تاند- په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز بي کنینګم وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دواړو خواوو درغلي کړې ده.
د امریکا سفیر له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې درغلي د دواړو کاندیدانو پلویانو کړې داسي نه ده چې یوې خوا کړې وي او بلې نه وي کړې.
کنینګم په دې اړه چې څرنګه پوهېږي چې دواړو خواوو درغلي کړې ده، وویل:«موږ له مختلفو منابعو او له راز راز شواهدو پوهېږو. خو په دې نه پوهېږو چې څومره درغلي یې کړې ده. د دواړو خواوو په اړه ادعا کېږي او پرې تور دی خو زه په دې موقعیت نه یم چې په دې باب کې قضاوت وکړم.»
کنینګم دې پوښتنې ته هم ځواب ووایه چې واشنګټن د دواړو کاندیدانو ترمنځ د اختلاف پر دوام اندېښنه لري او ممکن د یوه موقت حکومت د جوړولو لپاره غیرقانوني اقدام وشي.
ده وویل:«داسي راپورونه شته او داسي خطرونه شته چې موږ یې جدي ګڼو.»
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر سي این این تلویزیون ته همداراز وویل:«موږ دا خبره خورا په زغرده کوو چې باید د افغانستان حکومت د مشروع او قانوني پروسې له لارې جوړ شي. موږ له دې ورهاخوا د غیرقانوني اقدام او له نامشروع لارو د جوړ شوي حکومت هیڅ ملاتړ نه کوو.»
تر دې پخوا نیویارک ټایمز په دې اړه راپور خپور کړی و چې په وجه یې له افغانستانه د دې ورځپاڼې خبریال د افغانستان د لویې څارنوالۍ له لوري اخراج شو.
Hello,
I think the team of abdola aodola has more corrupted than the other one. Because the most governmental officers( governers; commanders & warlords) were with him specially at the first round.!. Dr.Asraf Ghani has told that to clarify the votes at first round