سمه به نه وي که وویل شي د فزیک زده کړه راز لري؛ بالعکس دا به منطقي وي چې ووایو یو ځای ته د رسیدو لپاره یو شمیر ګامونه پورته کول پکار دي؛ هره پروسه عظمت او اهمیت ته یې په کتو سره ځانګړي پلان ته اړتیا لري، د فزیک زده کړه هم د پروسې له محدودې څخه نه ایستل کیږي او د پروسې اطلاق پرې کیدونکی دی. فزیک نسبت ټولو علومو ته جامع علم دی، ټول علوم په بر کې لري او ورته ځوابګو دی، نو د داسې علم د زده کړې لپاره چې د علومو اساس بلل کیږي جامع او وسیع پلان ته اړټیا ده؛ کوم پلان چې د بیولوژی او تاریخ د زده کړې لپاره جوړ شوی او ښه پایله یې په همدې فرعو کې ورکړي وي، ناممکنه به وي چې د فزیک د زده کړې لپاره کامیابه تجربه وبلل شي او د مثبتي پایلې طمعه ترې وشي. علوم کولی شو چې د مستمرې مطالعې، په لیکچرونو کې مسلسل حضور، په اړونده برخو کې د منظم کار او د پوښتنو د متواتر ځوابولو په پایله کې ترلاسه کړو؛ خو د فزیک د زده کړې لپاره نه یوازې چې پاسیني قواعد به

احمد فهیم سپین غر
احمد فهیم سپین غر

رعایتوۍ بلکې په یو شمیر نورو اصولو هم پابندي پکار ده چې لاندې په اجمالي توګه بحث پرې شوی.

  1. تجربې ترسره کړۍ: مشهوره مقوله ده وایي تجربه د علومو مور ده، د تجربې اهمیت په همدې مقوله کې په کامله توګه خلاصه شوی، تجربې پورې نه یوازې د فزیک پرمختګ تړلی بلکې د ټولو فزیکي مفاهیمې د سمې زده کړې لپاره تجربه لومړی او وروستی آدرس دی. کوشش وکړۍ چې ډېرې ساده او وړې تجربې ترسره کړۍ، مثلا د پرتابونو د مفهوم د زده کړې لپاره په مناسب ځای کې د لوبې توپ یا کوم مناسب شی ګوزاروۍ، د حرکت او سرعت په مفهوم د پوهیدو لپاره، په وړ ځایونو کې قدم ووهۍ په دې کار سره به نه یوازې د سرعت په مفهوم پوه شوې وي، بلکې یو سپک ورزش به مو هم کړۍ وي، نو وروسته له دې که مو عهد کړۍ وي چې فزیک زده کوۍ نو د هر کتاب د لوست پرمهال مو که تجربې لیدلې ،حتی المقدور عملا یې ترسره کوۍ.

  1. پراخ تصویر ولرۍ: د هر انسان دنیا د هغه د تصور په اندازه ده، د فزیک نړۍ ډېره وسیع نړۍ ده، نو زده کړه یې هم پراخ تصور ته اړتیا لري؛ مثلا د نیوټن قانون نشو کولی یوازې په یوه فورمول کې تخته او بیا یې یاد کړو، بلکې موږ باید دا ټول مفهوم، متن او تعریف یې زده کړو، بیا یې د ورځنیو پدیدو سره د تطبیق وړتیا په ځان کې زیاته کړو، دا اړینه نه ده چې د کتاب فهرست، متن او نچوړ یاد کړل شي، ضرور دا ده چې د کتاب په مفاهیمو د پوهیدو وروسته ټولې ورځنې فزیکې پدیدې تحلیل او توضیح کړای شو. نو فزیکې مفاهیم باید یوازې د فورمول، قانون او کتاب په چوکاټ کې ونه ساتو تر دې باید وسیع ورته وکتل شي. که مو داسې وکړل هغه مهال بعیده نه وینم چې سترې سترې اختراعوې به وکړۍ.

 1

  1. پوښتنې ځوابوۍ: اکثرا کتابونه د هر څپرکې په پای او د متن په بطن کې پوښتنې لري؛ هغه کس به د فزیکي مفاهیمو عمق ته تللی وي چې دغه پوښتنې لومړۍ له خپل ځانه سره ځواب او بیا له ملګرو سره بحث پرې وکړي. دا پوښتنې لنډې، لنډې مه ځوابوۍ باید په تفصیلي ډول ځواب شي، دا چاره حتی څلور ځوابه پوښتنو ته هم کاروۍ وروسته له دې چې ټولې پوښتنې مو ځواب کړې بیا یې د پوښتنو په کلۍ کې حل وګورۍ څو د کتاب ځواب او خپل ځواب سره پرتله کړۍ.

  1. د تمرین هڅه وکړۍ: زیات شمیر کتابونه د هر څپرکي په پای کې د تمرین لپاره ترکیبي( څو جز ای) پوښتنې هم لري، موخه یې د فزیکې مفاهیمو تمرین او پرې پوهیدل دي. د دې پوښتنو حلول ډېر ګټور دي، مشروط په دې که پخپله حل کړل شي، ځینې وخت داسې پېښیږي چې محصل یا متعلم د دې لپاره چې کورنۍ دنده یې ترسره کړې وي او په دې کار سره له استاد څخه نمرې اخیستې وي له خپل بل ملګري څخه د پوښتنو ځوانونه او حل کاپي کوي، په دې کار سره به ظاهرا موږ ګټه کړي وي ځکه نمرې مو پرې واخیستې، اما تاوان یې دا دی چې موږ په موضوعاتو پوه نشوو او غافل ترې تېر شوو. په ورزشي مسابقو کې هغه لوبغاړۍ قهرمان وي چې تمرین یې کړی وي نه هغه چې یوازې د لوبې قوانین او حرکات یې زده کړي وي، نو د ډېر تمرین هڅه وکړۍ.

1

  1. حضور حتمي دی: ځینې وخت انسان داسې تصور کوي چې په ټولګې کې حضور بې ګټې کار دی ځکه همدا موضوع چې استاد یې توضیح کوي په کتاب کې شته داسې استدلال کوي چې ولې کرار په کور کې کتاب ونه لولي. دوی کاملا غلط دي، ځکه په لکچر، سیمینار، کنفرانس او بحثونو کې حضور او فعاله ونډه اخیستل د سړي ذهن راویښوي او یوه مسیر ته یې سوق کوی. د فزیک له مفاهیمو څخه وسیع تصویر پیدا کوي او بلا ګټې لري، همدا اړتیا ده چې د بیلابیلو ښوونځيو او پوهنځیو شاهد یو، کنه نو دومره لګښتونو ته څه اړتیا چې د پوهنځیو په ودانیو او د کارکوونکو په تنخوا ګانو یې لګیږي.

 1

  1. پوښتنې وکړۍ: بحث د فکر د ودې لپاره موثر دی او پوښتنې بحث واضیح او خوندور کولی شي، نو که چېرې د درس، لکچر او یا بحث په جریان کې له ګونګو او مبهمو ځاینو سره مخ شوی، هرو مرو پوښتنه مطرح کړۍ، کېدای شي ستا بل ملګرۍ هم له همدې حالت سره مخ وي په دې کار سره به هم د ملګرو او هم د استاد زړه ته لار وکړۍ او پرې ګران به شۍ. ځکه تاسې نه یوازې خپله او د ملګرو ستونزه حل کړه بلکې استاد ته مو د لا ښه وضاحت امکانات برابر کړل. ویلی شو چې پوښتنې د بحث د ښه مخته تللو لارې اواروي او هیڅکله په پوښتنه مه شرمیږۍ.

1

  1. زده شوې مفاهیم تکراروۍ: د هر شي د زده کړې د مخه له ځانه دا پوښتنه کوۍ چې ولې یې زده کوۍ او کوم ځای کې د تطبیق وړتیا لري ضمنا د ټولو زده شوو مفاهیمو تکرار هم مه هېروۍ. د دې کار په کړو سره تاسې آزموینې ته هر وخت چمتوالی لری د دې اړتیا به نه لیدل کېږي چې د آزموینې په شپه ځان له خواږه خوبه وباسۍ خو د زحمت او بې خوبۍ سره، سره د آزموینې پایله مو هم چندان سمه او په زړه نه وي، نو د هر شي، که مفهوم زده شي هیرول یې سخت کار نه بلکې ناممکن عمل دی.

 1

عادت سخت دی چې پرېښودل شي، اما څېړنو ثابته کړې چې په یوویشتو ورځو کې یو عمل په عادت اوړي، یوویشت ورځې دا پروګرام په ځان تطبق کړي څو پرې روږدي شۍ؛ اما که تاسې تر دې ښه پلان لرۍ بیا نو خپل پلان تطبیقوۍ او د امکان تر حده زموږ سره یې هم شریک کړۍ.

     زرغون د څېړنې او ژباړې مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *