فکر نه کوئ،چې نن میرویس اشرف په لوی لاس پیاوړي تیز بالر عبید کونړي ته په ټوله لوبه کې یو اور ورکړ؟د شپیږیزې سیالۍ په دریمه ورځ لومړۍ لوبه د میس عینک اتلانو او امو نهنګانو ترمنځ پیل شوه، د لوبې پچه لوبډلمشر میرویس اشرف وګټله؛خو د توپ وهنې بلنه یې میس عینک اتلانو ته ورکړه.

د امو نهنګانو لوبډلې له لوري د لومړي اور توپ اچونې لپاره پیاوړی تیز بالر عبید کونړی غوره شو،چې د ۹ منډو په ورکړې سره یې د میس عینک لوبډلې پرانستونکی لوبغاړی شاهد مندوزی بولډ اووټ کړ، دویم اور میرویس اشرف وکړ؛خو پر ویکټې اخیستنې بریالی نشو!

د سیالۍ دریم اور شرف الدین اشرف وکړ،چې بې له کومې منډې پای ته ورسېد، د شلو اورونو په دغې لوبه کې عبید کونړی د توپ اچونې په برخه کې بیا ونه لیدل شو؛خو نورو توپ اچوونکي بیا څو ځلي توپ اچونې ته وغوښتل شو.په ټولنیزو رسنیو کې له ډېرې مودې راهیسې د کونړ لوبغاړو په اړه ویل کیږي،چې افغان کریکټ بورډ له پوره پاملرنې غورځولي،چې تر ډېره دغه نیوکه نن د امو نهنګانو او میس عینک لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې جوته شوه،چې پیاوړي اوتیز توپ اچوونکي عبید کونړي ته یوازې او یوازې د یو اور موقع ورکول وو.د کریکټ مینه وال وایي، که ننۍ سیالۍ کې عبید کونړي ته د پوره اورونو موقع ورکړل شوی وای؛نو بې له شکه چې ښه توپ اچونه به یې نندارې ته وړاندې کړی وای. د افغان کریک انفو پانې مسوول او د کریکټ چارو یو شنونکی قسیم هلال وایي، ننۍ سیالۍ کې په لوی لاس عبید کونړی له پاتې دریو اورونو منع کړای شوی دی، هلال وايي: کونړي په خپل لومړي اور کې وښوده،چې د ښې توپ اچونې وړتیا لري؛چې په لومړي اور کې یې د میس عینک لوبغاړی شاهد مندوزی بې له منډې وسوځاوه او میس عینک لوبډله یې تر فشار لاندې راوسته؛خو د لوبې ترپایه بیا د توپ اچونې موقع ورنکړل شوه، د هلال په وینا که کونړي په دغه سیالۍ کې څلور اورونه کړي وای؛نو حتمي ده،چې ډیری لوبغاړي به یې د شاهد مندوزي په څېر سووځولي وای. د یادولو ده،چې په شپږیزه سیالۍ کې د لومړي ځل لپاره پیاوړي لوبغاړي عبید کونړي ته موقع ورکړل شوی وه،چې خپل بخت وازمایي؛خو په ننۍ سیالۍ کې یوازې د یوه اور میلمه وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *