سرچينې وايي، په غوربند درو کې بهرني جنګيالي د کورنيو طالب اورپکو په ملاتړ خپلو ليکو ته د ماشومانو د جذب په تبليغاتو بوخت دي او په پټه ماشومان پاکستان ته قاچاق کوي.
په وروستۍ پېښه کې له يخ درې نه درې ماشومان تښتول شوي، چې عمرونه يې له ۱۳ کلونو کم دي. دغه ماشومان په پاکستاني مدرسو کې د ځانمرګو بريدونو او سخت دريځۍ لپاره روزل کېږي.
ځايي خلک وايي، له پاکستاني مدرسو را رخصت شويو ځايي طالب ژڼو له ځانونو سره پنجاپي وسله وال راوستي، خو اوس چې دوبنۍ رخصتۍ په تمامېدو دي، طالب اورپکو هڅې ګړندۍ کړې، چې له بېلابېلو لارو زيات ماشومان پاکستان ته ولېږدوي.
دوه اونۍ د مخه چې کله په پروان کې امنيتي ځواکونو هغه ۲۵ ماشومان چې له بدخشان او فارياب ولايتونو څخه پاکستان ته لېږدول کېدل ونيول، په دې موضوع پسې لټه جدي شوه.
د پروان ولايت د غوربند درې ځايي اوسېدونکي وايي، په پروان کې بهرني طالبان د کورنيو طالبانو په مرسته هڅه کوي، چې تر ۱۳ کلونو د کم عمر ماشومان خپلو ليکو ته جذب او هغوی د روزنې لپاره پاکستان ته په پټه واستوي.
د يخ درې اوسېدونکي وايي، په وروستۍ پېښه کې له يخ درې نه ۳ ماشومان تښتول شوي، چې عمرونه يې له ۱۳ کلونو کم دي.
هر وخت د کال په دې موسم کې چې له پاکستاني مدرسو راستانه شوي، طالب ژڼي بېرته خپلو زده کړو ته ستنيږي، ګڼ ماشومان بې درکه کېږي او ان دغوربند درې ۲۰ ماشومان په تېروڅلورو کلونو کې لادرکه شوي دي.
ځايي خبريال عصمت شينواری وايي، د دغې ماشومانو له ډلې يو هم ۱۲ کلن فضل دی، چې دوه اونۍ د مخه پاکستان ته وتښتول شوی، خو ايله درې ورځې د مخه يې له پلار سره اړيکه شوې، چې په پاکستان کې په يوه ديني مدرسه کې شامل شوی دی.
ښاغلی شينواری د هغو کورنيو له قوله وايي، چې ماشومان يې بې درکه شوي، کورنيو او پاکستاني طالبانو ورته ګواښ کړی، چې په دې اړه غږ پورته نکړي: (( دوی ته ټول کار کورني طالبان کوي، تر ډېره هغه طالبان، چې له وختونو په پاکستاني مدرسو کې په زده کړو بوخت دي او اوس هم دغه بهرني طالبان چې فکر کېږي، پنجاپيان دي سيمې ته د دوی سره راغلي دي. طالبانو خپلو ليکو ته د جذب او له ځان سره د بېولو لړۍ ځکه ګړندۍ کړې، چې نور نو د پاکستاني مدرسو دوبنۍ رخصتۍ په تمامېدو دي او دوی بايد له ځانونو سره هرو مرو د سيمې تنکي ماشومان ولېږدوي.))
په پاکستاني مدرسو کې دغه ماشومان د افغانستان پرضد روزل کېږي، ان د سختدريځۍ او ځانمرګوبريدونو لپاره روزنه ورکول کېږي او بيا بېرته افغانستان ته را استول کېږي.
ځايي خلک وايي، دغه ماشومان د پروان له لارې کاپيسا، لغمان او ان تر پاکستان پورې په پټه روسول کېږي.
ځايي مشر حاجي مير احمد محور ته وويل، دغه ډلې او افراد اوس د ماشومانو په منځ کې تبليغات کوي، چې هغوی وهڅېږي، د خپلو کورنيو نه په پټه پاکستاني مدرسو ته ورسره لاړ شي: ((دا لومړۍ پېښې نه دي، په تېرو څلورو کلونو کې د غوربند له يخ درې، سياګرد او نورو درو ۲۰ ماشومان بې درکه شوي دي. تېرکال هغه ۱۵ ماشومان وژغورل شول، چې پاکستان ته بېول کېدل.))
د پروان امنيه قومندان مموزی وايي، په ياد ولايت کې د کورنيو او بهرنيو طالبانو فعاليتونه شته، چې دوی يې د مخنيوي لپاره له خلکو سره په ګډه هڅې پيل کړې دي. ښاغلی مموزی وايي، په غوربند درو کې يې د خلکو په ملاتړ د طالبانو يوه پوسته ويجاړه کړې ده: ((د ماشومانو د بېولو په تړاو معلومات نشته، خو په لرو پرتو سيمو کې د کورنيو او بهرنيو جنګياليو فعاليتونه شته. په تېرو پنځو مياشتو کې دوه کسان نيول شوي، چې د ځانمرګو بريدونو لپاره ياد ولايت ته را استول شوي وو. هغه لويان لاهم په بند کې دی، چې له ځانونو سره يې ۲۵ بدخشي او فاريابي ماشومان پاکستان ته بېول.))
په دې وروستيو کې ګڼ شمېر کورنيو شکايت کړی، چې ماشومان يې بې درکه شوي، خو وروسته وروسته جوتيږي، چې دغه ماشومان په پاکستاني مدرسو کې په ترهګريزه روحيه روزل کېږي او بيا ځانمرګي بريدونه پرې کېږي.