د پنجشنبې په سهار د هلمند مدني ټولني دفتر ته لسګونه دوکانداران او صنفي وکیلان دخپلوستونزو دحل په موخه راغلي وه ، هغوی ویل چي ترافیک ورسره ښه چلند نه کوي او یوشمیر وخت ورته سپکي سپوري هم کوي.
دغه دوکانداران (هټیوال) وایي چي د دوی مشتریان چي کله دکلیو او بانډو څخه د توکو درانیولو په موخه بازارته راځي وروسته ددوی سره خپلي سواد وي کوي نو په دغه وخت کي ترافیک هغوی زوره وي او وسایط یې ورته پنچره وي .
دوی ویل چي په ښارکي دموټرونو دوه تم ځایونه (پارکینګ) شتونلري ، په یو کي دباباجي دموټرونو هډه ده ، دوهم تم ځای ډيرکوچینی او دهغه لپاره هم دمارکیټونو پلان جوړ سوی دی .
دغه هټیوال وایي چي دولت ته د ۲۰ زره څخه تر ۴۰ زره افغانیو پوري مالیه ورکوي ، ددولت کرایه ، دښاروالۍ دصفایي او بریښنا لګښتونه ورکوي .
خو ترافیک ددوی پیرودونکوته ستونزي جوړه وي چي ددوی پراقتصادي برخه یې سخت تاثیرات اچولي دي .
هغوي وایي چي دولت زیاته مالیه ورڅخه اخلي خو دهیواد په نورو ولایتونو کي ددوی په پرتله کمه مالیه اخیستل کیږي .
دوی وویل که دولت دغه ډول چلند ته دوام ورکړي اړ دي چي خپل ټول دوکانونه (هټۍ) وتړي .
دهلمند مدني ټولني ریس ښاغلي سردار محمد(همدرد) راغلو خلکوته په وینا کي وویل چي دوی ورسره ملاتړ او کلک همکاره دي .
هغه دراغلو خلکو ستونزه دترافیکو دمدیرت او دپولیسو دلومړۍ حوزې سره شریکه کړه چي دهغوی له لوري هم دستونزي پرحل ټنګار وسو ترڅو خلک او دولت سره همکاره سي .
هلمند مدني ټولنه هره ورځ دخلکو دستونزو دحل په موخه دبیلابیلو ادارو سره په ښه همغږۍ په اړیکه کي ده چي اوس مهال په هلمندکي ترټولو یو منل سوی بنسټ بلل کیږي .