تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې د رایو د تفتیش او ابطال له پروسې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د څارونکو له وتلو وروسته ډېره هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به ژر څرګندې شي.

وروسته له دې چې د عبدالله څارونکو د رایو د باطلېدو بهیر بایکاټ کړ، ملګروملتو د اشرف غني احمدزي له څارونکو هم وغوښتل چې په دې پروسه کې ګډون ونه کړي.

اوس د یوناما، نړیوالو څارونکو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر څارنې لاندې د رایو د باطلېدو بهیر دوام لري.

په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي د خاص استازي مرستیال نیکولاس هایسم نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې له ځینو موردونو پرته د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ټولې غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مشران وايي چې د دوی غوښتنې منل شوي نه دي.

ښاغلي هایسم وویل، په هیڅ هیواد کې قانون اجازه نه ورکوي چې د یوه کاندید په خوښه د رایو د باطلېدو او تفتیش لپاره کړنلاره جوړه او وړاندیز شي. قانون اجازه نه ورکوي چې یو کاندید دې په خپله خوښه طرز العمل جوړ کړي او په حقیقت کې د انتخاباتو پروسه په خپله سلیقه پر مخ یوسي.

ده زیاته کړه، هغه ټول مسایل، چې د جولای د دوولسمې نېټې په موافقه کې پرې سلا شوې وه، د رایو د تفتیش او ابطال په کړنلاره کې ځای کړای شوي دي، یوه یا دوې مسلې چې دوی مطرح کړې، پر هغو مخکې غور شوی و او دوې مسلې یې اوس – اوس مطرح کړي چې په دې به هم غور وشي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مرستیال همداراز وویل چې ملګري ملتونه په پوره بې طرفۍ د تفتیش د بهیر د چټکولو او د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره هرراز هڅه کوي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی فاضل سانچارکي ازادي رادیو ته وویل چې ښايي د دوی څارونکي بیا د رایو د تفتیش او ابطال په پروسه کې ګډون ونه کړي.

دا د عبدالله د ټیم له لوري پنځم ځل دی چې د رایو د تفتیش له پروسې وځي.

په همدې حال کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرې لا هم دوام لري. نن هم دواړو کاندیدانو له یو بل سره ولیدل.

د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق بي بي سي ته وویل د ملي یووالي د حکومت د جوړولو لپاره د دواړو ټیمونو سیاسي خبرې دوام کوي.

خو ده وویل چې نور د رایو په تفتیش کې ګډون نه کوي او که د رایو نتیجه هر څه وه دوی به یې ونه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *