د تاریخ په تور کې د سپینېدو لپاره ولسمشر کرزي د خپل ویاند په ژبه د قطر دفتر هغه تیاره اړخونه روښانه کړل، چې د قطر دفتر په اړه له شته حقایقو سره په څرګندو ټکو تناقض لري.
ایمیل فیضي لیکلي و، د قطر دفتر د پرانستلو په اړه ولسمشر بارک اوباما افغان حکومت ته لیکلی ژمن لیک ورکړی و، خو بیا هم د پرانستل کېدو په ورځ ټول څه هیر شول.
دا تناقضات څو مهم پیغامونه لېږدوي: د امریکا وروستي فشارونه ټول د امنیتي تړون په اړه دي، څو په ارزانه بیه یې ترلاسه کړي، خو ولسمشر کرزی چې د فشارونو په مقابل کې همدا یوه وسیله په لاس کې لري، غواړي لوبه پخپله ګټه و څرخوي. امریکا چې د قطر دفتر هوکړه لیک ته ژمن پاتې نشو، نو د امنیتي تړون ته به څنګه پاتې شي؟
ارګ وایي، د قطر دسیسه شنډه شوه! معنی دا چې؛ د افغانستان د تجزیې دسیسه شنډه شوه، مګر د نورو دسیسو مخنیوی او مقابله به څنګه کېږي؟
د قطر د جنجال لوری هم افغان حکومت د امنیتي تړون په زور واړوه، خو اوس مهمه موضوع داده، چې کله امریکا د قطر دفتر له شوي لاسلیک څخه سرغړونه کوي، نو د امنیتي تړون په اړه هم وېره شته.
د ستراتیژیک تړون د جزیاتو په اړه خو لا هم پوره وضاحت نشته او له افغانستان سره شوې ژمنې پکې په ښکاره ټکو ماتې شوې دي.
د ګاونډیانو له مخالفت سره سره افغان حکومت د لویې جرګې په رابللو سره له امریکا سره ستراتیژیک تړون ځکه لاسلیک کړ، چې د همدغه ګاونډیانو له شره پرې امان ومومي. په ستراتیژیک تړون کې ښکاره موارد د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی او له سرحدونو دفاع پکې یاد شوي وو.
دا ټکي د ستراتیېژیک تړون تر لاسلیکېدو نږدې یو کال وروسته په څرګندو ټکو نقض شول، هغه وخت چې د پاکستان له خوا په افغان خاوره توغندي وتوغول شول او لا هم دا بهیر روان دی او د ایران له خوا په نیمروز او فراه کې سرحدي نښې ورانې شوې امریکا چوپه خوله پاتې شوه.
امریکا ددې اقدام لپاره همدا یو دلیل وړاندې کوي، تر هغو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورته اجازه ورنکړي، دوی نشي کولای د پاکستان په سرحدونو ور واړوي او یا پکې ترهګر په نښه کړي.
پوښتنه دا راپورته کېږي، چې اوس د پاکستان په قبایلي او سرحدي سیمو کې د ترهګرو په پټنځایونو پسې د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو اجازه یې له چا ترلاسه کړې؟ د اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې یې اجازه له چا ترلاسه کړې وه؟ او په افغانستان د برید لپاره یې اجازه له چا ترلاسه کړې وه؟
د ملګرو ملتونو امنیت شورا امریکا او امریکا ملګري ملتونه، مګر خبره ټوله پدې کې ده، چې امریکا د افغانستان پرسر له پاکستان سره ځینې تړونونه لري او ددې پټو تړونو په اساس امریکا کله هم د پاکستان پرضد اقدام نشي کولای.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا اوسنی استازی او له طالبانو وروسته په افغانستان کې د ملت جوړونې د کتاب لیکوال جمیز ډابینز لیکلي، هغه مهال چې امریکا په افغانستان د برید لپاره تیاری نیوه، نو ښه پوهېدل، چې د افغانستان لوی اکثریت(پښتانه) په څنډه کې پرېښودل کېږي او له دې کاره یې وېره هم درلوده، چې هسې نه یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي.
لیکوال لیکلي، له شمالي ټلوالې سره په افغانستان کې د حکومت جوړولو هڅې روانې وې، خو د ګاونډیانو او په ځانګړي ډول د پاکستان مشوره اخستل هم شرط وو.
جمیز ډابینز وړاندې وایي، مخکې تر دې چې امریکا په افغانستان برید وکړي له پاکستان سره یې مشوره وکړه او د بریدونو لپاره د کراچۍ بندر سپارل هم ددې خبرې او تړون یوه برخه کېدای شي.
له دې ټکو ښکاري، چې امریکا کله هم په پاکستان برید نشي کولای او د شوي تړونونو په اساس هر کله غواړي چې په افغانستان کې روانه وضعه جاري وساتي او پدې اساس هم خپلې او هم د پاکستان ګټې خوندي کړي.
همدغې امریکا افغان حکومت له ګاونډیانو سره په دښمنۍ واړوه، مګر نن یې په ډګر کې د یوازې پرېښودلو هڅه کوي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ځواکونو اېستل یې ښه دلیل دی، مګر دا چې افغان لوری نه غواړي تل د بل د اوږو بار وي او هر ځل د بهرنیانو په وتلو ټینګار کوي دا ټول څه د افغان ولس د خوشبینۍ جلبولو لپاره ترسره کېږي.
له نړیوالو افغان لوري ته د امنیتي چارو په لېږد سره ناټو وښوده، چې نور دا افغان پیټۍ په اوږو نشي وړی. باید یې هم یونسي، مګر پوښتنه داده، چې امریکا او متحدینو یې افغان امنیتي ځواک په هغه کچه روزلی او تجهیز کړی، چې پخپل مسوولیت سربېره د نړیوالو مسوولیت هم ترسره کړي او ورځ تر بلې په سختېدونکې جګړه کې وجنګېږي؟
د ترهګرۍ په نوم پیل شوې جګړه هماغسې په زور کې ده، ترهګر کم شوي نه، بلکې لا ډېر شوي دي، د نشه یي توکو قاچاق او کر په افغانستان کې په هماغه کچه دی او د بشري حقونو په برخه کې هم ځانګړي پرمختګونه نه تر سترګو کېږي.
ددې ټولو باوجود ولې امریکا غواړي له افغانستانه پښې سپکې کړي؟ د امریکا په کانګرېس کې او د امریکا د ولس د فشارونو سربېره د اروپا ګوډ او مات اقتصاد هغه لوی دلایل دي، چې باید امریکا افغانستان څخه عسکر وباسي.
د امریکا د ولس، افغانانو او نړیوالو متحدینو له پورتینو پوښتنو د خلاصېدو لپاره امریکا، ځکه په قطر کې طالبان سولې ته کېنوي، چې تر وتلو وروسته په افغانستان کې په یوې نسبي سولې په راوستلو پورتنۍ پوښتنې ځواب کړي.
افغان حکومت په روانه کشاله کې ساحل ته د پورې وتلو یوازینۍ لاره سوله بولي، مګر د مخالفت په اړه د ارګ د چارواکو وروستي رازونه سپړل ښیي، چې قطر یوه دسیسه وه او ښکاره دا دسیسه د افغانستان د تجزیې هغه وه.
په کابل کې یو شمېر وروستي بریدونه او په ځانګړي ډول په ولسمشرۍ ماڼۍ برید د ځینو پټو سرچینو په وینا، د سي ای آې کار وو. دا دلیل ځکه نشي ردېدلای، چې دې سیمې ته د عادي جنګیالیو رسېدل اسانه خبره نده. بله دا چې د امنیتي تړون په اړه د افغان حکومت وروستی دریځ د امریکا لپاره وارخطا کوونکی دی، نو ځکه حکومت وېروي، چې که غاړه کېنږدي، د دا ډول نورو بریدونو شونتیا هم شته.
خو د ولسمشر کرزي په راډیویي وینا سربېره له ډیویډ کیمرون سره په ګډه خبري غونډه کې پیغام قاطعانه وو، د امنیتي تړون په اړه یو ځل بیا د افغان لوري د غوښتنو منل او هغه اخطار، چې که افغان حکومت په حاشیه کې پاتې شي او یا د قطر د دفتر په شان په ورته نورو هڅو کې د افغانستان د تجزیې هڅه، تاکید او دسیسه جوړه شي، نو دا به پدې معنا وي، چې د افغانستان د اشغال هڅه کېږي او د اشغال ځواب به یو ډېر جدي عکس العمل وي.