تاند: (ابوبکر جبارخېل)- د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو افغان عکاس عبدالرب (حبیب یار) د کرکټ د روانو شپږیزو سیالیو د انځورګرۍ په دنده ګمارل شوی.

د کرکټ د شپږیزو سیالیو لړۍ چې دا مهال د پنځو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې روانه ده، چې د دغو سیالیو مسلکي او فني انځور اخیستنه د یو افغان انځورګر (فوټوژورنالیست) په ګوتو ترسره کېږي.

حبیب یار له تاند سره په مرکه کې وویل، چې ویاړي د لومړي ځل لپاره د کرکټ د لوبډلو عکسونه اخلي او زیاتوي په هرځای او هر حالت کې دی چمتو دی چې دغه دنده پر مخ یوسي.

هغه زیاتوي: (( دا ماته د ویاړ ځای دی چې د خپلو اتلو ځوانانو عکسونه اخلم، د یو افغان په حیث دا خپله وجیبه بولم څو د دوی په خدمت کې اوسم.))

۲۷ کلن حبیب یار په کور دننه او بهر د عکاسۍ ملي او نړیوال نندارتونونه هم جوړ کړي، څو د انځور مینه والو تنده پرې ماته شي او دغه راز له لسو کلونو راهیسې له عکاسۍ سره سروکار لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ په نوخت دغه افغان اعکاس اوسمهال په پېښور کې په سوداګرۍ بوخت دی، او هلته یې د کمیپوټرساینس زده کړه کړې ده.

حبیب یار د لغمان ولایت اوسېدونکی، په قوم غلجی جبارخېل دی او په وینایې چې اصلي ټاتوبی یې د ننګرهار د حصارک غلجايي ولسوالۍ د آب زنګاني سیمه ده.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

0 thoughts on “افغان عکاس عبدالرب حبیب یار د کرکټ د روانو لوبو عکسونه اخلي”
  1. پخوانی او اصلي ټاټوبی یې پرېږدئ، دا وایئ چې اوس پښتو خبرې کولی شي که نه؟ 🙂 اصلي ټاټوبی خو د زلمي رسول ان کندهار دی خو چې خلکو ته له تاسو سره وعده کوم پرځای واده کوم وایي څه به یې کړې؟ ……

ځواب دلته پرېږدئ