د پنځو زونونو ترمنځ د شپږیزې تر نامه لاندې د کرکټ سیالیو لومړۍ ورځ د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو د لوبډلو له بریاوو سره پیل شوه.

لومړۍ لوبه د بندامیر ښارامانو او د سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ وه چې پچه د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د سپین غر پړانګانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سپین غر پړانګانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شبیر نوري ۵۷، نجیب ترکي ۳۳ او آفتاب عالم هم ۳۳ منډې جوړې کړې. د بند امیر ښامارانو لوبډلې توپ اچونکو له لوري امیر احمزه د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

۰ ۰د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ. له دوی څخه اصغر ستانکزي ۵۳، محمد نبي عیسی خیل ۳۵، عمران جنت ۳۶ او حضرت الله ۳۵ منډې جوړې کړې. د سپین غر پړانګانو توپ اچونکو له لوري شبیر نوري د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی اصغر ستانکزی ونومول شو چې په ولسي جرګه کې د اولس استازي امیر خان یار څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

دوهمه سیالي د مس عینک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او مس عینک اتلانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د مس عینک اتلانو لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۸۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نوروز منګل په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۶ منډې یې جوړې کړې. د بست ساتونکو لوبډلې له لوري نوین الحق د سیالې لوبډلې ۳ او شاپور ځدراڼ ۲ لوبغاړي وسوځول.

۰ ۰د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د لوبې په وروستي اوور کې یې لوبه د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره د مس عینک اتلانو پر وړاندې وبایلله. ددوی له ډلې څخه نجیب الله ځدراڼ ۶۸ او سمیع آغا ۶۵ منډې جوړې کړې. د مس عینک اتلانو لوبډلې له لوري روښان د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی نوروز منګل ونومول شو چې په ولسي جرګه کې د اولس استازي ګل پاچا مجیدي لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د شپږیزې سیالیو بریالی پیل له ډیرو لاسته راوړنو ډک وباله. نوموړي ووییل، دا ځل د شپږیزې سیالۍ له غوره کیفیت سره د ټولو تخنیکي اړخونو په اغیزمن پوښښ سره خپریږي. زموږ چمتووالي به اغیزمنې پایلې راوړې او د خدای ج په مرسته به ټولې سیالۍ په خورا بریالیتوب سره ترسره شي.

ټاکل شوې ده سبا لومړۍ لوبه د آمو نهنګانو او بندامیر ښامارانو او دوهمه لوبه د سپین غر پړانګانو او بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *