تاند- افغانستان به د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې تر ورځې، چې د ناټو سرمشریزه پیل کېږي، نوی ولسمشر ونه لري.
راپورونه وايي چې د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو نېټه، چې په دوهم ځل د سپټمبر دوهمې ته ځنډول شوې وه، یو وار بیا ځنډول شوې او د سپټمبر لسمه ورته په پام کې نیول شوې ده.
ناټو وايي چې د دوی لپاره د بریتانیا د ویلز ایالت په سرمشریزه کې، چې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه جوړېږي، د نوي افغان ولسمشر ګډون خورا مهم و ځکه چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو پر راتلونکي رول خبرې او پرېکړې کېږي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما له یوې خبرپاڼې سره سم، په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش ولسمشر حامد کرزي ته ویلي چې د باوري او دقیق تفتیش لپاره وخت ته اړتیا ده خو له دې سره سره ممکن د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د رایو تفتیش د سپټمبر تر لسمې پوري بشپړ شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، له ټولو ضروري اقداماتو وروسته له قانون سره سم د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید هر څومره چې ممکنه وي ژر جوړ شي.
حاضردمه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش چارې د ملګروملتو تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.