تاند- په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندوی دفتر (یوناما) وايي چې د دې هیواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تفتیش پروسه یې د یوه جګپوړي انتخاباتي سلاکار په وسیله نوره هم پیاوړې کړه.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د انتخاباتي چارو متخصص ریچارډ چمبرز ته یې، چې د بریتانیا تبعه دی، د یوه ځانګړي پړاو مسوولیت سپارلی دی.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر له خبرپاڼې سره سم، چې د چهارشنبې په ورځ یې ناوخته خپره کړه، ښاغلی چیمبرز به په کابل کې د ملګروملتو د انتخاباتي سلاکارانو له مشر ښاغلي جیف فیشر سره یو ځای کار وکړي.
د م.م. د خبرپاڼې له مخې ښاغلی چیمبرز په ځانګړي ډول د انتخاباتي جنجالونو په حل کولو کې تخصص لري.
ده تر ۲۰ په زیاتو هیوادونو کې د ملګروملتو، اروپايي اتحادیې، د انتخاباتي سیستم د نړیوال بنسټ (IFES) او په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د ټولنې (OSCE) لپاره د انتخاباتي لانجو د حل کولو د متخصص په توګه کار کړی دی.
ښاغلی چیمبرز د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي د مرستیال نیکولاس هایسم له لوري د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته رسماً وپېژندل شو.
Halim Fidai
Yesterday at 19:31 ·
I, as the eyewitness of the Afghan Election audit process, have seen some irregularities in election process, but have not seen any massive or systematic fraud. A foreign most senior official requested to declare 600,000 votes invalid, not because they are fraudulent, but only as a face saving cover for Abdullah Abdullah and EU. We will disclose the name in the right time. We strongly urge UN to complete the audit process in due time. Any further delay will lead to an uncertain future for the country and its people.