خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٦-٣
کندهار، افغانستان- د کندهار چارواکي وايي، دوى د خپل ولس په خدمت کي شپه و ورځ يوه کړې، خو بيا هم ځيني مغرضي کړۍ د دولت د بدنامولو لپاره کار کوي.
دا څرګندوني نن کندهار والي په ولايت مقام کي د امنيتي مجلس پر مهال وکړې. په امنيتي مجلس کي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر پاسوال رحمت الله اطرافي، د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال تيمورشاه خان غوري، د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د دريم سرحدي زون قومندان بريدجنرال عبدالحي اطرافي، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د لوى محبس مدير سمونوال غلام فاروق، د ژېړۍ ولسوال جمال اغا، د خاکرېز ولسوال فضل محمد غريبشاه، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړى وو.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، افغان ځواکونه د خپل ولس د ژوند ژغورلو لپاره شپه و ورځ يوه کړې ده، خو يو شمېر کړۍ غواړي چي دولت بدنامه کړي. کندهار والي د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چي يو شمېر کسان د کندهار په ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو د چلند په هکله افواهات خپروي. نوموړي د لوى محبس د زندانيانو ناروغۍ ته په اشارې وويل چي زندانيان د ناپاکو انګورو د خوړلو له امله ناروغ سوي ول، خو ځينو کسانو دې مسئلې ته سياسي بڼه ورکوله. هغه زياته کړه، يو بندي د ناپاکه انګورو د خوړلو له امله ناروغ سوى وو، چي وروسته دا ناروغي نورو بنديانو ته هم سرايت وکړ، خو دوى د عامي روغتيا په مرسته وکولاى سواى چي ژر تر ژره د دې ناروغۍ مخه ونيسي.
کندهار والي هدايت وکړ چي تر دې وروسته که په هره ولسوالۍ کي امنيتي پوسته جوړيږي، بايد له سړک څخه شاوخوا يو کيلومتر فاصله ولري، تر څو پر سړک تېرېدونکي خلک له جګړې څخه وژغورل سي. هغه زياته کړه: “موږ د قانون د تطبيق په خاطر ناست يو، موږ غواړو چي د خپلو خلکو ژوند وژغورو او د وطن د دښمنانو له ظلمه يې خلاص کړو. ځکه مو دا پرېکړه وکړه چي په راتلونکي کي که هره پوسته جوړيږي، بايد له سړک څخه فاصله ولري، تر څو که احياناً کومه شخړه رامنځته کيږي، پر سړک تېرېدونکو خلکو ته به زيان نه اوړي.”
کندهار والي داراز ټولو امنيتي ځواکونو ته وويل چي دوى بايد پخپلو کي همږغي ولري، تر څو د امنيت په تامينولو کي ټولو ونډه اخيستې وي. ښاغلي ويسا دارنګه وويل چي امنيتي ځواکونه بايد خلکو ته واقعيتونه او حقايق وړاندي کړي، تر څو خلک پر خپلو امنيتي منسوبينو باور وکړي. د والي په خبره: “کله چي زه په کابل کي وم، ډېرو کسانو د کندهار د امنيت په اړه پوښتنه راڅخه کوله، ما ورته ويل چي د کندهار امنيت تر کابل هم ښه دى. ځکه په کابل کي ډېري داسي امنيتي پېښي وسوې چي په کندهار کي نه دي رامنځته سوي. نو موږ بايد د کندهار د امنيت په تامينولو کي نوري هلي ځلي هم وکړو.”
په غونډه کي د خاکرېز او ژېړۍ ولسواليو پر يو شمېر مسايلو هم بحث وسو او لازم تدابير ونيول سول.