوبونه به ئې خراب وو ، په وجود كښی به ئې تبه او ستړيا وه او يوازی به ئې په سرو سترګو ژړل چی وئ كه پلار وركړم ، زه به څه كوم او دارنګه به هر وخت مور و پلار په طبيبانو او ملايانو هم ګرځوله .

دزرغونې دې ناجوړۍ ټول كلئ حېران كړئ چی په دغی نازكی او ښائستې پېغلی څه وسول ، چا به وئيل چی په درانه ځائ ختلی ده ، چا به وئيل چی يو پېرئ ورباندی مين سوئ دئ ، چا به وئيل چی له ډېر ښائسته چا كوډی ورباندی كړی دی ، بس چی څومره خلې وې ، دغومره خبری وې . دې ټولو خبرو هغه نور پرېشانه كړئ چی اوس څه وكړی ، كوزده ورسره وكړی ، پرې ئې  ږدی يا د خپل وجود راز ورښيی ، اخير څه ورسره وكړی .

د هغه پلار خورا شتمن وو ، بلكه د پيسو بخت ئې درلود او و هر شی ته چی به ئې لاس كړئ ، هغه به ئې سره زر كړل ، ځكه نو دا مهال په كلی كښی تر ټولو موړ سړئ وو ، په كور كښی ئې هر څه وو او د زوئ هر ارمان به ئې ور پوره كوئ . د هغه له مرغانو سره مينه وه او په كلا كښی ئې دننه يو لوئ باغ وو چی له مرغانو ډك وو ، لوئ لوئ قفسان ئې د هغو دپاره جوړ كړی وو او په هر قفس كښی به جلا جلا جوړۍ مرغان وو چی ټوله ورځ به ئې بې له سندرو او مينی بل هيڅ كار نه وو . هغه به تل و دغو جوړو ته كتل او د هغو په بې كچی مينی او نارو به خوشحالېدئ . دا رنګه به د هغو و باغ ته له شاوخوا هم ډېر مرغان راتله او داسی به ايسېده لكه مرغانو چی و يوبل ته خورا لويه مېلمستيا وركړی وی چی تل به ئې ناری او د وزرو سرپئ وو ، يوه رنګينی به خوره وه او دې نندارې به خورا خوند كوئ بلكه سړئ به ئې لېونئ كوئ .

 اوس د هغه دا ارمان زياتېدئ چی كاشكی زه او زرغونه هم مرغان وائ ، دلته ګرځېدئ او چا كار نه راباندی درلودئ. هغه د زرغونې د زړه سر وو ، ځكه ئې نو هغه په هره خوښه او ناخوښه خبره وه چی دده له مرغانو سره جوړه ده . كله چی به هم د ګل خان مور وپلار په كور نه وو ، زرغونه به پټه د کور د شا د دېوال په سوروي وراغله ، دارنګه به دواړه په يخو سايه دارو درختو او خوشبودارو ګلانو كښی په مرغانو باندی ګرځېدل ، د هغوئ په ننداره به خوشحاله كېدل .

هغه به اوس تل سړې  ساوی كښې چی كاشكی موږ مرغان وائ ، نو څومره به و خپلی مينی ته ازاد او ايله وائ . په دې به زرغونه په خندا سوه چی دا ته څرنګه خبری كوې ، ته له مينی چا راګرځولئ ئې . پائ هغه ورځ هم راغله چی هغه هلته په باغ كښی و زرغونې ته خپل ټول راز وروښووئ ، ورته وئې ژړل او پوه ئې كړه چی هغه ولی كوزده نه ورسره كوی .

 دې خبری زرغونه ډبره كړه ، هغه وچه ودرېده او د حېرانۍ طوفان داسی يوړه چی تر ډېر ساعت ئې و هغه ته په غټو سترګو كتل چی دغه می څه واورېدل ، خو بيا هغې وخندل او په شونډو ئې شونډی وركښېښولې چی ته په هر حال كښی زما ئې ، زما ګل خان ئې ، زما د زړه سر ئې ، زما د روح مينه درسره ده ، ته په څه فكر كوې ، ولی چی مينه د هر چا حق ده او مينه دې ته نه ګوری چی څوك څه دئ ، سم دئ كه سم نه دئ ، ځكه نو هر څوك د مينی حق لری او دغه حق ته هم لرې.

دا مهال په زرغونې داسی ډېری  مركې راماتی وې چی د كلی پېغلی به ورڅخه كباب كباب وې ، خپل كلئ خو لا خپل كلئ ، له شاوخوا كلو مركې لا ورته كېدې ، ولی چی هر ځائ به ددې د حسن اوازه وه او د هر ځوان به دغه ارمان وو چی دغه پرۍ زما وائ . زرغونه هم د مور وپلار يواځنئ اولاد وو ، خو مورپلار و يوچاته هم نه وركوله او نه ئې د خپلی شاه زادۍ دپاره څوك خوښېدئ ، بس په هر ځوان کښي به يو کمبوت راووت.

ګل خان چی كله موروپلار ته د كوزدې خبره وكړه ، نو د دواړو سرونه پرله وګرځېدل چی دغه هلك څه ناشودی كوی او بيا چی هغه و مورته دا هم ووئيل چی هغه او زرغونه د زړو مينه كوی او هغه ئې په هر راز خبره ده ، نو دواړه خواران د نازولی او يواځنی اولاد د ضد و مخته مات سول.  اوس چی څرنګه و زرغونې ته مركه وسوه ، نو موروپلار چی څوك به ئې نه خوښېدل ، يودم لور وركړه .

دې خبری د كلی خلګ حېران هم كړل چی ائ څرنګه دوه ښائسته سره برابر سول او خوشحاله هم چی دواړه دومره حسين دی چی بل څوك ئې وړ نه دئ . پائ د ګل خان او زرغونې واده خورا په درب سره وسو چی پوره اووه شپې ډولونه ولاړ وو ، اتڼونه وو ، دريې وې ، كلا له مېلمنو ډكه وه ، سحار وختی به پوره كلئ را مات سو ، غرمه او ماښام به پسونه حلالېدل او غوړی غوړی ډوډۍ به وې .

د واده سره سم د ګل خان پلار له كلی ښه لېری د غره په لمن كښی د زوم او ناوی دپاره د يو لوئ باغ په منځ كښی يوه نوی كلا جوړه كړه ، چېری چی ئې دواړه وركډه كړل . اوس به دوئ هلته يكړ اوسېدل او لكه مرغان د درختو په منځ كښی به ګرځېدل را ګرځېدل ، بس له هر سړی لېری وو او يو چا به هم كار نه ورباندی درلودئ . دا رنګه به هر وخت دوئ او ددوئ خندا وه .

 رښتيا خبره دا وه ګل خان او زرغونې دواړو د خوبونو په دنيا كښی ژوند كوئ  او هيڅ پرېشانی نه وه . البته د واده په اوله شپه عجبه قيصه وسوه او زرغونې وويل چي زموږ هم بدي وه ، ټول نارينه مړه سول ، دلته راکډه سوو، زه هم زرغون خان وم ، خو بيا بابک زرغونه کړمه.

    اګست دوه زره نهه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *