تر لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته اروپا له سیاسي او ټولنیزه پلوه چې کومې ستونزې
لیدلې ددې ستونزو اغېز د اروپا په ادب هم له ورایه ښکارېده. هلته شاعري د بېکارۍ
لپاره نه کېده دا د یوه ټپي تمدن درد ناک داستان هم و. هر لور ته بېوزلي وه او همدا
بېوزلي د اروپا په نوې شاعرۍ کې هم تر سترګو کیږي . انګلستان د اروپا له نورو
هېوادونو لږ څه زوړپاله هېواد دۍ. نوي خوځښتونه دلته لږ څه ناوخته رارسیږي خو په
دې کې بیا هیڅ شک نشته چې دا خوځښتونه چې دلته راځي نو په انګلیسي شاعرۍ ګې
په ډېرو نوو، ښکلو رنګونو کې ځلیږي ، چې بیا د شهکار په بڼه راڅرګندیږي .
له لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته جګړې وروسته د مختلفو شاعرانو پر شاعرۍ یو
خفګان خور دی. خو دا زیاتره شعوري دي چې تر جګړې وروستي مشهور شاعران
مسټر جان مینسفیلډ ، رابرټ برجس دي چې دوی په انګریزي شاعرۍ کې زوړپال
شاعران هم ګڼل کېږي .
د انګلستان شاعر ډبلیو – بي – ییټس له یوه نوي پیغام سره راغۍ، خو دده دا پیغام د
خپل مورني ټاټوبي ایرستان لپاره و، دده الفاظ او خیال ګونګ و، دده په شاعرۍ کې نه
درد ، نه احساسات وو.
له نظم څخه مخکې د نهیلۍ او خپګان څپې پر نثر هم خپرې وې، چې د دریو لیکوالو
په ناولونو کې د اروپا درد ناکه داستان ، د شتمنۍ د غوړېدلو لاملونه دي .
ناول او کیسه لیکوال جایس، الډوس هکسلې او ډي – اېچ – لارنس وو .
خو په انګریزي شاعرۍ کې ددې خوځښت روح ته ښاغلي ایلیټ ( دده شهکار نمومې له
امله) او دده ملګرۍ ښاغلی اېزرا پاونډ سا ورکوي او لا یې غني کوي .
ښاغلي ایلیټ د نوې انګریزۍ شاعرۍ پېل وکړ؛ خو ددې شاعرۍ بنسټګر نه شو ، دۍ
ډېر ژر له دې بندیزونو تنګ شو ، او د مذهب په لور روان شو . هغه شعر چې په
وروستو پاڼو کې به یې ترجمعه وګوری ، له هر اړخه د شلمې پېړۍ د انګریزي
شاعرۍ بهترینه نمونه ده . دا دهغه د غیر عادي ذهني اضطراب پاېله ده، ده غوښتل
چې ددې نړۍ د شور او تباهۍ ننداره وکړي ، پرې پوه شي او د هغې د حل لپاره لاره
پېدا کړي.
د هغه په ذهن کې یو کشمکش و، چې له چا سره شي ؟ د مخکینۍ نړۍ مخکیني اصول
غوره کړي او که له نوې خوځښتونو سره یوځای شي ؟ ده کټ مټ داسې حالت درلود
لکه د انګلستان ملک الشعرا ویلیم ورډز ورټ درلود او بیا یې یوه طبیعي مذهب ته
پناه یوړه . همدغه شان له شوره بېزاره ایلیټ عیسایي مذهب ته پناه یوړه.
کنډواله تر دې اعتراف مخکې لیکل شوۍ نظم دۍ او دا د غیر عادي ذهني کشمکش
یو انځور و، چې د شلمې پېړۍ د ذهني کشمکش انعکاس پکې لیدل کیږي .
په دې ځای کې د ښاغلي جان اسټریچي یوه وینا را اخیستل پکار ده :
( په دې کې هیڅ شک نشته چې په وروستیو څو کلونو کې د شاعرانو یوه نوې ډله
راپاڅېدلې . دا ډله دې سره چې په انګلیسي ادبیاتو کې پوره تحصیل لري او اغېز یې
ترې اخیستۍ تر اوسه چې په انګلستان کې څومره شاعران زېږېدلي له ټولو حده مختلف
دي .
د شاعرۍ بخواني اصول مني ، چې بکې تر ټولو فوره د ټي اس ایلیټ (کنډواله) نظم دۍ
، چې د یوه حساس طبیعت لپاره د ټولنې د زوال پر وړاندې د غبرګون بریالۍ نمونه ده).
دا په ۱۹۲۲ ع کې نشر شوۍ او په همدې وختونو کې لیکل شوې هم وه . کله چې تر
نړیوال جنګ وروسته په اروپا کې پانګوالي له سختو پړاوونو تېرېده ، کنډواله د نوي
دورمهم انګریزي نظم دی. په دې نظم کې د ژوند پخوانۍ بشپړ طرز ( چې یو وخت دود
و) او د وېرې کیفیت یې په ډېر وضاحت سره پکې وړاندې شوۍ. له دې سرېزې ، او
د نظم د شا لید تر پوهېدو وروسته اړینه ده چې ددې نظم د ویرې په اړه یو څه ولیکل شي .
ددې نظم طرز د نوې اروپایي شاعرۍ طرز دۍ، ددې طرز تر ټولو لویه موخه داده چې
د ادب او ژوند ، خیال او حقیقت تر منځ دې پرده نه وي .
شا��ر دې په ساده الفاظو کې د ژوند انځور هم اوباسي او تر څنګ یې د تکلف پرته هغه
خیالات هم وړاندې کړي چې په زړه کې یې را يې را پیدا کیږي .
ځکه چې د ژوند په مطالعه کې شاعر ته ډېر څه د اهمیت وړ دي . شاعر ژوند ته بېل
رنګ ورکوي او ورته ګوري ، شاعر تش ګوري نه بلکې محسوسوي یې هم، تر اوسه
د شاعرۍ اصول دا وو چې نظر او احساس دې بېل بېل وساتل شي ؛ خو نوې شاعري
بیا ددۍ اصولو مخالفه ده . نظر او احساس دواړه سره تړل شوي دي او دا دواړه یوځای
ژوند ته ګوري او یوځای یې بیا احساسوي نو دا اړینه ده چې د نظر او احساس تر منځ
چې کومه پرده ده، هغه دې لرې شي.
شاعر چې څه ویني او څه احساسوي پرته له ترتیب او توضیح نه هغه بیانوي . دا خو
د نوې اروپایي شاعرۍ عام دود و چې په ځینو کړیو کې مثلا د فرانسې د surrealist
د پوړ تر تله رسېدلې وې، د ښاغلي ایلیټ په مرسته دا طرز ځانګړې بڼه خپلوي . دده د
تخیل اکثره مثالونه د Symbolism له مراحلو تیریږي او ژوند ته د ((مثالونو)) په څېر
ګوري ، فکر کړي او وړاندې کوي یې. او ددې میلان لانل هم تر ډېره د هغه پراخه
مطالعه وه. د هغه نظم یوه بشپړه ((نمونه)) ده چې له څو وړو وړو مثالونو څخه رغول
شوې ده.
تر ټولو لومړۍ خو دا چې د نظم ((نمونه والي)) دارومدار د مېرمن ویټسن پرکتاب
(from Ritual to Romance) دی.
ددې نظم په رغولو کې چې دوېیم کتاب لاس لري هغه د ښاغلي جیمز فریزر کتاب
Golden Bough دی. په دې دواړو کتابونو کې بحث په دې دی چې په پخوا زمانو
کې به پخوانیو خلکو داسې عقیده درلوده چې په ژمي کې د لمر تودوخه کمیږي او په
ګرمی کې د تودوخې د زیاتوالي له امله دلمر ځلا د اهمیت وړ و.
به پخوانیو اسطورو کې د څو کیسو دارومدار په هندې تخیل باندې دی چې په یخنۍ کې
لمر کمزوره کیږي او ځمکه د مړي په څېر شي په ګرمی کې بیا لمر تېزیږي او په نړۍ
کې ژوند بیرته پیلږي .
د مېرمن ویټسن نظر دا و چې د ژوند او قیانت ګروهه په همدې پخوانۍ ګروهه ولاړه ده
د مصر پخوانیو خلکو به د (لمر خدای) پرمړینې د نوي ژوند مېله نیوله . همدا تخیل بیا
په عیسوي مذهب کې د مرګ او قیامت د ګروهې په بڼه راڅرګندیږي . مسلمانان د
قیامت په ورځ د لمر پر تودوخه او په بیا ژوندي کېدو عقیده لري .
دا ګروهه په پخوانیو اسطورو کې پیدا شوې او بیا د بهودیت او عیسایت تر منزلو
رسېدلې. د ښاغلي ایلیټ نظم ((په ثور کې)) ( د ګرمۍ په پېلیدو) پیلیږي.
د ژمي موسم ( لمړۍ جنګ) خلاص شوۍ ، نړۍ له قیانته تیرېده ، د ثور میاشت ده خو
د قیامت ژوند د مړو ژوند دی هر لور ته د زوال ننداره ده . تر دې وروسته د نظم
مختلفې برخې د ژوند نوی طرز ، او د توي تمدن بېلابېلې مختلفې دردوونکې اغېزناکې
نندارې وړاندې کوي . په وروستۍ برخه کې د شاعر زړه ارامیږي ، ژمۍ خلاص شوۍ
که څه هم د ژوند له هر اړخه ولاړ دۍ ، خو ارامښت ډاډ څه نا څه پیدا کیږي . دا ړیل
ډېر سخت دي ، چې ارامښت نه د ایلیټ نراد څه دۍ؟ زیاتره شناند وایي چې شاعر د
ژوند له وېروونکي کیفیته خفه شي ، نو مذهب ته بناه وړي ، خو زیاتره خلک بیا وایي :
چې له ارامښته یې مراد یو مرموز امید دۍ . اوس به د نظم په مختلفو برخو یو سرسري
نظر واچوو چې په پوره نظم پوه شو ؛ خو مخکې باید په دې ټکو پوه شو :
۱ – شهر د ( د وړي له راتګ) او د ژمي له احساسه پېلیږي وروسته له هغه د یوې
اشرافیه کورنۍ ښځه د لومړۍ نړیړالې جګړې له امله تباه کیږي او د خپل ظالم ژوندانه
داستان اوروي . وروسته د اروپا په روان تباه شوي حالت فږیږي ، دا د قیامت نښه ده
که د لمر له تودوخې سیورۍ پیدا کیږي نو هغه هم د سره غره تر لاندې . د شاعر به
غاړه کې د جوش او جنون ساوې پیدا ګیږي هغه فواړي چې رهبري وکړي خو نه یې
شي کولای، تر دې چې د واګ نر یوه نغمه هم بولي . وروسته له هغه د هایا منت د
جلۍ کیسې ته اشاره کړې او پّ یړه نات احساس باندې پای ته رسي .
وروسته بیا یوه عصري مېرمن مادام سوسوسترس د نظم په پرده راښکاره کیږي . چې
د خلکو فال ګوري او په هغوی کې یو کس (فونیثي ماڼو) په نامه بیا بیا ذکر کیږي . هغه
فونیقي ماڼو ( د اوس زمانې سوداګر) د لاهو کیدو وړاندوېنه کړې وه.
همدا سوداګر بیا د نظم په درېیمه برخه جې د ښاغلي یو جي في ډس سوداګر په بڼه
راپیدا کیږي او شاعر ته د مېلمستیا بلنه ورکوي . په څلورمه برخه کې بیا د همدې
سوداګر (فلساس فونیقي ) په لاهو کیدو د عبرت خبرې کوي . د مادام سوسوسترس
وړاندوینې وروسته شاعر د لندن د یوې غونډې حال بیانوي ، چې دی له خپل یوه ملګري
چې پخپل باغ کې یو مړی ښخ کړی و سره پکې ویني . شاعر له هغه پوښتي چې په
مړي تر اوسه څه شنه شوي که نه؟ د همدغې معما ظاهرا حل همدلته ښکاري چې څښتن
د خپل مزدور مړی په ځمکه کې ښخ کړی او دده هیله وه چې یه دې مړي نه به ونه
راووځي او دی به بیا د هغې میوې خوري ، دلته د نظم لومړی برخه ختمیږي.د نظم د
دویمې برخې سرلیک (( د شطرنج لوبه )) ده ، دا برخه د نوي ژوند دوه مختلفې او
متضادې مناظرې وړاندې کوي .
په لومړی برخه کې د یوې بډایې کورنۍ او د هغې ددوستانو داستان په داسې توګه
راڅرګندیږي . وروسته بیا شاعر د نیم سړي او نیمې ښځې ټایرسیس په بڼه یوه ټاپسته
نجلی او د هغه د مطلبي مین د مینتوب صحنه وړاندې کوي . بیا شاعر د ټیمز د نجونو
نغمه اوروي ، دا نغمه په اصل کې د شاعر په تخیل کې د درېیو ښځو داستانونه دي چې
په بیړۍ کې د سین سېل کوي . شاعر د مینتوب او شهوت نه پناه غواړي . په څلورمه
برخه کې یو جي پي ډس یا یو سترګۍ سوداګر یا هم د لاهو شوي فنیقي بیړۍ وان صحنه
وړاندې کړې ده . دا لاهو کېدل په اصل کې د نوي تمدن پیسه دارۍ او سوداګرۍ لاهو
کېدل دي.د پنځمې برخې بیل د تباهۍ او بربادۍ په صحنې پیلیږي او داسې ښکاري چې
قیامت پیلیږي . شاعر په داسې ځای کې دی شاوخوا غرونه دي هیڅ اوبه نشته .
هر لور ته مرګ دی هیچرته د ژوند حقیقي اثار نه تر سترګو کیږي . وروسته له هغه
په یوه وړه ټوټه کې شاعر د لویدیځ قطب د یوې سیاحې ډلې کیسه مستعاروي چې د یخ
او سفر زحمت نه د مسافر قوت له منځه ځي چې حتی هوس له لاسه ورکوي یو کس به
ورته دوه کسه ښکارېدل او دی به حیران و چې دا دویم کس څوک شو؟ د ختیځې اروپا
هېوادونه وروسته له لوی جنګ نه بلکل تباه شوي و . وروسته بیا شاعر د غره د او اوبو
تلمیح ته راګرځي . تورې تورې وریځې وړاندې وروسته راغلې او باران وورید . دا
یعنې د قیامت نه پس د مړو راژوندي کېدل دي . د اوبو سره د ګړمبېدو د غږ سره درې
سانسکریت الفاظ هم اورېدل کیږي .
دت (لید لوری) ، دمیت همدردي وکړه یا هم حوصله وکړه ، دا هغه سانسکریتي الفاظ
دﺉ چې شاعر د تلمیح په توګه کارولي . تر اوسه شاعر پع دې نوي ژوند باور نلري
ځکه دده فکر پریشانه دی خو د مجبورۍ په اساس دی دې نوي ژوند ته پناه وړي .
دا ددې نظم یو لنډ نچوړ و.
د ټي اس ایلیټ مشهوره نظم د جي الفرډ پروفراک د مینې نغمه داسې پیلیږي :
راځه چې لاړ شو دواړه
کله چې د ماښام تیاره خپره شي لکه لو ناروغ چې له بستره پاڅي …..
ایلیټ له مابعد الطبیعاتي شاعرانو څخه اغېز من دی . هره زمانه یو فلسفي لري ، ددې
دور مایوسي او بې زاري پرته ده، که د ایلیټ اتل پروفراک دی یا د هکسلې سپتډرېل
وي دواړه یو شان دي . هر څه یې د لاسه ورکړي او دومره امید هم نه لري چې دوی
دې دا هر څه بیرته لاس ته راوړي .
د ایلیټ د فکر ، هنر بنسټي توکي څه دي ؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره تاسې ته زه د پیل
هغه الفاظ دریادوم چې د ایلیټ شاعري ورو ورو د نړۍ شاعري شوه.
په اصل کې د نوي دور تر ټولو لویه غمیزه داده چې د دوی استازی شاعر سکون پیدا
نشو کړای او له وړتیا سره سره د سکون داسې ځای ته ونه رسېد چې انسان ته پرې
باوړ ورکړي . د مینې ، جرم او سزا نه نیولې تر سر ښندنې ، د ارادې نه د هغې تر
پوره کېدو پورې، او په ژوند کې د یوه پیچلي معنویت هغه تاثر چې د شکسپیر
لوستونکو ته پیدا ګیږي د ایلیټ لوستونکي یې نه شي پیدا کولی.
………………. فکر وکړه چې نه په ډار کې او نه په زړورتیا کې پاتې کیږو
ما د اورېدو قوه د لاسه ورکړې
د غږېدو ، دلیدو …….. هم له لاسه ورکړې .
اوس تاته رسېدلو لپاره زه له هغو څنګه کار واخلم؟
پخپله ایلیټ ددې خبرې اعتراف کړي چې: ویروونکي ، خړ منافق ته په غور ګوره
او د هغه په اړه فکر وکړه . له یوې خوا ته د (( تاریخي احساس)) له وچې د ایلیټ ذهن
له فردي ذهن نه ټولنیز ذهن کیږي . دا ټولنیز ذهن هغه ذهن دی چې بدلیږي را بدلیږي .
دا بدلون یو پرمختګ دی ، چې هیڅ هم نه پریږدي . او دا ټولنیز ذهن د شاعر له
شخصي ذهنه ډېر مهمه دی. د هغه ضروري غوښتنه دا ده چې شاعر ته پکار ده د
ماضي احساس ترلاسه کړي ، او دا احساس بیا په خپل ژوند کې وغوړوي او پرمختللی
یې کړي . د ماضي له دې سخت احساسه د حال شدید تر احساس او تجربه پیدا شي خو
د حال په دې احساس کې به د نفې اړخ پر اثبات باندې غالبیږي . (( په داسې ذهني
حالت کې به توبه وکړم)) ځکه د قیامت ورځ رانږدې ده . دا د حیرانتیا خبره نده چې د
هغه په دور کې په ریښتیا سره هر لور ته انسان د مرګ سره لاس او ګرېوان دی.
ټي اس ایلیټ د شلمې پیړی په انګلیسي ادبیاتو کې د شعري بغاوت مهم شاعر دی. چې
دده اوږده نظمونه لکه: د جي الفرډ پروفراک د مینې نغمه ( ۱۹۱۷ع) او کنډواله
(۱۸۲۲ ع) یې ښې بېلګې دي . دا نظمونه د ۱۹۱۷ ع او ۱۹۲۲ ع په کلو کې لیکل
شوي ، کله چې د اروپا اشرافي نظام د ازمیښت له سختو شېبو تیرېده . بل خوا که ایلیټ
ته د شاعر په توګه وګوری نو ویلی شو چې د کنډوالې له پوره کېدو وروسته دده په
طبیعت د جذبې او هیلې د پیدا کېدو له امله یا د نامعلومو لاملونو له کبله رومن کاتولیک
شو. تر څو چې د ایلیټ کره کتنیز افکار ونه لوستل شي ، نه به د شلمې پیړی د شعري
بغاوت په مانا او نه به د ایلیټ په نظمونو ، او نه به یې په مذهبي شاعری په تېره پر
(مبارکه چهارشنبه) او (څلور څلوریځې ) سر خلاص شي؛ نو په یاد مو وي چې د ایلیټ
په زمانه کې د اخلاقو برابری نه و. که وګورو نو دا معلومیږي ، چې ایلیټ جارجیسن،
وکټوریسن او روماني شاعران رد کړل مطلب پخوانی چوکاټ یې مات کړه، دا هغه
وخت و چې ده ته نوې کلاسیکه ، او د الزابت د دورې زیاتره شاعران د منلو وړ و او
هغه چې ده منل، د هغوی د شاعری ستاینه په راتلونکې کې دده لپاره یوه ننګونه هم
کېدای شوای؛ خو ده له ډېر احتیاط سره داسې وکړل چې پخپله هنري شاعری کې یې
تر لومړی نړیوالې جګړې وروسته نړیواله فکري او اخلاقي شاعري په بري سره
راغونډه کړه.
د ایلیټ اوږده شهکار نظمونه (د پروفراک د مینې نغمه) او (کنډواله) ددې کول
ژړوونکي انځورونه دي، ځکه چې په لومړی نړیواله جګړه کې ډېر ګلابونه ورژېدل، د
ایلیټ ددې شعرونو ځانګړې موضوع هم د نړېوالې جګړې د ډاروونکو نفسي خواهشاتو
وحشت دی. په هغو نویو ، نالیدلیو احساساتو او د نفسي کیفیتونو وړاندې کولو لپاره
ایلیټ یوه لاره غوره کړه، لکه په کنډواله کې د ګوتم بد ( د بد د دین بنسټګر) افکار،
مقدس انجیل ، کلاسیکې کیسې ، او د ډرامو په پیوندولو سره یې داسې لاره غوره کړه
چې له ده مخکې واګنر، (جرمني ) ، شکسپییر ، مېډلټن ، ویبسټر، ګولډ سمټ او کډ (
بریتانیا) هم نه وه غوره کړې.
دا خبره باید واضح شي چې د کنډوالې تر چاپېدو مخکې ایلیټ دا شعر اېزرا پاونډ ته
ښودلې او هغه ښې مشورې هم ورکړې وې ، ددې تر څنګ سې اوږدې منظرې او د
دانتې د جهنم په اړه اوږد اقتباس ورزیات کړ. ددې لپاره چې د rape of rock اثر
اغېز تر دې کم شي ، ځینې برخې یې ترې لرې کړې نو ددې شعر هنرتوب یې ډېر
کړی.
د کنډوالې (The Wasle land) په پیل کې د یوې لیتونیایي نجلۍ د یادونو یوه لړۍ
پیلیږي . هغه د خپل تره زوی سره چکر ته لاړه شي ، هغې ته دا په یاد شي چې هغوی
د ارچ ډیوک کره مېلمانه وو.
په ونو کې ځالې، د باران سېل، په موټر کې د تره د زوی سره په ډار تلل…….
همدغه شان د جي الفرډ پروفراک د ( مینې نغمه) په شعر کې مرکزي کرکټر د هنرمندې
اروپا اتل دی چې د ایملټ د اتل په څېر یې روحه او بې عمله و. د ایلیټ یو بل مهم شعر
د یوې مېرمنې انځور یا Portrait of a lady )) دی چې مرکزي کرکټر یې د نفس
کیفیات دي . که وګورو ؛ نو د ایلیټ په شعرونو کې خیال نشته خو څه نا څه ماتې پاتې
پټې اشارې دي چې د مخ په زول فرانسوي پوهانو د بیا ستنېدو سره یې د ایلیټ د
شاعرۍ شعري شعور لا پرې اوچت شوۍ.
ټي اس ایلیټ ته الماني شاعر دانتې ډېر ګران و او له رومي شاعرانو یې کرکه لرله،
هغه د جان ډرایډن او پاپ ستاینه هم کړې او د جان ملټن پړ، او د جان ډن او نورو
مابعد الطبیعاتي شاعرانو پیرو دی.
چې پکې د بودلییر او جیمز ډېره ستاینه کوي خو په ټامس هار ډي ډي ایچ لارنس او
جارج باندې سخته نیوکه کړي . ډبلیو ډي ایچ دې ټولو ته په کتو سره وایي :
؛؛ هغه د تندې او وېرې د لمنځه وړو لپاره ښه لاره غوره کړه؛؛ . له دې پرته د ایلیټ د
خیال موده مهمه ده ، ایلیټ دا معلومه وه چې وخت ډېر چټک راځي او تېرېږي . او په
تیرېدو سره هر څه له منځه وړي خو بیا هم روان وي. په دې اړو دوړ کې چې پاتې
کیږي هغه یادونه دي . د ایلیټ په اند د خیال سرچسنه پخپله انسان دی. یعنې ایلیټ الهام
مني . یا په بله وینا یواځې انسان د وخت په چینه نه وي ناست بلکې وخت هم د انسان په
وجود کې روان وي. نو په دې اساس د ایلی/ت د هېګل ، کارل مارکس، نچي او اسپنګلر
نظریات رد کړل.
ایلیټ داوبو له استعارې نه په اصل کې مراد وخت دی او د رنګونو لیندۍ د بېلابېلو
زمانو نه نمایندګي کړې. د ژمي (جنګ) شدید موسم د ایلیټ فکري بغاوت تړي . د ایلیټ
په شاعرۍ کې د نهیلۍ پر مرام سر بېره د ښکلا، خېر او مینې ټکي هم ښکاري او په
چټکۍ سره د وخت تېرېدل ، مرتبه او پوهه یې منشا او انتها دي .
بل پلو د ایلیټ لنډ شعر لکه: منظرنامې (Land scape) ، سویني د بلبلو تر منځ
(sweeny,among the nightingates) ، د بوسټون د ماښام خبرتیا
( Boston evening transcript) او داسې نور…………
په پورتنیو شعرونو کې ځلبل ، پړق، بې زاري او طنز هم لیدل کېږي ، چې بحث پکې
اخلاق دی. د منظرنامې شعر اساس د وړکتوب ، معصومیت او ورانۍ دی. دا شعر د
بدویي او تصوف په اړه دی . سویني د بلبلو تر منځ د نظم اساس د ستورو پېژندنې علم
دی. د ایلیټ مذهبي شاعري له یوه پلوه تاریخي دایره ماتوي ، له بل پلوه د تاریخي
شعور په وړاندې د فطري مبارزې (vision) طریقه هم بیانوي .
چې لاندني شعرونه یې ښه بېلګه ده.
۱ – مبارکه چهارشنبه Ash Wednesday (۱۹۳۰ ع)
۲ – د پارسایانو سفر Journey of the magi
۳ – ایني میلا Animula
۴ – میرینا Marina
۵ – د دوو لویو تیګو ثنا Two choruses from the rock
۶ – کوریولن Coriolan
۷ – منظرنامې Land scape
۸ – د یوې توپاني شپې ستاینه The Preludes
۹ – د خزان پاڼه Gerontion
۱۰ – څلور څلوریځې Four quartets (۴۲-۱۹۳۶ ع)
مبارکه چهار شنبه یوه دعایه ده ، د همدې شعر نه ایلیټ د رومن کاتولیک افکار هم
څرګندیږي . د پارسایانو سفر بیا د عربو سیمو په تېره د فلسطین په اړه دی. په نوموړي
شعر کې شاعر عین د عیسی له زمانې نه تر اوسه پورې په مذهبي افکارو خبرې کړې
دي .
په ایني میلا نظم کې هم همدا موضوع ده . د میرینا د شعر اساس د هندو مت فلسفه او
هندي ساري دي . دا شعر په ډېر حرص باندې یو طنز دی. په دې شعر کې د ایلیټ د
تصور، خوب او خیال او یادونو تشبیه د پام وړ ده . د دوو لویو تیږو ثنا د شعر له عنوان
نه ښکاري چې دا د منظومې ډرامې The rock د دعایې مختلفې برخې دي .
د منظرنامې نظم د بدوايي او تصوف په اړه لیکل شوی. توپاني شپه The preludes په
شعر کې په هندواله کې د تناسخ فکر، د هغه د یادونو لړۍ او د وخت توپاني چینې د پام
وړ دي . خو د خزان پاڼه Gerontion ۱۹۱۸ نه تر ۱۹۲۵ ع تر منځ لیکل شوې، په
دې نظم کې هم نوموړي د خدای نه توفیق غوښتی او په پای کې د ایلیټ هغه اوږد شعر
چې د مذهبي شاعری په اړه دی تر ټولو وتلۍ شعر دۍ.
څلور څلوریځې دا شعر په څلورو برخو کې دی.
۱ – Burnt Norton ( ۱۹۳۶ ع )
۲ – East Coker ( ۱۹۴۰ ع )
۳ – The dry salvagas (۱۹۴۱ ع )
۴ – Little Gidding ( ۱۹۴۲ ع )
په څلور څلوریځې کې خو ایلیټ د خدای نه د توفیق غوښتنه کړې، خو په پورته شعرونو
کې یې په بېله بڼه توفیق غوښتی، په داسې بڼه چې نه په خزان پاڼه نه په د دوو لویو تیږو
ثنا او نه په مبارکه چهارشنبه کې لیدل کیږي . شاید یو لامل یې دا وي چې دا شعر نه د
ماضي او نه د حال په دۍ ایلیټ په دې شعر کې د کرشن مهراج په اړه خبرې کړې او
ویلې یې دي راتلونکی د یوې بې خونده سندرې په څېر دی، د هغو خلکو لپاره چې هیله
من وي ددې شعر دویمه خبره داده چې ایلیټ د وخت د تصور نه مراد هغه تصور نه دی
چې په نورو نظمونو کې لیدل کیږي ، یعنې د وخت مستقیم تصور په دې شعر کې نه
ښکاري . کخ څلور څلوریځې په غور سره وکتل شي نو دا جوتیږي چې د دوو زمانو تر
منځ د وخت کړۍ یو په بل پورې اړه نلري . نو د یوې زمانې په خلاصېدو سره رومي
زمانې ته ریېدل نا ممکن دي .
دلته ددې خبرې یادونه ضروري ده چې د ایلیټ ځینې اوږده شعرونه لکه : د
څلورڅلوریځې لومړی برخه Burnt Norton ۱۹۳۶ ع ، The hallow man او
مبارکه چهارشنبه Ash Wednesday ۱۹۳۰ ع شعرونه د ایلیټ د منظومو ډرامو د
پاتې ټوټو پاتې برخې دي . لکه : د Burnt Norton لمړی کرښې د منظومې ډرامې
Murder in the Cathedral (په کلیسا کې قتل) د زېب او زینت زیږنده ده .
د ده په لومړنیو نظنونو کې د ییټس منفي نظر لیدل کیږي ، خو ورو ورو د ده په شاعری
کې یو عجیبه احساس چې څه دردناکه غوندې او څه نا څه د یوه نامراده زاړه د هوس په
څېر چې هم د رحم وړ او هم د نفرین وړ وي دده په شاعری کې د مرغی په شان
چڼیږي . ایلیټ د راز او روحانیت پرستی په لور روان شو، او خپل نفس یې ددې نړی
له جادویي رازونو څخه هلته چېرته چې د ستورو یا د سپوږمی یو روښانه ګنبد دی، او د
انسان تنګ فکري او ګږ لاري مینځي یو وړ. ایلیټ هیڅکله د ییټس په څېر سختې ،
تندې ، او بې رحمه کلمې ندي استعمال کړې شاید دده طبع هغسې نه وه . خو دده لومړی
مهمه نظم د پروفراک د مینې نغمه په جنسي فعل او د هغه د سر ته رسېدو وروسته د
پېدا شوي نفرت د احساس په لور اشاره کړي
اونهه! دا مه پوښته چې پوښتنه څه ده؟
راځه چې ځو
چیرته چې مو تګ دی هلته به لاړ شو
په پورتني شعر او دده په ځینو نورو اشعارو کې د لافورګ اغېز له ورایه ښکاري خو دا
لهجه او طرز یواځې د لافورګ او ډن ندي ، سنجیده، طنزیه، مزاحیه او په تندو لهجو
سره سره ساده کلمې ، ځای ځای ښکلې حیرانوونکې استعارې یا تصویرونه او ورپسې
ناڅاپه یو چیت او بې رنګه شانتې د حقیقت اظهار دا ټول هغه څه دي چې ایلیټ په یوې
داسې لهجه کې راغونډ کړي چې په رنګارنګ رنګونو کې بریښي . خو په اصل کې دا
ایلیټ خپله لهجه ده . د پروفراک د مینې نغمه د ځینو کره کتونکو به اند د جنسي هوس
په اړه یوه نغمه ده. د هغوی په اند پروفراک چې د نوي انسان استازی دی چې شاید په
فزیکي لحاظ یو سړی وي خو په ذهني لحاظ اصلا د کم زوره او نامرده احساس ښکار
شوی دی ، چې د نظم پای په کامیاب شوي احساس پای ته رسي . له دې پرته د ایلیټ تر
ټولو غوره نظم د کنډواله نظم اساسي موضوع هم جنسي هوس دی چې یواځې تر یوه
مدته انسان ته تسکسن ورکوي پرته له هغې هیڅ هم نه ورکوي .
لالر د شکسپییر په اړه لیکلي و چې : انساني روابط د شکسپییر د نظمونو اساسي
موضوع وه چې شکسپییر په وار وار د هغه د ماتېدو او پخپله یا د کوم بل انسان په هڅه
د خپل فطري سالمیت د بېرته راګرځېدو ذکر کړی. خو اوس هغه زمانه نه وه چې د هغو
ماتو کړیو جوړول دې ممکن وي، اخلاق او انسانیت په داسې مرض اخته شوي و چې د
جوړېدو امېد یې نه و، ایلیټ هم دا ذهني کیفیت پخپل نظم زوړسړي یا Gerontion کې
په پوره توګه واضح کړی. دا نظم نه یواځې د اروپا بلکې د پوره انساني تاریخ بېرغ دی.
د زوړ سړي به نظم کې د یوه زاړه ، نا کراره یهودي کیسه ده چې هېڅکله نه مړ ګیږي
او تل تر تله د لعنتي ژوند په منګولو کې بند دی. څه نا څه داسې هم ښکاري چې د ایلیټ
به لا شعورکې ددې زاړه جرم او خطا د نوي دور د زاړه مریض سره یو شوي . نوی
دور یا اروپا چې له یوې خوا په مرض الموت باندې اخته ده ، او له بلې خوا چې یو
هلک راځي او کتاب ورته لولي او یا څوک چې په ډېرو ( وچکالیو کې د باران په
انتظار وي ) خو مرګ هم ورته نه راځي . دلته د باران او وچکالی کنایه د نړۍ په
کلاسیک ادب ام مذهبي تمثیل کې د ژوند د تېرېدو (وچکالی) او د ژوند د بیا نوي کېدو
(باران) لپاره بکار وړل شوې ده . د زاړه ، کور یو مردار کور دی، چې د کنایې په
شکل راوړل شوې ده . خو د شاعر اصلي هدف د زاړه سړي د نظم نه د عیسی نه دی
چې د یوه غښتلي ، تېز او هوښیاره پړانګ په څېر زموږ په لور راځي . هغه د خپل
قوي ځواک سره په مونږ د بري لپاره راغلی و ، خو مونږ پخپله هغه ټوټه ټوټه کړ او
وموخوړ. انساني اخلاق په یوه کرایي کور کې د مرګ سره لاس او ګریوان دی. چې
انسان لاتر اوسه هم یوې تسکین ورکوونکې پایلې ته ندی رسېدلی.
د کور کرایه
د یوه وچ ذهن په وچ موسم کې لکه خیالات
په پورتني شعر کې د اروپا او د زاړه سړي ذهن دواړه د یوه کور شکل اختیاروي له
یوې خوا خو زوړ د اروپا په مرګ او مرضي کور کې کرایه دار دی او له بلې خوا خو
د زاړه په ذهن کې د خزان وهلي موسم په وچکالی کې د باران او بیا ژوندي کېدو
خیالات هم لکه یو کرایه دار دي چې د دوی پاتې کېدل ناممکن دي . څرنګه چې د زاړه
بوډا کور ورو ورو ورانیږي هماعسې د ده ذهن هم په مرض الموت اخته دی.؟ د نظم
حیثیت یواځې منفي ندی بلکې د یقیت او باور څرکونه هم پکې لیدل کیږي په خاصه
توګه د عیسی او د پړانګ په تشبیه کې ، ځکه کیدای شي عیسی په نوروز کې پیا ښکاره
شي . خو په ټولیزه توګه نظم د نوي دور په اساسي ډول د روحانیت نه په محرومی اود
ړانده مادیت ماتم دی. دا هم کیدای شي چې شاعر ( زوړ سړی وي چې په دې ماده
پرسته او وینه تویونکې نړی کې ځان تنها ګڼي . دا هغه نړی ده چې د اخلاقي دایرې
څخه وتلې خو بیا هم شاعر له خپل ذهني او روحاني ایمان له امله خپل ذهن هم ټیټ یا
ګوږ ګڼي . په دې اساسي ایمان داری نه پرته د باران ( ژوند) امید نه کیږي . په واضحه
توګه دا جوتیږي چې د ایلیټ د اساسي استعارو او کنایو یو جاج واخیستل شي . ځکه چې
د ( زاړه سړي ) سره د ایلیټ د شاعرۍ یو زرغون دور پیلیږي . د استعارو او
احساساتو یو کلک دېوال ده په دې نظم کې ودروو او ددې ړېوال سیوری دده په دې کلام
او نورو کې تر ډیره وخته وو. په دې نظم کې لاندې کنایې خورا مهمې دي :
۱ – زوړسړی ۲ – کور ۳ – باران ۴ – وچکالي ۵ – عیسی او نوروز ۶ – پړانګ
۷- شوق، زړورتیا .
۱ – د زاړه سړي د کنایو په اړه داسې ویلی شو چې دا د ایلیټ خپلې دي . همدا زوړ
سړی په کنډواله کې د زاړه ړانده ټایریسیس په بڼه راښکاره کیږي ، څرنګه چې
ټایریسیس ریښتیا ویونکی او په پټو رازونو خبر و خو بیا هم یو کمزوره زوړ سړی وي
همداسې Gerontion کې زوړ سړی په پټو نښو پوهېدو. څرنګه چې دده د تعبیر په
نتیجه ګې د اډي پس Oedipus کورنی له منځه ولاړه هماغسې د کنډوالې ټایریسیس هم
د خپل تعبیرونو تر شا د فنا اثار ویني .
۲ – د کور کنایه په انجیل کې هم ده، هلته د کور نه موخه د یوه محفوظه او مسعونه
ځای نه ده چې عیسی خپلو پیروانو لپاره جوړ کړی. خو د ایلیټ کور د عیسی د مقدسه
پاپ د کور تضاد دی څکه چې د عیسی په کور د اوسېدونکو حق دی او دلته اوسېدونګي
یواځې کرایه دار دي . د عیسی کور د الله د کور یوه برخه ده . ځکه تل پایداره او
محفوظه دی. د عیسی کور ته یې د روح کور ویلی.
۳ – د باران یا وچګالی په اړه مخکې هم یادونه شوې چې دا کنایې د هر مذهب سره
ورته دي . باران د پاکی یا د مرګ نښه او قحطي یا وچکالي یې د غره نښه ده. په
کنډواله کې هم ددې ذکر شوی ( دلته اوبه نشته یواځې غرونه یا دښتې دي ) دا کنایې
هرومرو ایلیټ د انجیل نه مستعارې کړې دي . د عیسی د ژوند داعمالو تمثیل دی.
حقیقت دا دی چې د عیسی د قم باذن الله معجزه د انسان ذهن مړي ته د سا ورکولو د
معجزې لور په لور بیایي . چې په پخواني نوي تهذیب کې دې ته اشاره شوې ده هغه
چې د مړي جسم ته روح ورکولی شي هغه به د مرګ له رازونو هم خبر وي . نو دغه
شان دلته عیسی د کرګ او ژوند دواړه نښه ده . دا تصور هم غلط ندی چې ژوند او
مرګ د ریښتینوالي دوه اړخونه دي .
۴ – د پړانګ تشبیه ضرور نادره تشبیه ده. خو دا هم تر یوه حده د ۱۹ پیړۍ د رومانیزم
صوفي شاعر بلېک شعر رایادي چې د هغه په نظم کې شېر د ځنګله توره شپه رڼا کوي
. او د هغې کلک تن د رک نه د الله د تخلیق او بېرته ورانولو ځواک رایادوي. ځیني
خلک پدې نظر دي چې د نظم د مرکزي کرکټر ذهن د بودا پن د پړانګ سره تشبیه شوی
دی خو د شوق او زړورتیا تصور بیا خپله د ایلیټ و. په پخوا زمانو کې د داسې بلاګانو
افواه به وه چې مخونه به یې د طوفانونو په څېر و چې کله به یې انسان پرې په عذابولو
مخګینیو شیشکو او جادوګرو له انسانانو نه د بدلې اخیستلو لپاره په دوی طوفان لیږلو د
ایلیټ زوړ هم باد یوه کونج ته غورځوي . دا باد د دولت غوښتنې یو تمثیل هم دی او د
هغو طوفانونو هم چې د هغو پا واسطه بلاوو به انسانانو ته ضرر رسولو. له دې بحثه دا
نتیجه اخلو چې ایلیټ استعمال کړل شوې کنایې په دوه ډوله دي یو خو هغه کنایې دي
جې د کلاسیکه ادب، علم الاسرار ، یا د مذهب کنایو ته ورته دي او بل ډول کې یې هغه
دي چې د ایلیټ ذهن خپله اختراع کړې دي . په دوهم ډول کې یې د لا شعور د اثراتو د
عناصرو څرک ښکاري . دی هم په رموزونو پوهېدو . د ایلیټ د شعر ژبه خورا عالي
ده. سمبولستان وايي : هر احساس ، تجربه یا هم د شعور هره شېبه له بلې نه بېله اړ
غوره وي . نتیجه دا چې احساس ، تجربه یا شعور په عادي ژبه کې ښودل یا بیانول نا
ممکنه ده . ځکه چې عادي ژبه د شاعر د شخصي یا ځاني شخصیت استازي توب نشي
کوای. نو شاعر ته پکار ده چې داسې ژبه وکاروي چز د هغې احساس پکې څرګند شي .
ظاهره ده داسې ژبه کارول اسانه نه ده، بلکې مبهمه به وي ، ځکه مطلب یې بدلیږي را
بدلیږي او دایې نظم به د تلوسې د اظهار پرځای د تصویرونو، استعارو او کنایو یوه
داسې لړی وي چې د شاعر مرادونه به د لوستونکي تر ذهنه رسوي . (زوړ سړی) چې
پورته یې ما ذکر وکړ تر کافي حده د سمبولیزم پر اصولو برابر دی ځکه چې د نظم
تسلسل ذهني او شعوري دی .
په کنډواله کې په خاصه توګه سنجیده او طنزیه طرزونه سره داس ېوځای شوي چې
بېلول یې اسانه ندي . د ویلو دا انداز د ایلیټ خپل ندی خو په ډېر کمال سره یې وړاندې
کړی . مثلا : په دوېیمه برخه کې (په پوره نیم بیتي کې ) او د لمړی برخې په منځ کې د
طنز د تیې تیغ نوکه د سنجیدګی په سینه څه داسې وهل شوی که په دې ظرافت سړی
پوی نه شي نو په اصل کې به هغه د شاعر په مراد نه وي پوی.
نظم ۴۳۳ مصرې لري او په ۵ برخو وېشل شوی .
د زوړ سړي په څېر دلته هم دا ۵ برخې که څه هم پخپلو کې سره اوبدل شوې خو بیا هم
سره جلا دي . ددې برخو عنوانات دي :
۱ – د مړو خښول ۲ – د شطرنج لوبه ۳- اورین وعظ
۴ – لاهو کېدل ۵ – رعد څه وویل
ایلیټ پخپله وايي چې د نظم د برخو ترتیب او زیاتره کنایې د یوې مېرمنې اغلې ویټسن
له کتابه ( له رسم تر رومانه) او د ښاغلي جیمس فریزر له کتابه ( د سرو زرو ښاخ)
څخه مستعار شوې دي . مختصرا ددې دواړو کتابونو اساسي موضوع د انسان د ژوند ،
حکومت او ودې په اړه بېلابېلې مختلفې مذهبي او نیمه مذهبي رواجونو په اړه دي . یوه
بله مهمه موضوع د باچا ټاکل او د هغې د مرګ په اړه دی. ملکې به د خپل خاوند،
وروڼو با مورنۍ رشتې څخه یو ټاکلو چې تر یوه وخته پورې ( یو کال) پس به یا مړ یا
به خصي کوو. د مچهیرا شازادګۍ چې د ګرېل Grail د داستان مطابقد خصي کولو نه
پس لاهو کړل شو ، هغه پخواني د مسیح پیروانو ته اشاره کړي چې په دې عقیده و چې
ټول زوندي له اوبو پیدا شوي . ایلیټ دا داستان له کب او مچهیري د هغه پخواني تصور
سره هم اهنګه کړي دي چې د هغې له مخې کب او مچهیري دواړه د ژوند او عمل
علایم دي . پس له دې اوږده تمهیده دا پوهېدل اسانه دي چې د نظم مرکزي کرکټر ( یو
سړی ړی) . یو خو نظم د پخواني مذهبي داستان یو تصویر دی او بل دا چې همدا
تصویر بیا په اصل کې یو رمز هم دی چې له امله یې د انسان جنسي مینه او د مړینې یا
مرګ د کمي په سبب انسان له حیوانیته طغورل کیږي .
ایلیټ د مجازي مینې مقام له حقیقيمی مینې سره برابروي . خو په دې نظم ګې هغه د
اغلې ویټسن له خیال سره هم نطره دی چې وايي: مرګ د لوړوالي نتیجه ده نه د
ازمېښت هغه د نظم په پای کې وایي :
زه د سین په غاړه ناست
کبان مې بیول
ساته مې ویجاړه
ځمکه خوره وره وه،
زه به وکولای شم چې
خپله ځمکه جوړه کړم
او بیا نظم د امن ، امن، امن په کلمو پای ته رسي ، چې سپړنه سې ایلیټ خپله په داسې
الفاظو کې کړې ده، امن دومره ناپایه دی چې له پوهې او یقینه ډېر لرې . د نظم پیل د
مذهبي داستان له ریښې مختلفه دی . د داستان په پیل کې د مچهیري شازادګي مرګ او
بیا ژوندي کېده ، د سپرلي راتګ (چې د مرګ پایله ده) د خوشالی او مېلو موقع وړاندې شوې دي خو هغې پر خلاف د ایلیټ په نظم کې ،
د سپرلي میاشت تر ټولو ظالمه ده
د سپوږمی غوټی له مړاوې ځمکې راوځي
او بیا وړاندې لیکي :
په ژمي کې مونږ ارامه وو ځکه د ځمکې ملغلرې نری واورې نیولې وي ، د سپرلي
موسم د شازادګي له امله وي خو د مرکزي کرکټر (چې همدا شازادګی دی) دده د نا
مردۍ له امله دا موسم بې ثمره پاتې شي. خپله شازادګی له حقیقته خبر دی نو ځکه د بیا
مړه کېدو لپاره چمتو وي. دی په دې عقیده دی چې شاید داسې دده قوم ازاده شي ، او
ددې آزادۍ پرته به هېواد د سمسورتیا سره سره د مرګ ښکار وي. دې اساسي موضوع
سره دوهمه موضوع چې ډېر تړاو هم ورسره لري هغه د لاهو شوي بیړی وان واقعه ده
چې د خاص اهمیت لري . نو دغه شان هړس د خپلو بدو کړو سزا ویني . د نظم پای د
(رعد څه وویل) باندې کیږي . نو نړۍ د شازادګي په مرګ او د هغه د قوم د آزادۍ سره
مخ کیږي . د ایلیټ نوي کره کتونکي په پورته بحث باندې په پوره توګه سره متفق او هم
نظره ندي. د هغوی په اند د (کنډوالې) موضوع د جنسي مینې په اصل کې د بې هوده
او بې کاره نوي انسان ذهني او جسمي نامردي ده . یا په بله وینا د نظم موضوع د
اوسنۍ شنډه توب دی. اوسنی زمانه له قربانیو څخه لرې پاتې ده . د کنډوالې له جنسي
منظرو څخه دا جوتیږي چې ښځه او سړی که څه هم په جنسي افعالو کې سره بوخت دي
خو په اصل کې یو له بله نفرت کړي او دوی به هېڅ کله پاکه او سپېڅلې مینه ونکړي.
پورته سپړنه تر یوه وخته صحیح ده خو ښه تضریح هله امکان لري چې د نظم هره
برخه بېله بېله ولوستل شي . د کنډوالې په لوستو یوه بله خبره هم واضح کیږي هغه دا که
څه هم د ایلیټ د نظم اصلي موضوع نفی وه نه اثبات ، خو دا به هم غلطه وي چې ګنې
ایلیټ د ښه ژوند غوښتونکی نه و ، اکثره خلک همداسې فکر کړي .
که کنډواله د ژوند او ژوند کولو د مجبوری یو سرور انګیزه اعتراف ندی نو دومره
تیاره او پر ماتمه انکار هم ندی چې ایلیټ له ژونده پرې بېزاره وګڼل شي . خو په دې
کې هېڅ شک نشته چې د ژوند کولو زورور اقرار چې څومره د ییټس په اشعارو کې
پیدا کیږي د ایلیټ په اشعارو کې داسې طمع لرل هسې عبث دي . د ایلیټ په شعري
نړی کې د یخو شاړو غرونو عنصب ډېر لیدل کیږي خو د ییټس په اشعارو کې بیا
سمسورتیا خورا ډېره ده . په هر صورت په کنډواله کې د اثبات او اقرار د یوې تتې
لهجې سره سره د انساني تجربې یوه لویه سلسله هم شته چې ایلیټ هغه سمه نده سپړلې ،
دا دایلیټ یوه لویه تېروتنه هم کېدای شي . همدغه نیوکه بیا د ایلیټ د شاعری سرحدونه
هم تړلای شي . ایلیټ د اوسنی زمانې خفګان هم نیولی و ، د شکسپییر په څېر د انساني
تجربې ټوله نړی د شعر په واسطه قیدول دده د وسې خبر نه وه . احساسات او عواطف
له هغې لرې وو، د هغه د نظم ژبه لکه د حافظ غوندې نرمه نه وه او نه یې د ییټس په
څېر توده وینه، فلسفي افکارو لټول هسې عبث دي . دده نظمونه د ییټس په وړاندې لکه
کاڼی داسې وچ او د خندا وړ ښکاري ځکه چې دده د خپلې وینا مطابق دده نظم د (غیر
شخصیت) د درجې د انتها ار رسېدلو یو کوشش و . ځکه نو په هغه کې هغه ذاتي
خپلوالی او د خپل نظم سره هغه شوق ، مینه او د مینې هغه احساس نشته چې د میر په
څېر ده ته هم دستار وربند شي . لوستونکي چې کله د ایلیټ نظم لولي نو ځای په یوه نا
پیژاند ځای کې احساسوي په تېره د کنډوالې په لوستو دا احساس لا زیاتیږي . خو د
ییټس په نظم که څول ولولي داسې به احساس کړي چې شاعر ګویا ځان ورک کړی، د
ایلیټ په لوستو بیا داسې نه وي . کنډواله یو ډېر باریکه نظم دی . یوه کره کتونکي د
هغه د چاپېدو وروسته دا هم ویلي و چې شاید په بې جوړی کې د مهارت تر وروستیو
منزلونو ته د رسېدلو لپاره ده ډېر کوشش کوو . چې دا هم د غیریت په احساس کې یوه
زیاتونه ده . د ییټس نظمونه اګرچه خورا سخت هم دي بیا هم په لوستو یې سړی ځان
پردی نه احساسوي . شاید دایلیټ ذهن او د موضوع په لور میلان څه دومره ناپایه او
منفرد و چې غیریت به یې لازمي پایله وه . خو وروسته بیا د نورو نظمونو لهجه یې یو
څه ساده او اسانه شوې ، د سمبولستانو له بندیزونو دا نظمونه هم آزاده نه وو پاتې.
له دې مخکې چې ایلیټ د نظم (څلورڅلوریځې ) یو جاج واخلو دا به مناسب وي چې د
هغو دوو نظمونو ذکر وشي چې د نظمونو نړۍ او د هغه په شاعرانه لهجه کې خاص
اهمیت ځکه لري چې یو خو دا نظمونه دده د فن او عمر د منزلونو په لوړولو کې مرسته
کړي او بل دا چې هغه لهجه کلکوي چې د ایلیټ شاعرانه منصب ته څه نا څه نیمه
رنګینه، نیمه احساساتي رنګ ورکوي ، او د څه نا څه درنو بې ځانه، څه رسمي ، څه
منفرد لهجو لروونکو شاعرانو له ټولۍ څخه پرې بېلیږي .
(مبارکه چهارشنبه) په ۶ برخو وېشل شوې، چې نه اوږدې نه لنډې دي . د هغې څه
برخې په ۱۹۲۷ ع کې (دوهمه برخه) ، په ۱۹۲۸ ع کې ( لومړی برخه) او په ۱۹۲۹
ع کې (درېیمه برخه) چاپ شوې. خو پوره نظم په ۱۹۳۰ ع کې راښکاره شو. د مبارکې
چهارشنبې مذهبي رسم د اداکولو پر وخت فادري خپله ګوته په سکروټو ننباسپ او بیا په
خپل تندي پرې صلیب جوړږي او دا وایي : چې ( اې انسانه ! دا یاد ساته چې ته له
خاورو جوړ بو بېرته د خاورو په لور ځې ! د نظم په دې اساسي خیال باندې د انجیل د
نورو کیس اغېز هم شته . د کنډوالې سره یې اړیکه داسې ده چې دلته ښځه د یوې داسې
مینې تمثیل کړي چې د الله د لویۍ تعریف کړي اړو د الله په لور یو میلان ګرځي .
ځکه چې زه د بیا ستنېدو څخه نا امیده یم
ځکه چې زه نا امیده یم
چې د انسان قوتونه او د بل انسان د عمل پراخوالی وغواړم
زه اوی دې ته د رسېدلو لپاره هخه نکړم
(زوړ عقاب خپل وزر ولې وزغوي ؟)
زه ولې د خاورو د حکومت د ورانولو ماتم ونیسم
ځکه چې زه هلته خپله تنده اوس نشم ماتوی
چېرته چې په ښاخونو پروانې کیني
او د اوبو ویالې بهیږي
ځکه چې هر لور ته نقصان دی بل هېڅ څه نشته
د نا امیدی، ناکامی او د مرګ شتون دا شدید احساس د یوه نوي احساس جوړښت
رامنځته کوي ، شاعر له مرګه یوه نوې ماڼۍ جوړوي چې پکې د خوښۍ امکان شته.
مونږ ګنهګارانو ته د عا وکړه
چې
مرګ ته نږدې یو
نور هم مرګ ته نږدې
مونږ ته دعا وکړه
د لومړی برخې د پای مصرې، هغه دعا رایادوي چې د ویرې او نا امیدی پر وخت ویل
کیږي . پاکې مریم چا چې خدای وزیږوو( نعوذ بالله) زمونږ د پیدایښت پر وخت کې
مونږ ته دعا وکړه. دا د ایلیټ د دوهم نظم سره ارتباط ټینګوي . په دوهمه برخه کې
شاعر د مرګ د حقیقت اظهار کړي ، مرګ تباهي او پایله نه بلکې د آزادۍ او د
خلاصون یوه ذریعه ده . ځکه چې مرګ د هغو خواهشاتو نه خلاصون ورپه برخه کوي
چې مخکې یې یادونه وشوه.
تل د سپرلي په سیوري کې هډوکي،
خورې او بریښېدلې نغمې وايي
مونږ خوشاله یو چې خواره واره یو
مونږ یو بل سره څه ښېګړه کړې
د ونې په سیوري کې
د وریځې په یخ کې
د شګو له تودوخې سره
هډوکو ځان او یو بل هېر کړي دي
او
د رېګستان په چوپتیا کې متحد او کلک شوي دي
د لومړی مصرۍ په استعاره غور وکړی، څومره پر قوته ده. د مرګ وېره دې هډوکو
ته تسکین ورکوي . ددې هډوکو تصور وکړی چې غوښه ترې لرې شوې ، سپین والی
یې په لمر کې بریښي او باد یې هخوا دېخوا ښوروي . د وچو هډوکو نغمه ویل څومره
لړزوونکۍ تصور دی خو ورسره حیرانوونکی او ډاډمن هم دی. (ویریږه مه هډوکي
خوشاله دی او یو له بل سره خاندي ) . د ژوند په بند کې چې دنیاوي اور چې هډوکي به
یې سره تړل ددې ذکر ایلیټ په یو بل نظم کې هم کړی دی.
د جسم او جنس هیڅ لمس هم
د هډوکو دا جوش نشي ګولولی
د هغو لړزوونکو، تړه کلو ، سوو هډوکو په نسبت دا هډوکي چې نغمه سرا دي که
څومره ویروونکي هم دي خو بیا هم تسکین ورکوي.
دریمه برخه د هغو شکونو او وېرې بیان کړي چې له شاعر سره دي . شاعر د منزلونو
مزل کړی خو چې شاته ګوري نو یو فریبي او مړ پړ شکل ویني . چې په اصل کې یې د
خپل سیوري تصویر دی. چې اوس هم پدې د پاسکال خبره د ( شک بده اروا) ناسته ده .
د شاعر اروا ته شاید دا احساس پیدا کیږي چې وروستی نجات به ده ته نه ورکوی کیږي
(پاکه اروا) یا Animila به ۱۹۲۹ ع کې لیکل شوې ده او د اساسي موضوع تړاو یې له
مبارکې چهارشنبې سره دی، د انسان پاکه اروا د خدای له لوري نه د ترافیکو په
رنګارنګو ګروپونو، د شوز او اواز ، یخنی او ګرمی، د تیارو او رڼاوو څخه تېر دې
نړۍ ته راغلی. دا ټولې استعارې د وخت او تجربې او د هغو تېره وېجاړوونکو اثراتو
پایله ده . د خدای له لاسونو چې اروا راوځي او د وخت لاس ته ورشي نو قوت خپله
پرېکړه له لاسه ورکوي هغه خود غرضه او ګوډه کیږي ، نه د مخکې تلو قوت لري نه د
بېرته شا ته تلو.
له دې انحطاطه وروسته اروا په بېلابېلو تباه کوونکو ذریعو ځان له منځه وړي . دا نظم
هم لکه مبارکه چهارشنبه په یوې دعایې پای ته رسي ، خو توپیر یې یواځې په دې کې
دی چې هلته دعا د مرګ ، او دلته د زېږېدنې په وخت کې غوښتل کیږي .
پدایښت او مرګ د حقیقت دوه اړخه دي ځکه د کوم پیدایښبه نتیجه کې چې اروا یا روح
نړۍ ته راځي په اصل کې هغه یې د مرګ توکي دي . له دې نظمونو سره د ایلیټ د
فکر دوهم دور پای ته رسي . د لومړی دور پای (کنډواله) مونږ د شک او نا امیدی
ښکار لاسته راوړی وو د دوهمې برخې په پای کې کوم اصلي فرق مو احساس نکړ ،
ځکه چې لهجه یې دومره له درد ، سوزه، او زړه ماتي کې ډوبه نه وه. په زاړه سړي یا
مرد پیر کې د امید او یا هم د ګریز څرک نه لیدل کیږي . اګرچه پاکه اروا د انسان د
خوړوونکي ژوند ، د ړهت، د تاریخ ویجاړوونکو اثراتو په هکله خبرې کړي خو د
نرمې لهجې سره سره د دعا یو اړخ هم پکې تر سترګو کیږي . شاید په هغه نظمونو کې
په خدای د اعتقاد د ډیریدو له امله د ذهني او روحاني سستۍ بارکم شوی وي. پاکه اروا
د ایلیټ له اسانه ترینه نظمونو څخه دی. د ایلیټ د نظمونو ابهام او شکل ارادي او اراده
جوړوونکي دي . ځکه چې هغه هسې توکلي یا د موضوع د ترتیب له امله نه پیدا کیږي
د ایلیټ په ادبي فکر کې هیڅکله ظاهرا کوم بدلون ندی راغلی . چې له امله یې هغه د
الهام اومغلق معنویت ټکنیک پریږدي . په څلور څلوریځې کې به چې کومه خبره ده
ویله هغه به پرته له کوم ربطه او سیده یا راسا ویل کېده نه، شاید تاسو هم دا احساس
کړې وي چې د ایلیټ اصلي خیالونه که په ساده ژبه وړاندې شي نو هغه به له شهري
خیاله ډېر ټولنیز او مذهبي فلسفي مسایل وبریښي . د شعر د موضوعاتو د پراخوالي پیل
تر یوه حده ییټس او هاپکز کړی و دې پراخوالي ته ایلیټ تقریبا د پای ټکی ایښی.
ماورایي موضوعات په شعر کې له ایلیټ مخکې هم استعمال شوي، چې تر ټولو ښې
بېلګې یې د ډن . ورډزورت یا بلېک په نظمونو کې دي. د دوی په نظمونو کې هغه
پیچلتیا او ابهام نشته کوم چې د ایلټ په نظمونو کې دی. د ایلیټ یواځې موضوع په
منطق نه وه ولاړه بلکې دده طرز هم منطقي و، د پاکې اروا سره سره ایلیټ د انساني
روح په ژورو او پیچلو مسایلو کې محوه کیږي چې بیا ددې مسایلو په حلولو کې تر یوه
حده یوه نوې پر جوشه هله ځله پیلیږي .
دعلامه اقبال په څیر ایلیټ هم د انساني مسایلو ډاډمن حل تر لاسه نکړ که ده داسې حل
ترلاسه کړی شوی نو شاید اقبال به هم د دانتې او رومي په څېر د ما بعد الطبیعاتي هم
پرستۍ یا هم عقلی پیچیلتیاوو ښکار شوی به و او د هغه د اثر انساني قدر او قیمت به کم
شوی و.
خدایه زه د هغې وړ نه یم،
خدایه زه د هغې وړ نه یم
خو ته یو ځل ووایه
په څلورمه برخه کې د شکونو پای په جضرت مریم او د ښځې د پیلامې په واسطه کیږي
د اوبو په هغو چېنو چې شاعر په لومړیو کې پرې خپله تنده نشي ماتوی بیا تازه او
شادات شوې . د مجردې مریم په باغ کې هره مینه پای او انتها ته رسي او په بې ساري
غم کې سره د یوځای کېدو وروسته تل سپرلی کیږي . ( په کنډواله کې د مچیري باچا
ذهن او زړه چې هغې هڅې شلولی و چې د قربانی ورکولو سره سره د ځمکې شنډتوب
له منځه نه ځي خو بیا هم له قربانی پرته بله چاره نشته)، مجرده مریم د تخلیق او بیا
ژوندي کېدو نښه ده ځکه چې پرته له واده یې دې نړۍ ته یو ماشوم راوړ، نو همدغه
شان ځمکه هم د کوم تخلیقي عمل پرته وار وار پیدایښت رامنځته کوي. شاعر د امید او
تمنا فتح لاسته راوړې د دوباره ژوند او د هغې د بیا جوړېدو عقیدې ته نږدې شوی دی.
وروستی مصره چې د عیسی تلین یا هم د هغه د جلا وطنی په لور اشاره کړي له بلې
برخې سره تړلې ده.
په پنځمه برخه کې مریم د باغ او ځمکې څخه بیله (نقاب پوشه همشیره ) کېږي او د
نوې زمانې نه چې د الف توري او اسم اعظم یې هېر کړي دا پوښتنه کړي چې:
ایا نقاب پوشه اچوونکې خور له دې وړو تل سپرلي لروونکو
ونو تر منځ خلکو ته دعا کړي
چا چې هغه خوا بدې کړې ده او خپله ویریدلي دي
نظم یو قسمه دلته پای ته رسي . په وروستی برخه کې د خدای لور ته د نه ګرځېدو په
حالت کې د دعا یوه شېبه هم راځي . د نظم پیل داسې کیږي:
ځکه چې زه د بیا ورګرځېدو څخه نا امیده یم
نو په شپږمه برخه کې (ګرچه) په (اګرچه) اوړي.
ګرچه زه د بیا ورګرځېدو څخه نا امیده یم
خو بیا هم، مورې! اې خورې!
د سیند د اوبو
د بحر د بې اندازې روح
ما له خپله ځانه مه بېلوه
زما غږ واوره
دغه شان نظم په نیمه نا امیده، او نیمه امیده ښه تېز اواز باندې پای ته رسي . د انساني
روح د ترفع او ژغورلو هېڅ لاره خلاصه نه ښکاري . لاره شته خو خلاصیږي نه،
تاسو خپله به هم دا احساس کړې وي چې د زاړه سړي د نا امیدی او د ماتې ملا د بار په
مقابل کې دلته یو ژور سکون او تمېدل هم دي . اوښکې په سلګیو اوړي ، بیا سلګۍ هم
ودریږي او کله چې د زړه بړاس له سترګو نه اوښکې جوړې کړي او بهیږي نو یو خوند
پیدا کوي چې مونږ د ژوند له ژورو حقیقتونو سره ملګری کوي.
که څه هم د کنډوالې له امله خلک مبارکې چهارشنبې ته ډېره توجو نکړي او په دې باور
دي چې د کنډوالې سره د ایلیټ روحاني ارتقا د کمال حد ته رسېدلې ده، خو حقیقت دا
دی چې د ایلیټ پېژندل او د هغې نظم تل ته رسېدونکی په کوم ګم راهه غبار کې تړل
کېږي او هغه غبار ته د نجات فکر کړي . نو د ایلیټ انساني لويي داده چې هغه داسې
هېڅ د تېښتې لاره پیدا نه کړه. خو په هله ځله او هڅونه کې سرګرداني د هر انسان
لومړنی او اصلي حق دی ، ایلیټ هم په دې لټون کې سرګردان و ، چې د هغه وروستي
نظم څلورڅلوریځې پټه اساسي موضوع هم همدا وه، نظم په ۴ برخو کې چې په ترتیب
سره په ۱۹۳۶ ع ، ۱۹۴۰ ع ، ۱۹۴۱ ع ، ۱۹۴۲ ع کې لیکل شوې وې. خو پوره نظم
۱۹۴۸ ع کې چاپ شوی. څلورڅلوریځې د تاریخ یوه لویه نغمه ګڼل کیږي ، ددې د
څلورو برخو نومونه د څلورو ځایو نومونه دي . دا دې خبرې ته اشاره کړي چې انسان
کله نا کله د تاریخ سره هم سروکار لري .
دا نظم د وخت او د تیرې زمانې یو داخلي ارزونه کړي . خو دا به هم معلومه کړو چې
د تاریخ دغه داخلي ارزونه څرنګه د ایلیټ په لټون کې مهمه رول لوبوي .
وخت چې اوس روان او تېر دی
په راتلونکي کې به هم وي
راتلونکی پخپل ماضي کې پټ دی
که ټول وخت له ازله تر ابده شته
نو بیا ټول وخت مرهون دی، بیا نه راځي
د وخت تل مرهون توب د انسان داسې المیه ده چې خلاصی تری نشته ، په لومړی برخه
کې ګلاب، باع د وخت سره تشبیه شوي او مارغه یې د انساني اروا یا ذهن سره تشبیه
کړي دي .
لاړ شه! مارغانو وویل
ځکه چې د ونو پاڼې له ماشومانو ډکې دي
له ماشومانو ډکې د ونو پاڼې جادو هم ده او حقیقت هم،
لاړ شه! لاړ شه! لاړ شه!
مارغه وویل: انسان ډېر حقیقت نشي زغملی
د حقیقت توری دې ته اشاره کړي چې دا دوکې چې د وخت په باغ کې پیدا او راښکاره
شوې د حقیقت یو اړخ هم دی. ځکه چې وخت هم تېر او راتلونکې، چې هم تېر او هم
روان دی، یوې پایلې ته اشاره کړي چې تل شتون لري . دغه شان راتلونکي ،
بدلېدونکي د حقایقو مسلسله منظره تیروي . او درېیمې برخې ته رارسیږي .
د لومړی برخې په وروستیو او په دوهمه برخه کې شاعر د وخت د مفهوم پر احساس
پوهیږي . جې تن هغه وخت با معنا کېږي کله چې هغه کیفیت پذیره شي . وخت چې هم
مړ او هم ژوندی دی په معنوي لحاظ بیا راژوندی کیږي . د وخت بیا راژوندي کېدل په
معنوي لحاظ د حضرت عیسی بیا ژوندي کېدل رایادوي او د هغې نظم تسلسل ته اشاره
کړي چې هره اقلیطیسي نظریه د زمان په مطابق په تاریخ یا وخت کې پټه ده . مونږ په
دې پوه یو چې وخت روان دی او بیرته نه راځي . په څلورمه برخه کې یوه پوښتنه
رامنځته کیږي هغه دا چې مونږ وخت ته د معنا شکل ولې ورکوو؟ دې ته د رسېدو نه
مخکې شاعر د کرشن په فلسفه کې د انسان اروا تن ته د کالیو حیثیت لري چې په مختلفو
شکلونو کې بار بار راڅرکندیږي ، او د خپل وروستي نجات لور ته هڅه کړي له دې
نظریې څخه ایلیټ لړزوونکې نتیجه اخلي . زما په اند له نورو شیانو علاوه شاید د
کرشن مطلب دا و چې راتلونکی یو پژمرده نغمه ده ،پورته تلو ته لاره هماغه ده چې
لاندې ده، د مخکې تلو لاره د شا لاره ده، ته ددې حقیقت سره په ټول زړه مخ کیدای شي
خو یوه خبره جوته ده جې وخت زخمونه نه شي رغوي ، دلته اوس مریض نشته.
او بیا، اې د سین مسافرو!
اې بیړۍ چلوونکو
تاسې چې د ساحل غاړې ته رسیدلي یې
او تاسې چې لا نه یې رسیدلي
دا ستاسې اصلي ځای دی
کرشن ارجن د جنګ نه میدان کې غندي او دا ورته وايي: خدای په اماني مکړﺉ ، بلکې
وړاندې ولاړ شی مسافرو!
سین د روح او د وخت تشبیه ده. په نظم کې د حقیقت د پوهېدولو لپاره د سین د روح او
د وخت تشبیه ده. په نظم کې د حقیقت د پوهېدلو لپاره د سین د مریم د پاکوالي تشبیه ده
په مبارکه چهارشنبې کې د مریم د (نقاب اچوونکې همشیره) په شکل راڅرګندیږي او
شاعر پوښتي چې ایا هغه چا چې دا خفه کړې ده ددې اواز به واوري؟
بیا ترې ددې غوښتنه کړي . د وخت له سین نه د تېرېدو لپاره بیا د دعا غوښتنه کړي . د
مریم دعا او د عشق لویه مرتبه دا ټول سره یوځای کیږي د عشق د درد سوز چې خپله
اور دی مونږ د ژوند او دنیاوي اوره ژغوري .
عشق د هغو وزرو شا ته پټ دی چې، لمبې ترې پورته کیږي . د حقیقي مینې ( چې نښه
یې مریم ده) ، اور او د ګلاب باغ چې د شاعر اروا پکې تاوشوې وه د یوه حقیقت دوه
نومونه دي ځکه چې د ژوند له اوره نجات هغه وهت ممکن دی کله چې اروا د حقیقي
مینې په اور کې وسوځي . همدغه د ژوند اور وخت دی چې د حقیقي مینې په اور کې
ایره شوې مانا یعنې د هرا اقلیطیسي یا انجیلي تسلسل شکل اختیاروي . خو ددې تسلسل
حقیقت هم د اور پرته بل څه نشته.
اور او ګلاب د یوه شي دوه نومونه دي ، دغه شان د کنډوالې د اورین وعظ پای همدلته
کیږي . په اورین وعظ کې د ژغورلو لاره چې ښکاري او بیا چې ترې محرومیږي او
لاهو کیږي ، هغه د اور لاره ده نه د نجات.
څلور څلوریځې د قوي ژبې او واضحه بیان پرته فني تسلسل او د لوړې درجې له په
لرلو سره له کنډوالې ډېره بهتره او مبارکې چهارشنبې ته خورا نږدې دی.
دا هم د ایلیټ د شهکار نظم (کنډواله ) ژباړه:
روڼ تخت ته ورته څوکۍ
چې ها پرې ناسته وه
چېرته چې پیاله ایښې وه
هلته مرمر ځلېدل
ګلدان کې ایښي انګور
خورو ورو څانګو یې
غانګو ټالۍ وهلې
په دغو غانګو پسې
ملخ ځوړنده زنګېده
هغه پخپلو وزرو
سترګې راپټې کړلې
د اوو څانګو پانوس
شغلې خورې ورې شوې
پر مېز رڼا خوره شوه
چېرته د هغې ښځې
له پړکېدلو کاڼو
به چې رڼا راتلله
دغه کاڼي هم د اطلس له ډبي
یو ځای په زور راوتي
هغه د فیل غاښونه، په هغې خلاصې او رنګه پیالې کې
څه عجیبه خوشبويي وه………..