پکتيا د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري په مرکز ګردېز کې د کوزې پښتونخوا د پياوړي شاعر اسرار اتل په وياړ د غزل شپه جوړه کړې وه.

په دغه مشاعره کې د پکتيا د بېلا بېلو ولسواليو شاعرانو د ادب مينوالو برخه اخيستې وه

د مشاعرې ګډونوال د پښتو د ادب په ډګر کې د کوزې پښتونخوا له شاعرانو او ليکولانو سره دا ډول غونډې اړينې بولي او وايي چې په دې سره به د ډيورنډ ها خوا او دې خوا ادبي هڅې ګړندۍ شي.

1اسماعيل لاروی د اسرار اتل شاعرې کې د سولې پيغام ته اشاره وکړه او وويل چې شعر د ادب هغه برخه ده چې د پښتو ادب يې غني کړی دی.

د غونډې مېلمه اسرار اتل د اوښتون کلتوري ټولنې او د دې ولايت له فرهنګيانو د مننې ترڅنګ وويل، چې د پښتو ادب د غني کولو لپاره به په کوزه پښتونخوا کې هم دې ورته غونډې جوړوي.

اسرار اتل د مشاعرې ګډونوالو ته د وينا تر څنګ خپل څو نظونو هم ولوستل چې �� مينوالو له لوري ستاينه وشوه.

1دا لومړی ځل ندی چې پکتيا کې د پياوړي شاعر اسرار اتل په وياړ د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري د غزل شپه جوړيږي تر دې وړاندې هم د يادې ټولنې له لوري د پکتيا پېژندنې په نوم علمي سمينار، او بېلا بېلې ښوونيزې غونډې جوړې شوې.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *