نن /چهارشنبه/ د شپږیزې سیالیو په دوهمه ورځ د بندامیر ښاماران د آمو پر نهنګانو او د بوست ساتونکي د سپین غر پر پړانګانو برلاسي شول.

د هیواد پنځو زونونو ترمنځ د شپږیزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزو سیالیو په دوهمه ورځ د بندامیر ښامارانو لوبډله د آمو پر نهنګانو او د بوست ساتونکو لوبډله د سپین غر پر پړانګانو برلاسې شوه.

د لومړۍ لوبې پچه د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د آمو نهنګانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د آمو نهنګانو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د بندامیر ښامارانو ته د ۱۲۳ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې جاوید احمدي ۲۵ او عثمان غني ۲۳ منډې جوړې کړې. د بندامیر ښامارانو له لوري محمد نبي عیسی خیل، رحمت شاه او حمزه د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. ددوی له لوري اصغر ستانکزي ۵۲ او حشمت الله شهیدي ۳۹ منډې جوړې کړې.

لوبډلمشر نبي عیسی خیل د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او په ولسي جرګه کې د اولس استازي رمضان بشردوست لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

دوهمه لوبه له زړه راښکونکی پای سره د سپین غر پړانګانو او د بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر وګټله او د بوست ساتونکو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د بوست ساتونکو د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې منیر احمد ۴۷ او ناصرجمال ۳۶ منډې جوړې کړې. د سپین غر پړانګانو له لوري ظاهر د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

1سپین غر پړانګانو د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره د بوست له ساتونکو سره لوبه برابره کړه. ددوی له لوري قسیم ۴۶ او شوکت زمان ۴۳ منډې جوړې کړې. د بوست ساتونکو لخوا نوین الحق ۳ لوبغاړي وسوځول.

سیالي د برابریدو له امله غوره اوور (سوپر اوور) ته لاړه. د غوره اوور پیل د سپین غر پړانګانو لوبډلې وکړ او د بوست ساتونکو ته یې د ۲۰ منډو هدف وټاکه. د بوست ساتونکو لخوا نجیب ځدراڼ د هسکو شپږیزو پر مټ د سپین غر له پړانګانو سیالي وګټله. نجیب ځدراڼ چې د لوبې په سوپر اوور کې یې سیالي د خپلو هسکو شپږیزو پر مټ له سیالې لوبډلې وګټله، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د شپږیزې سیالۍ له زړه راښکونکي جریان څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي د غوره کیفیت له پوښښ سره د دغو سیالیو خپراوی په هیواد کې د کرکټ پراخه پرمختګ په ډګر کې یو اغیزمن ګام وباله او د کورني کرکټ په کچه فعالیتونه یې د کرکټ ځلانده راتلونکي لپاره اړین وبلل.

ټاکل شوې سبا به د مس عینک اتلانو او آمو نهنګانو، د بوست ساتونکو او بند امیر ښامارانو ترمنځ سیالي ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *