پکتيا کې د مدني ټولنو له لوري په مزار کې د شمشاد راډيو ټلوېزون په پايه او وسايلو د نامعلومو کسانو له لوري بريد په کلکو ټکو وغندل شو.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د بېلا بېلو مدني ټولنو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې چې د اوښتون کلتوري ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه، ياد بريد د بيان په ازادي بريد وباله او د عاملينو د نيول کيدو غوښتنه يې وکړه.
پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکټر نعيم احمدزي او د اطلاعتو فرهنګ ريس محمد شفا مشفق په خپلو خبرو کې وويل، د پکتيا مدنې ټولنې د ياد بريد د غندنې په موخه راټولې شوې او په راتلوونکي کې يې د دا ډل بريدونو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
پکتيا کې مدني فعال او د ژوند راډيو ريس اصيل ځاځي او د پکتيا پريس کلب مشر احسان الله مهجور د ياد بريد د غندنې ترڅنګ وويل، يو شمير کسان غواړي ازادي رسنۍ په سياسي بهران کې داخلي کړي
دوئ له دولتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ياد بريد عملين ونيسې او د قانون منګولو ته دې يې وسپاري.
په مزار شريف کې د شمشاد نړيوال ټلوېزون پايه او نور وسايل په داسې حال کې د نامعلومو وسلوالو له لوري سوځول کيږي، چې په هېواد کې د بېلا بېلو رسنيو خبريالان په بېلا بېلو پلمو د يو شمير نا مسوولو کړيو له لوري ګواښل کيږي.