تاند- په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې که د رایو د تفتیش له بهیره کوم کاندید یا یې څارونکي ووتل نو پیل شوې پروسې ته به دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر، چې د عبدالله عبدالله په ټینګار یې تر انتخاباتي کمیسیون هم د انتخاباتو د بهیر په اړه زیات مسوولیت په غاړه اخیستی دی، دا دریځ د عبدالله عبدالله د ټیم له پروني خبرداري وروسته اعلان کړ.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مشرانو د سې شنبې په ورځ وویل، که تر نن /چهارشنبې/ سهاره د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو د رایو د تفتیش روان بهیر به تحریم کړي او د انتخاباتو نتیجې به ونه مني.

ملګري ملتونه وايي چې دواړو کاندیدانو بشپړ صلاحیت ورکړی او دوی ته د رایو د تفتیش روان بهیر قانوني او مشروع ښکاري خو که بیا هم کوم کاندید دا پروسه نه مني او خبرداري ورکوي دا په هغه کاندید او انتخاباتي ټیم پوري یې اړه لري.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي چې ملګروملتو د رایو د ابطال په برخه کې د دوی ټولې غوښتنې نه دي منلي ځکه د رایو د باطلولو شیوه، چې د دوشنبې په ورځ پیل شوه، دوی ته د منلو نه ده.

د دوشنبې په ورځ د ۷۲ محلونو رایې باطلې شوې او د دواړو کاندیدانو ټیمونو د هغو په اړه ملاحظې درلودې.

تېره شپه ولسمشر کرزي او دوه مرستیالانو یې په ارګ کې د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله کوربه و.

د دوی د خبرو په اړه ارګ تراوسه پوري له کلیاتو او تشریفاتي مسایلو پرته بل څه نه دي ویلي.

0 thoughts on “ملګري ملتونه وايي، که څوک بایکاټ کوي یا نه کوي د رایو د تفتیش بهیر دوام کوي”
  1. مونز دملل متحد ددي قاطعانه تصميم خخه هر كلي كوو،اي كاش مخكي له دي هم داسي تصاميم اتخاذ كري وي دومره اوزده جنجالونه به منخ ته نه راتله.
    مننه د ملل متحد داستازيتوب خخه

  2. درونودوستانواو هیوادوالو
    قسم بخدا اګثر وطنوالان په خپل رایه ورکول پیښمانه دی او په دوی کی خو داسی کس نشته چی دافغانستان دربدره خلکو ته خدمت وکړی زخو ددی مسلی حل مشکل بولم او خدای پاک دی زما نظر غلط کړی بله لاره نشته بیله یو موقتی دولت جوړول ترڅو دغه لعنتی حالت ته تغیر ورکړو
    ګل دهلمند ولایت څخه

  3. که زما هر څه منی او ما غیرمسول او واجبل احترام می ګڼی ومی ګڼه کنی زه یی نه منم.
    ایا ده هرڅه چی د سترګو په وړاندی موتیریږی دا ده یو افغانی فکر او وجدان په حضور کی دی؟ نه هیڅکله هم نه……………….
    د UN مننه خو کاش چی دا په وخت وایی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *