نن د شپږیزې په سیالیو کې د آمو نهنګانو د مس عینک اتلانو او د بندامیر ښامارانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه
د هیواد پنځو زونونو ترمنځ د شپږیزې تر نامه لاندې د کرکټ شل اوریزو سیالیو دریمه ورځ نن د آمو نهنګانو او بندامیر ښامارانو په بریا سره پای ته ورسیده.

لومړۍ لوبه چې د مس عینک اتلانو او آمو نهنګانو ترمنځ وه، پچه یې د آمو نهنګانو لوبډلمشر وګټله او د مس عینک اتلان یې توپوهنې ته راوبلل.

1د مس عینک اتلانو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د آمو نهنګانو ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې ګلبدین نایب ۴۰ او نورعلي ځدراڼ ۲۵ منډې جوړې کړې. د آمو نهنګانو له لوري جاوید احمدي، عثمان غني او محمد مجتبی د مس عینک اتلانو یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د آمو نهنګانو ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. ددوی له ډلې جاوید احمدي ۴۴ او مجتبی ۴۸ منډې جوړې کړې. جاوید احمدي د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود له لوري یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

۱دوهمه سیالي د بست ساتونکو او بندامیر ښامارانو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وګټله او د بست ساتونکو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د بست ساتونکو له یو ښه پیل سره د لوبې په لومړیو اورونو کې چټکې منډې جوړې کړې. دوی په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د بندامیر ښامارانو ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۲ منډې جوړې کړې. د بندامیر ښامارانو لخوا رحمت شاه د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د بندامیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۵ اوور کې د دوه لومړیو توپوهونکو پر مټ بشپړ کړ چې له ډلې یې حضرت الله ۷۵ او عمران جنت ۶۲ منډې جوړې کړې. د پرله پسې دریمې سیالۍ له ګټلو سره د بندامیر ښامارانو لوبډلې د سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله.

حضرت الله د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او د المپیک ملي کمیټې رئیس فهیم هاشمي لخوا یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

۱د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د کرکټ بورډ رسنیو څانګې ته ووییل، د شپږیزې سیالۍ یو نوي پرمختیایي رنګ ته وده ورکړه چې د ملي یووالي غني ښکلا ترې راوریږي. زه د شپږیزې سیالیو بریالی جریان او د هیواد په کچه دغو سیالیو ته د خلکو لیوالتیا د کرکټ یوه روښانه راتلونکي په سترګه ګورم او باور لرم چې زموږ راتلونکی به له دغو سیالیو څخه هم د ډیرو بریالیو سیالیو شاهد وي.
ټاکل شوې سبا د بندامیر ښامارانو او مس عینک اتلانو او د آمو نهنګانو او سپین غر پړانګانو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *