د پاکستان د دولت ځینو سرچینو رویټرزخبري اژانس ته ویلي،چې په قطرکې د طالبانو د دفتر پرانیستو یوه پایله شاید د ۲۰۰۱ کال د بن غونډې په شان د افغانستان د برخلیک ټاکنې لپاره پریوې بلې ورته غونډې موافقه وي.
دا خبره کابل ته د برتانیې د لومړي وزیر له سفر او د افغانستان په اړه د پاکستان د دې نېږدې نړیوال ملګري له ځینو تازه هڅو سره هم مهاله شوې.
داسې ښکاري،چې د پردې شاته د افغانستان په اړه پریوې نوې لوبې خبرې او هڅې روانې دي.
متضادې ګټې
په قطرکې د وسله والو طالبانو د دفتر پرانیستو مسله امریکا د سولې شورا ترجوړیدو او پرترکیبي جوړښت او ګونګو پلانونو یې له پریمانو نیوکو وروسته په داسې حال کې مطرح کړه،چې پاکستان بیا،بیا په افغان سوله کې د موثرتوب د ونډې ترڅنګ نامخلصه او غیرصادقه هېواد وګڼل شو.
امریکا نېږدې یو کال مخکې په ښکاره د دې لپاره چې د افغانستان جګړه ختمه او سوله ورته راشي،د قطرحکومت سره په هغه هېواد کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستو خبره وکړه.
ولسمشرکرزي هغه وخت د مخالفت په دود په احتجاجي بڼه په قطرکې د افغانستان سفیر کابل ته راوغوښت او د پاکستان د ملاتړ په لرلو سره یې په قطرکې د دې هڅې مخالفت وکړ.
وروسته،چې بیا کله په قطرکې د دفتر پرانیستو مسله امریکا د افغان حکومت په رضایت یاده او عملي کیدو ته نېږدې کړه،برتانیې په خپله پلازمېنه کې له افغان او پاکستاني ولسمشرانو سره سرمشریزه غونډه جوړه او پکې د پاکستان په مرسته ښاغلي کرزي ته ترشپږو میاشتو د افغان سولې لپاره د پوره هڅو لیکلې ژمنه ورکړه.
د لندن له غونډې وروسته پاکستان له سولې شورا سره پريوه پلان هوکړه وکړه،چې پکې تر۲۰۱۵ کاله پورې د سولې راوستو ته د وسله والو طالبانو د اماده کولو او په یوه ګډ حکومت کې د ګډولو د هڅې وعده پکې شوې وه.
له هغو ژمنو څو میاشتې تېرې او اوس لیدل کېږي،چې پریاد شوو هېوادونو سربېره ایران،هند او ځینې نور هم د افغان سولې لپاره د خپلو ګټو لپاره ځانګړې هڅې او لارې تعقیبوي.
بل(بن) او افغاني ګټې !
د همدې جلا او حتی متضادو ګټو د پاللو مسله له لویه سره د افغان سولې د راتلو او جګړې د دوام عامل شوی،هغه لویه او ګونګه ډرامه،چې د عناصرو په توګه یې بېلا،بېلې افغاني خواوې په مختلفو بڼو خو په یوه شعاریانې وطنپالنې،اسلام او ملت ته خدمت په نامه هره ورځ د افغانانو د وژنې،ځورونې او ان بدنامۍ په بیه کارول کېږي.
د بن د لومړۍ غونډې په شان د واک وېشنې د بلې غونډې جوړول هم د همدې متضادو بهرنیو او تریوه حده افغاني ډلو د ګټو د همغږیتوب او خوندیتوب لپاره یوه پلان شوې هڅه ګڼل کېدای شي.
هغه پلان،چې بیا به پکې د افغانستان عیني واقعیتونه،اړتیاوې او وړتیاوې هېرې او په پایله کې یې رامنځته کیدونکې واکمنۍ یوځل بیا پرویالې د ودانۍ شوې ماڼۍ په بڼه وي.
د ولسمشر وعده
ولسمشرکرزی،چې د ظاهري مسولیتونو او صلاحیتونو له مخې د افغانستان خلکو ته په دې لوبه کې داوسني حالت خلاف د یوه ځانګړي اړخ د لوبغاړي پرځای په یوه حساس وخت کې د یوه ملي مشر موقف رول لوبول یې دومره ناوخته خورا ګران هم ښکاري،ولوبوي.
دا که په پوره مانا منطقي،ممکنه او عملي کیدونکې توقع نه شي کېدای،تریوې کچې یانې لږ،ترلږه د سولې د خطرناکې پیل شوې ډرامې په برخه کې خو یې یوه قوي هڅه په کار ده.
ولسمشرباید د(څه ډول بهیرواقعي سوله راوستی شي؟)ترسرلیک لاندې خپله لیکنه د سلګونه او زرګونه ژمنو په شان هېره نه کړي.
د دې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي وو:(( بالاخره د سپتمبر د یوولسمې پېښې یو وار بیا بهرني پوځونه افغانستان ته راوستل.د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې خو ټولې بهرنیانو پر افغانانو وکړې، خو لوبغاړي یې پخپله افغانان وو او توپک تل د افغانانو پر اوږه و.موږ د یوه ژوندي ملت په توګه باید دا اجازه نه وای ورکړې، چې بهرنیانو مو په برخلیک داسې لوبې کړې وای.))
ښاغلي کرزي د هماغې لیکنې وروستۍ جمله دا وه،چې دا لیکنې پرې د وروستۍ نتیجه ګیرۍ او پیغام په ډول له دې یادونې سره پای ته رسوو،چې زموږ ملي ګټې باید په واقعي ډول د ملت په مستقیمه ژبه یا د واقعي استازو له خولې معلومې شي،نه د ځانګړو اشخاصو او ډلو له اړخه.
(( په دې دلیل چې د سولې مذکرات د کورني بُعد تر څنګ بهرني ابعاد هم لري، چې څه یې منتطقوي او څه یې نړیوال دي، نو ټول افغانان یعنې دولت، د دولت د ننه اپوزیسیون او طالبان یې باید کورنۍ برخه پخپل منځ کې سره حل کړي او بهرنۍ برخه یې په یوه خوله او اتفاق سره له بهرنیانو سره حل کړي او داسې زمینه برابره کړي چې د بهرنیانو د سترو منفعتونو په منځ منځ کې خپلې ملي ګټې خوندي او تضمین کړي )).
ګرداب ورځپاڼه