سریزه
ټول اورو او ګور چې ځینې انسانان، کورنۍ، ټولنې او ان ملتونه ترنورو وروسته پاته دي او خورا ډېرې ستونزې ګالي. ځینې خلک دخپل وروسته پاته والي او ستونزو ملامتي په نورو اچوي او ځینې خو خپل تقدیر همداسې بولي.
خبره داده چې ولې ځینې خلک او دهغوي ټولنې له ستونزو ځان باسي او ځینې نور بیا هیڅ هم په لاس نه راوړي او د خلاصون لاره نه مومي. حال دا چې الله تعالی د ټولو انسانانو په فطرت کې لازمه اوحتی یوډول وړتیا ایښې ده ترڅو ورڅخه کار واخلي.
ددې لپاره چې په هکله مو دخپلو لوستونکو، هیوادوالو او په تیره د خپلو ځوانانو په منځ کې د یو ډول بحث له پیل سره مرسته کړې وي د دې مقالې لیکل مې اړین وبلل. که تاسو دوستان ورسره هم نظره یاست مهرباني وکړئ له خپلو نورو کسانو سره یې شریک کړئ. همدارنګه که د نظر اختلاف هم لرئ خپل نظر راته څرګند کړئ. ځکه زه په علم، زده کړه او کار کې په سالم بحث باندې باور لرم.
د پرمختګ لپاره په ځان کې د بدلون اړتیا
دلوی خدای (ج) ارشاد دئ: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم. ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړی ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي. ترڅو هغوی له خدایه په رښتیا ونه ویریږی، تقوا او ریښتینولي خپله نکړی، له بخل، کینې، ځان ځانۍ اوله یو بل نه زغملو ځان ونه ژغوري او د لورینې، یو پربل د ویسا لرلو چاپیریال رامنځ ته نکړی، پوهنې او ګډ کار ته وده ورنه کړي نو الله تعالی ورسره مرسته نه کوي. نو ټولنې او دهغې تولو کسانو ته اړینه ده چې که غواړي چې حالت یې دې بدل شي نو په ځانونو کې د مثبت تغیر راولي.
همدارنګه اوسني بشری او پرمختیای علوم هم بیانوی که یو قوم او ملت د خپل ځان د اصلاح او ودې لپاره تنده او تلوسه ونلری نو بهرنی څوک لکه حکومت، موسسې او پرمختیایی کارکوونکي ورسره ډیره مرسته نشی کولای. که په یو قوم، سیمه او ملت کې د ځان د بدلون احساس نه وی نو مالی اونورې سکتوري مرستې به په اوږد مهال کې ددوی په ځان بسیا کیدو هلې ځلې نه یوازې تقویه نکړي بلکه هغه به نورې هم سستې کړي او دوی به نور هم مفت خواره او لټان کړی. ځینې مرستې خو له اصله ستونزمنې وي لکه که موږ هغو کلو او سیمو ته چې په کرنه بوخت وی د کرنې د فن او پوهې پرځای خوشی غنم وروړو نوپه منځ مهاله او اوږد مهاله توګه دهغوي په کرکیلې بده اغیزه شیندي. که په یو قوم او ټولنه کې دتغیر لپاره یو څه تنده پیدا شی نو بیرونی خلک دمرستندوی په توګه کار ورسره کولای شی او ممکن د پرمختګ پروسه چټکه کړي مګر هغوی بنسټیز رول نشی لوبولای. پوهان وایی که یو قوم، ملت او یا یو سازمان د دنیا ترټولو ښه کړنلاره (ستراتیژی ) د چا په واسطه جوړه کړی خوکه په خپلو ځانونو کې د تغیر اړتیا او سوچ پیدا نه کړي په خوا شینۍ ډېر څه نه شی کولای. همدا دلیل دئ چې نن پرمختیایی پروګرامونه هڅه کوي ترڅو د پرمختګ غوښتنه په خلکو کې د ټولنیز پوهاوي په مرسته رامنځ ته کړي. پرمختیایی ټولنې او شوراګانې ورسره جوړوی او ورته په پرمختیایی کارونو لکه پلان جوړولو، د شخړو په حل، دپروګرامونو په نظارت او ارزونه کې ورسره کار کوي. که موږ ځینو قومونو او ټولنو ته ځیر شو نو راته ښه جوته کیږي چې په ټولنه کې د مثبت بدلون تنده او احساس راپیداکول، دګډو لوړو موخودرلودل، په یوبل لورینه او ګډ کارټولنې لوړو پوړیو ته رسولای شی. ګډ سوچ کول، ګډې لوړې موخې ټاکل او د لاسته راوړلو لپاره یې کارکول قومونه اوملتونه راپورته کوي او نشتوالۍ یې د هغو د نزول سبب ګرځي. اوس څه وکړوچې د بیوزلۍ خبیثه دایره ماته او خلک له بیوزلۍ څخه راووزي؟ دمثبت بدلون تنده او تلوسه په بیوزله خکلو کې څنګه راوستلای شو.
ټولنې او د هغويی ستونزې
ستونزې په هره ټولنه او ملت ورځي خوڅوک له پښو غورځوي او څوک بیا له هغو د فرصت په توګه کار اخلي، زده کړه ورڅخه کوي او پرمخ ځي. جنګونه دځینو قومونو اوملتونو د ملاتیر ماتوی، ملي، دولتي او علمی نهادونه یې شړوي، اقتصاد او سیاست یې ځپي، په داخلي ناندریو او بې اتفاقیویې اخته کوي، دوی بیا ترډېر وخته په هیڅ یوه مسئله کې په یوه خوله نشی کیدای او خپلې ستونزې پخپله نشي حل کولئ اود نورو امر او نهېې ته اړ کیږي او په دې توګه د غلامۍ کندې ته ورټیل وهل کیږي.
بل پلو ته ځینې ټولنې، ملکونه او ملتونه نو د خپل ملک هره ستره قضیه لکه شخړه، یوه ستره او مهمه تاریخي پیښه اودوره دخپلو پیژندل شوو اړوندو پوهانو په مرسته په ګډه ښه ارزوي. دوی خپلو ټولو کمیو، تیروتنو او دهغوی لاملونو ته په غور نظر اچوي او ورڅخه زده کړې په راتلونکي کې په کار اچوي. که چیرې د جاپان دخلکو ارزونې ته له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته وګورو هغوی همدغه کار کړئ دئ. داټول دقومونو او ملتونو په حالت، په هغوي کې دپوه کسانو په شتون او یا نه شتون، د هغوی په لید لوري او کلتور پورې اړه لري چې ستونزو ته له کومې زاویې ګوري.
زموږ په ټولنه کې خو اوس ددې هیڅ ډول عادت نشته چې د خپلو سترو نژدې او لیرې تاریخي دورو ارزونه وکړو، له خپلو خامیو زده کړو، تکرار یې نکړو او ښه کارونه او تجربې مولا تقویه کړو. سوال دادئ چې زموږ ملت او دولت په ټولنیزه توګه او ځینې علمی نهادونه مو ولې د دا تیرو څو لسیزو مسئلو، حوادثو، شخړواو پریکړو سیي ارزونه نکوو او ورڅخه درس نه اخلو. آیا مسلمانانوپه تیره زموږ ملت، زموږ دولت، زموږ پوهانو او څیړونکو نهادونو کله هم ددې هڅه کړې ترڅو د خپلو ناکامیو او زوال لاملونه په علمي توګه وارزوو، ويې پیژنو، ثبت یې کړو او ورڅخه زده کړو؟ یقینا دا کارپه علمي متدودنو او په ژمنتوب ندئ شوئ. نو پایله داده چې موږ هم خپلې ټولې تیرې تیروتنې په نورو اچوو او بیا بیا یې تکراروو او ناکامیږو.
ولې ځینې ټولنې اویا ملکونه خپلې ستونزي نشی حل کولای او وروسته پاته دي، په هغوی کې لوږه، ناروغۍ، شخړې، بیسوادي او فقر خور وي. مګرځینې نوربیا پرمختللی دي ، پیژندل شوي پوهان، غوره او پیاوړي نهادونه، ښه صحت، روڼ او عادلانه د حکومتولۍ سیستم او هوسا ژوند لري. همدارنګه ولې ځینو وروسته پاټه ټولنو زموږ په یاد ډېر پرمختګ وکړ او خپلې ستونزې یې لیرې کړې مګر ډېرو نورو ته کوم د خلاصون څرک نه لګي. دا ولې داسې ده؟ دا هغه سوالونه دي چې هر مفکر انسان او هغه ټولنې که غواړي له ستونزو، احتیاجه اوله غلامۍ خلاص شي باید ورته ځوابونه پیدا کړي.
پورته ستونزو او سوالونو ته دټولنو ځواب
پورته تپوسونو ته په ځواب کې ټولنې په څو برخو ویشل کیدئ شي. لمړئ، هغه خلک او ټولنې چې خپلو ستونزو ته، دهغوی لاملونو ته او دخلاصون لارو ته هیڅ پام نه کوي، یا دا موضوع له سرنوشټ او تقدیر سره تړي او ځان خلاصوي او په دې خبره بحث بې ګټې بولي. دا ډول ټولنې نو د پیل په غوږ کې بیدې وي او په دوي کې یو ناسم له تیروتنو ډک کلتور خور وي او د ناهیلۍ او بې اسرې ژوند تیروي. دآ ټولنې ترډېره وخته همداسې پاتیږي او ددوی نجات آسانه نه وي. دویم، هغه ټولنې دي چې خلک یې په خوره وره توګه هریوپه خپل اند خپل آس ځغلوي، یو بل ته غوږ نه نیسي، او دخپلې ټولنې دستونزو په هکله نظریات وړاندې کوي اوګډو پایلو او نتیجو ته نه رسیږي. په دې ټولنو کې ځان غوښتنه، خپلې ګټې پالل او یو بل نه منل ډېر قوي وي. په خواشینۍ سره ډېرې بیوزله ټولنې او ملکونه په همدې دوو لمړیو کتارونو کې راځي. په داسې ټولنو او چاپیریال کې بیسوادي او جهالت خور وي، بیوزلي او ناروغي خلک کړوي، لمړئ خو ښه کدرونه او ښه رهبران کم منځ ته راځي او که پیدا شي څوک یې په قدر نه پوهیږي او غوږ نه ورته نیسي بلکه نابودوي یې. دوی نه کوم آرمان او لرلید لري، نه کوم د بدلون احساس کوي، په اړینتوب یې نه پوهیږي او که کوم سوچ ورته پیداشي نو زر کومه سمه لاره نشي پیدا کولئ.
دریم، هغه ټولنې دي چې له ستونزو اوتیروتنو نه ناهیلي کیږي، هغه د انساني ژوند یو طبیعی اړخ بولي، د هغوپه هکله په فعاله توګه په ګډه غور او سوچ کوي، ور ته د حل ډول ډول ګډې لارې لټوي او بیا ترټولو غوره لمړيتوب غوره کوي. د دې لمړيتوب د پلي کولو لپاره ترټولو ممکنه او مناسبه کړنلاره غوره کوي. دپلي کولو په ستونزمنه لاره کې له خپلو تاریخي تیرو تیروتنو او تجربو، او هم دنورو خلکو له لاسته راوړنو او ماتو څخه درسونه زده کوي او په کار یې اچوي. دا ټولنې د زمانې په تیریدو یو ښه کلتور، لوړه وړتیا، د سمو پریکړو شونتیا او یوګډ لرلید او ګډې موخې رامنځته کوي او د خپل ژوند په ټولو شیانو کې خورا لوړو پوړیو ته رسیږي. یقینا همدا د ټولنو ترټوله ښه د عروج او لوړتیا لاره ده.
د انسان دوه بعده
که موږ د آدم علیه السلام خلقت، دهغه برتري په ملایکو او سهوو ته وګورو نو د انسان او انساني ټولني خواص له نورو موجوداتو څخه راته څرګندیږي. ملایکې په هغونمونو نه پوهیدې چې آدم علیه السلام ورباندې پوهیده او دا دهغه پوهه او لوړتیا وه. د هغه دهمدې پوهې په برکت الله تعالی ملایکو ته امر وکړ چې آدم علیه السلام ته سجده او احترام وکړي. خو همدغه آدم علیه السلام بیا سهوه وکړه او دغنم دانه یې بې د الله تعالی له امره وخوړه اوخپله سزا یې ولیده. له لمړي سره د انسانانو فطرت داسې دئ چې هم سهوه او تیروتنه کوي او هم له خپلو تیروتنو څخه زده کړه کولای شي خو که ورته ځیرشي او وغواړي. انسان کمزوري او قوت دواړه لری. خلقت یې داسې دئ چې خپل کړه وړه او خپل ژوند او کارونه سمولئ شي. هم نفسي خواهشات او غریزې لري او هم عقل، ادراک، تفکر، ارزونه او ملکوتي خواص لري. انسان هم اختیار لري چې خپله لاره له جبر او اکراه څخه پرته غوړه کړي او مسؤلیت واخلي. همدارنګه انسان سرګښه نفس، شهواني غوښتنې، شیطاني وسواس او داسې نور لري اوکه له احتیاطه کاروانخلي کیدئ شي هغه په غلطه روان کړي.
د ټولنو له ستونزو زده کړه
ټولنې له انسانانو جوړې دي کټ مټ همداسې دي چې په ټولنیزه توګه ستونزې، کمزورۍ او تیروتنې لري او باید ورڅخه زده کړه وکړي. له تهدیدونو او فرصتونو سره زیات مخ کیږي نو ورته اړینه ده چې ویې پیژني، تهدید راکم کړي او ورڅخه ځان وساتي او له فرصتونو نه په وخت او مناسبه ګټه پورته کړي. په دې ځای کې تاریخ ته خورا ډېره پاملرنه په کارده. په دې ارزونه او زده کړه کې دیوه کس او ټولنې توپیر یوازې دادئ چه یو کس یوازې اویا د یوبل چا په مرسته دا کار کوي خو ټولنه یې باید په ګډه ارزونه وکړي، په شریکه ورڅخه زده کړه وکړي او یوځای تجربې په کار واچوي. دانو همغه ښه پلان او برنامه ریزی او په پای کې یې ښه کړنلاره اختیارول دي. په دې خونن په دنیا کې د ملتونو عروج کیږي او په نه پوهیدو او نه عملي کولویې بیا نور د بدبختیو کندو ته لویږي. داکار کورنیو، ټولنو، سازمانونو، حکومتونو، دولتونو او حتی ملتونوته اړین دئ. نن ټول پرمخ تللي ټولنې، سازمانونه، دولتونه او ملتونه دا کار کوي او په اړینتوب او اهمیت یې ورځ تر بلې خلک پوهیږي.
په خواشینۍ سره زموږ په شمول په ډېرو وروسته پاته مسلمانو تولنو کې څوک پدې ډېر سر نه خوږوي او له دیني نظره یې هم دومره اړین نه بولي. خو ګورو چې د حضرت یوسف علیه السلام د وچکالۍ دستونزې ښه ارزونه او دهغه په وړاندې د ښې کړنلارې جوړول وو چې د نجات لار او بریالیتوب یې ترلاسه کړ او هم هغه د مصر عزیز شو. الله تعالی د خپل پیغمبر او مسلمانانو د زده کړې لپاره په قرآن کې ددې داستان ذکر کړئ دئ. باید دهغه فلسفې ته ځیر او ورڅخه زده کړو.
تیروتنو ته غور نظر کول، ثبتول، ورڅخه زده کړه، او سیي په کار واچول یې د هغو ملتونو کار دئ چې د تاریخ، د تاریخ په فلسفه او اهمیت ښه پوهیږي. خو ډېرې خوارې ټولنې په دې شیانو د فکر کولو فرصت نه مومي، ترډېره ورباندې نه پوهیږي او کوم اهمیت نه ورکوي. له تیرو زده کړه خو د انساناني ټولنې له څارویوڅخه یو غټ امتیاز او ښه توب دئ خو که ورڅخه کار واخلي. ستونزه داده چې دا یوه پیچلې پروسه ده، وخت اوزیرمې غواړي، خپل پیچلي شرایط لري، له لاسه وزي، ضایع کیږی او په لمړي نظر ښه نه معلومیږي.
ټولنې له انسانانو جوړې او د ټولنو د اصلاح لپاره د انسان جوړول اړین کار دئ. له همدې کبله د قرآن مضمون په اصل کې انسان او ټولنې ښه جوړول دي. که انسان جوړ شي نو تولنه جوړیږي لکه چې تاریخ شاهد دئ چه کله جاهلانو اعرابواسلام راوړ نو لوی تمدن یې منځ ته راوړ.
همدارنګه د نن زمانې د یو مشهور کتاب چې د دنیا تمدن (The World Civilization) نومیږي، په نړیوالو پوهنتونونو کې درس ورکول کیږي په قول اسلامی تمدن لمړني تمدن وو چې جهان شموله شو. اسلامي تمدن وو چې د چین، هندوستان، یونان د تمدنونو لاسته راوړنې یې راټولې کړې او خپلې علمی او بشری لاسته راوړني یې ورباندې ورزیاتې کړې او نورې نړۍ ته یې وړاندې کړې او تمدن یې جهان شموله کړ چې بیا اروپا ورڅخه ډېره ګټه واخیسته. همدغه د انساني فطرت د سهوې، له خپلو کارونو او له دنورو څخه د زده کړې او دځان د اصلاح خبره ده چې الله پاک په قرآن کې و مسلمانانو ته په شورا باندې تاکید کړئ دئ. د الله پیغمبر چې ورباندې وحیې هم کیده، اووخت په وخت به دوحیې په واسطه رهبري کیده خو له صحابوو سره مشوره او شورا یې ورباندې اړینه وګرځول. د شورا د اصل اهمیت په حقیقت کې په نن زمانه کې د ټولنو د مشارکت له اړینتوب څخه د ژوند په ټولو کارونوکې ښه څرګندیږي. همدارنګه الله پاک په قرآن شریف کې د پخوانیو قومونو او ملتونو قصص بیانوي ترڅو مسلمانان ورڅخه ګټه پورته کړي.
همدارنګه د ټولنو، ملکونو او ملتونو دپرمختګ لپاره د جغرافیايی موقعیت، د ښوځمکو، اوبو، نورو طبیعي زیرمولرل، خدمتونو او بازار ته لاسرسئ، ښه حکومتولي، د فساد نشتون او نور ټول اړین څیزونه دي. همدارنګه د ټولنو په ویښتیا کې کله کله خو ټولنیز تهدید، سیمه ایزې پیښې او بدلونونه هم په ټولنه کې خپل اثر لري او دخلکو بیدارۍ ته لاره اواروي.
پایله
تاریخ، ننۍ پوهه او تجربې راښي چې د ټولنو، قومونو او ملتونو د پرمختګ لپاره په هغوي او دهغوي په خلکو کې د تغیر او مسؤلیت احساس، له ستونزو او تیروتنو زده کړه، یو ښه لورئ لید او آرمان لرل، یو بل منل او په ګډه دیوې ښې رهبرۍ لاندې کار کول خورا مهم او بنیادي شیان دي. که کوم ملت په دې پوه شو او په کلکه یې ورته ملا وتړله نو بریا او عروج یې حتمي دئ.
زموږ ملت ته او په تیره زموږ ځوان کهول، زموږ له دولتي او نا دولتي نهادونو څخه هیله کیږي او ورته اړینه ده ترڅو په خپلو پلانونو، خپلو بحثونو او غونډو کې په دې شیانو غور او دقت وکړي. په دې هکله د لوی خدای په مرسته د خنډونو له منځه وړلو او له یو بل سره په ګډه کار ته ملا وتړي.