هوا سړه شوه. لاسونه مې تر تخرګونو لاندې کړل. ګامونه مې چټک کړل. د سیند له غاړې شمال لا ډېر سوړ رالګېده. د چایو دوکان ته ننوتم. خالي و. ډيرې چوکۍ پر ميزونو سرچپه اېښې وې. یوې نجلۍ فرش پاکاوه. یوه بله دخل ته ولاړه وه. ومې پوښتله:
– دوکان خو ژر نه بندوئ؟
– نه لا یو ساعت یوو.
– یوه پياله چای غواړم.
له کړکۍ سره کښېناستم.دباندې مې سیند ته کتل. د پورې غاړې ودانیو څراغونه په اوبو کې ځلېدل. باران شروع شو. داسې تیز شو لکه ناوه چې بهیږي. نجلۍ چای راووړ. راته ودرېده. له کړکۍ یې باران ته کتل.
– څومره تیز دی؟
– بیخي ډیر.
خرمايي ویښته یې تړلي وو. په مخ کې یې سرخي نه وه. لکه وینه چې نه لري.په ونه ټیټه وه.راپام یې شو چې په دقت ورته ګورم. سترګې یې راسره څلور کړې.
– که وخت لرې یوه شېبه کښېنه.
ست یې ونه کړ. کښېناسته. مخ یې دسیند په لور واړاوه. یو لاس یې تر زنې لاندې کړ.
– ته چای نه څښې؟
– نه بیا مې خوب وړي.
– زه هم خوب نه شم کولی.
راته ویې کتل. لکه اپلته چې مې ویلي وي.
– اوس مې یخ وشو، په چایو ځان تودوم.
موسکۍ شوه. شنې سترګې یې شوخې راښکاره شوې.
– د پولنډ یې؟
– څه پوه شوې؟
– لهجه دې د پولنډيانو ده.
اوږې یې پورته وغورځولې، لکه وايي چې نه پوهیږي.
– ته د کوم ځای یې؟
– ته څه فکر کوې؟
– عرب؟
– نه
– ترکی؟
– نه
سترګې یې سره ورغلې. لکه فکر چې کوي. بیا یې اوږې پورته وغورځولې. لکه راته وایي چې نه پوهیږي او یا ورته مهمه نه ده.
– د افغانستان یم.
– یوازې یې؟
– څه پوه شوې؟
– په دا ناوخته شپه، بل څوک دومره وخت او انرژي لري چې چای وڅښي او خبرې وکړي؟
نجلۍ وخندل. پورته شوه. ساعت ته یې وکتل.
– وبخښه زما وخت پوره کېږي، کوټ را اخلم ، نور ځم.
سر مې وښوراوه . دا لاړه. څو شېبې وروسته راغله. لاس یې د مخه ښې په دود پورته کړ. ورغږ مې کړل:
– زه هم ځم، په لاره کې به دې ملګری شم.
څه یې ونه ویل. ورسره ووتلم. هوا سړه وه. دې د کوټ ګروې وتړلې. لږ وړاندې د سیند په غاړه ودرېدله.
– ستړې یم.
– له کاره؟
– نه له ژونده.
په سترګو کې یې اوښکې راغلې. مخامخ ورته ودرېدم. دې مې په سینه سر کېښود. ومې نیوله. یوه شېبه دواړه غلي وو. دې ځان لیرې کړ. اوښکې یې پاکې کړې. ودرېده. اوبو ته یې وکتل.
– یوازې یې؟
– نه درې نورې پولنډۍ نجونې راسره دي خو زړه مې ورسره تنګ دی.
– ولې؟
– په خبره نه سره پوهیږو.
– سخته ده.
پر یوې څوکۍ کښېناسته. ورسره کښېناستم. راته ویې کتل.
– ته له کومه شوې؟
خندا راغله. مخ مې ترې واړاوه. دې په زوټه وخندل. لکه خپلې خبرې چې وخندوله. ومې پوښتله:
– ته له کومه شوې؟
– زه خو دغلته وم، ته راغلې.
– بد مې وکړل.؟
– لا خو نه پوهیږم.
ورنژدې شوم. سر یې زما په اوږه کېښود.
– پوهیږم احمقانه کار دی، نه دې پېژنم نه درنه خبره یم خو دا دی درسره ناسته یم.
– په ژوند کې تل منطق ستړی کوونکی دی .
نجلۍ زما له اوږې سر پورته کړ. رډ رډ یې راته وکتل.
– دا مې نوې واورېده، خو ښه خبره ده.
– هو نو په هر څه کې منطق او په هر څه کې دلیل سړی لا ډېر یوازې کوي.
– له ذهني یوازیتوبه ستړې یم، همدې منطق خرابه کړې یم.
نجلۍ پورته شوه. ساعت ته یې وکتل. زه پر ځای کښېناستم.
– ناوخته دی، بیا اورګاډي نه وي.
– پښې خو شته؟
– لیرې اوسېږم.
– له منطق او عقله جلا کېده نشته.
ویې خندل. رهي شوه. ورپسې ومې کتل. لس ګامه لیرې ودرېده. تر شا یې وکتل. ورپورته شوم. موسکۍ شوه.مخامخ ورته ودرېدم. له مټو مې ونیوله.
– زه دې بل لور ته ځم. بیا دې کله لیدی شم؟
– که منطق او عقل پرېښودو ولې نه؟
په باړخو یې ښکل کړم. چټکه رهي شوه. ورنارې مې کړې:
– وړې شېبې ژوند جوړوي، مه ترې ستړې کېږه.
تر شا یې را وکتل. سترګه یې راته ووهله لکه خبره چې مې مني. زه هم رهي شوم. دواړه په جلا لوریو لاړو. ذهن مې بوخت شو. ساړه مې نه کېدل.
د ماخوستن لس بجې او ۱۹ دقیقې
د اګست ۱۸ مه ۲۰۱۴