ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٥-٦-١٣٩٣
اعلاميه
د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون ددستګا سوځونکي دبيان د ازادۍ دښمنان دي
په بلخ ولايت کې دشمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د دستګا سوځيدل په څرګنده
دبيان پر ازادۍ او درسنيو پرفعاليت بريد دى ،خوست ولايت مقام  دبيان پر
ازادۍ دغه بريد په سختو ټکو سره غندي ،له مسوولو ارګانونو غوښتنه کوي چې
ژر تر ژره ددغه بريد عاملين ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري.
دا واقعيت ټولو ته څرګند دى چې شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون په ملي او
نړيواله کچه  دافغان ملت د هيلو ،ارمانونو ،غوښتنو او پيغامونو دخپرواي
يوه پيژندل شوې هنداره ده ،تل  ملي ګټو ،ملي موخو ،ملي ارزښتونو ،ملي
هويت او ملي وحدت ته په درناوي سره خپرونې کوي ،واقعيتونو ته يې انعکاس
ورکړى او دهېواد په ټولو سختو ،حساسو او تاريخي شرايطو کې يې دهېواد ټولو
نافذه قوانينو او دبيان ازادۍ ته په درناوي سره يې د ولس پيغام دولت  ته
رسولى او ددولت کړنې يې تر ولس پورې رسولې دي.
له بدمرغه اوس هم په دې هېواد کې ډير داسې کسان او کړۍ شته چې پر هغه
اشخاصو ،رسنيو او بنسټونو باندې له يوې او بلې لارې بريدونه کوي چې دملي
ګټو ،ارزښتونو ،هويت او اهدافو څخه په ټينګه دفاع کوي.
په بلغ ولايت کې دشمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د دستګا سوځول کيدو باندې
دخوست اداره ،مدني بنسټونه ،فرهنګي ټولنې ،خبريالان بلکې ټول ولسونه سخت
خواشيني شوي دي او شوى کار دهغه کړيو کار بولي چې دملي ګټو او ملي هويت
پالونکو رسنيو دفعاليت زغم نه لري.
زه يوځل بيا دخوست د ادارې ،خبريالانو ،فرهنګي ټولنو ،مدني بنسټونو او
ولسونو په استازيتوب دبيان پرازادۍ دغه شوى بريد په ټينګه غندم ، پر
مسوولو ادارو باندې غږ کوم چې ددغه پېښې عاملين ونيسي او مجازات يې کړي.
عبدالجبارنعيمي
دخوست ولايت والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *