تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو نوي عمومي قومندان د سې شنبې په ورځ /اګست۲۶/ په داسي حال کې قومانده ترلاسه کړه چې د افغانستان د انتخاباتو د پایلو د نه څرګندېدو په وجه د دغه هیواد راتلونکې یو مخ مبهمه ده.

امریکايي جنرال جان ایف کمبل (John F. Campbell) په داسي وخت کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري له جوزیف ډنفرډ څخه واخیسته چې په دې هیواد کې د ټولو (۵ هیوادونو) نړیوالو ځواکونو شمېر ۴۴ زره دی او په راتلونکو څلورو میاشتو کې دا ځواکونه هم وځي.

جوزیف ډنفرد د ۲۰۱۳ میلادي کال په فبرورۍ کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومانده په لاس کې اخیستې وه.

ډنفرډ پرون په دې یو وار بیا وستایل شو چې ۳ لکه ۳۰ زره افغان امنیتي ځواکونو ته یې د خپل هیواد د امنیتي چارو په سپارلو کې مهم رول لوبولی دی.

جنرال کمبل، چې تر دې پخوا یې دوه ځلي په افغانستان کې خدمت کړی دی، په داسي یوه وخت کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د افغان ماموریت مسوولیت په غاړه اخلي چې نه یوازې د افغانستان راتلونکې ناڅرګنده ده بلکې په دې هیواد کې د امریکايي پوځیانو راتلونکې هم مبهمه ده.

امریکا، چې حاضردمه په افغانستان کې۳۰ زره پوځیان لري، غواړي چې ۹۸۰۰ پوځیان پرېږدي څو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي او د ترهګرو پرضد محدود عملیات جاري وساتي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دغه شمېر پوځیانو د پاتې کېدو په اړه امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه. کرزي ویلي چې که له ده وروسته غوره کېدونکي ولسمشر غوښتل کولی شي چې له امریکا سره موافقه لاسلیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *