د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هلمند مدنې ټولنې ته په لس ګونو هلمند مېشتو اهل هنودو خپل شکایت وړاندي کړ، هغوی له هلمند مدنې ټولنې وغوښتل چې له دولته د مدنې ټولنې له ادرسه د هغوی د حقونو غوښتنه وکړي، د غونډي په اوږدو کې د هلمند مېشتو اهل هنودو مشرانو ښاغلي بهاک سنګ او ویساک سنګ هم خبرې وکړې،

 هغوی وویل چې ډېرې ستونزې لري، خو درې یې ډېرې جدې یادې کړې، هغوی وویل چې هلمند مېشت اهل هنود د هندوسوز د ځای د نه شتون له ستونزې سره لاس او ګریوان دي، بله ستونزه یې ورته ددولت له لورې ددوکانو د مناسب ځای د نه ورکړې ده ، دهغوی په وینا چي اسنا دپه لاس کي لري خو ښاروالي ورته ددوی حق نه ورکوي، تر ټولو اساسي ستونزه یې د محل له خلکو سره د هلمند مېشتو اهل هنودو هغه ستونزه وه چې تل یې ځوانان او ماشومان ترې زورېږي، هغوی وایې چې خلک ورته د پردیو او بهرنیانو په سترګه ګوري، هغوی له مدنې ټولنې وغوښتل چې خلکو ته د ښوونځیو، رسنیو او نورو لارو پوهاوی وکړي چې اهل هنودو ته د خپلو وطنوالو په سترګه وګوري، نه د پردو او بهرنیانو په سترګه.

1 1د غونډي پر مهال د هلمند د مدنې ټولنې رئیس ښاغلي سردار محمد همدرد خبرې وکړي، هغه د خپلو خبرو پر مهال هلمند مېشتو اهل هنودو ته ډاډ ورکړ چې تل به یې هلمند مدنې ټولنه ترڅنګ ولاړه او دهغوی د حقونو د تحفظ او مصئونیت لپاره به ږغ پورته کوي، د مدنې ټولنې رئیس له دولته په ټینګه غوښتنه وکړه چې د هلمند مېشتو اهل هنودو ستونزو ته پام وکړي او په اړه یې مناسب اقدام ترسره کړي.

دهلمند مدني ټولي ریس دهغوی سره ژمنه وکړه چي ددوی دستونزو په حل کي تر خپل وسه همکاري کوي ، او دولسي خلکو یې وغوښتل چي له دوی سره ښه چلند وکړي .

هلمندکي مدني ټولنه دخلکو دستونزو دحل یوه ښه مرجع بلل کیږي چي هره ورځ ورته دبیلابیلو سیمو او ولسوالیو څخه ګڼ شمیر کسان دخپلو ستونزو او غوښتنو په موخه راځي چي دهلمند مدني ټولنه یې د اړونده ادارو سره په ښه همغږۍ حل کوي .

هلمند مدني ټولنه په هلمند کي دخلکو دږغ اوریدو یوه تر ټولو ښه ځای بلل کیږي .

هلمندمدني ټولنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *