د مسکو د علومو اکاډومي غړى اوتکړه ليکوال (( ګريګوري ګيرس )) غني خان په خپلو سترګو نه دى ليدلى او نه يې ورسره خبرې کړي دي ، خو غني خان ډېر ښه پېژني او دده طبعيت ، دفکر طرز او انديښنه ورته معلومه ده او د غني خان اشعار يې تر زياتې اندازې لوستلي دي، ځکه يې نو دده په باره کې ليکلي دي :
(( د ژوندانه د پيښو د ترسيم دپاره غني خان خپل مخصوص سبک او اسلوب انتخابوي ، طنز ، ټوکې او ټکالې کوي او هر څوک چې د شعر په ډګر کې دده مخې ته ورغلى دى همداسې ورنه نه دى پاتې شوى او ګوزار يې ورباندې کړى دى . حتا انګليسان ، ملايان ، اولسي بې سوادان او عتيقه پرستان دده د ظرافت لاندې راغلي دي ، تيز او مهم موضوعات په دا رنګ تعبير سره بيانول په طبيعي ډول د اشعارو انتقادي څپې کموي ، برسېره پر دې د غني خان د اثارو نه معلومېږي چې د اولس په وروسته پاتې کېدلو کې په خپله اولس ملامت دى .
د غني انتقاد چې لا تر اوسه د ثبات حالت ته نه دى رسېدلى، که څه هم توند دى ،د ماحول او چاپيريال د واقعيت سره دده د عمومي نهيلستي مناسباتو څرګندوى ، دا په حقيقت کې د نوي نسل وضعيت دى چې په خپلو اساسي پرنسيپونو کې د انتقادي ژوند د ترسيم طرفدار دي ))
د همدې ليکنې په يوه بله برخه کې ليکي :
(( د ادبي نړۍ ستر هنرمند ، ځلانده سبک څښتن ، او د نوو بليغو تصويري وسايلو استاد غني خان په وروستيو کې د ريالستيکو پرنسيپونو د اقتباس پلوي شو،يو افغان ليکوال چې د غني خان د اشعارو په مجموعې (( پلوشې )) باندې يې تقريظ ليکلى دى ، داسې عقيده ښکاره کوي : د غني خان رومانتيزم موثر ، فعال ، جدي او مترقي دى او په يو قسم د اقسامو د رياليزم سره ټينګ ارتباط لري . ))
دشوروي اتحاد د علومو اکاډومۍ د ختيځ پېژندنې موسسې له خوا هم د غني خان اړوند، دهغه د شعر په اړه ليکنه او تحقيق شوى دى ،چې يو څه برخه يې په لاندې توګه رانقلوو :
(( غني خان رومانتيک ريالست شاعر دى ، دى په ١٩١۴ ع کال کې پيدا شوى دى او د پښتوپه شعر کې د نوي جريان له موسسينو نه دى ، ده په پښتو ادب او شعر کې د لومړي ځل لپاره د جنون فلسفه رواج کړې او تبليغ کړې ده ، دى په عين حال کې د شعر د عنعنوي قانون او لفظي اسلوب د يو سخت مخالف په توګه منځ ته راغى ، د غني خان اثار په خپل منځ کې يو تر بله سره تضاد لري ،خصوصاً په لومړيو وختونو کې دده په اشعارو کې کله کله داسې څپې راپورته کيږي ، چې د هغو ټاکلو مسايلو مجزا دي ،د کومو د حصول لپاره چې دده سکه پلار د خپل ژوند زياته برخه وقف کړې ده . په همدې ترتيب په هغه شعر کې چې اختلاف نومېږي غني خان داسې ليکي :
پلار مې ورک په خپل وطن
زه له خپل وطن نه ورک
دهــغــه خـوښ دى تعليم
زما خوښ ساک و پالک
د هغه خوښ دي ځوانان
ټــول د قوم په جنګ روان
زمـا خـوښ هر ګلــستان
هــــــر چــمـــن د لو لو ډک
د هـــغــه وطــن جـــهـــــان
ځــاى بـــې نـــوره بــيـابان
زما ملک ښکلى آسمان
د ښايسته ستورو نه ډک
په دې شعر کې د نهليزم عناصر هم ځاى شوى دي ، چې په عمومي ډول سره د غني د اشعارو خصوصيت دى . په دغه صورت کې د محبوب وضعيت په خاطر شاعر د پښتنو د آزادۍ د حرکت سره خپل اثار مقابله کړي . ))