د نړۍ په غوړېدلي ځمکه هر انسان د اوسېدو حق لري، ځکه کله چې انسان پيدا شي بيا مجبور دى چې د همدې ځمکې په يوه خاصه نقطه کې د ځان لپاره ځاى اشغال کړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د يوه انسان په راتلو دې د بل انسان ځاى ونيول شي او لومړى انسان دې د دويم انسان لپاره له خپل غولي وشړل شي؛ په نړۍ کې د ازادۍ لپاره هېڅ داسې قانون نه شته چې د بل ازادي پرې سلب شي، خو داسې ادعا کېږي چې د اسرائيلو لپاره د ځانګړي هېواد په جوړېدو له فلسطينيانو څخه ازادي واخيستل شوه.
د اوسني فلسطين ځمکه له ډېرې پخوا څخه د انسانانو مېشت ځاى و، ځکه په اسماني کتابونو کې له توراته تر قران کريم پورې په ټولو کې د دې ځمکې نوم ياد شوى او دا ځمکه پاکه ځمکه، د شيدو او ګبينو او په نورو اوصافو بلل شوې ده.
په تورات کې دا ځمکه مخکې له بني اسرائيلو څخه د کنعان په نوم ياده شوې خو د بني اسرائيلو په وخت کې دې ځمکې ته شاعرانه خطاب شوى لکه:” د شيدو او ګبينو ځمکه، هغه ځمکه چې خداى ج ستاسو او ستاسو د پلارانو لپاره ځانګړې کړې او قسم يې پرې ياد کړى، د خداى ج ځمکې او د موعود ځمکې خطاب ورته شوى دى؛ همدا ډول څلور واقعې چې په انجيل کې راغلي ټولې د فلسطينيانو په ځمکه کې پېښې شوې؛ په قران کريم کې دا سيمه پاکه ځمکه بلل شوې او اووه ځلې يې نوم ياد شوى دى.” ( فارسي ويکپيډيا)
له بلې خوا د بشري تاريخ په حواله دا سيمه په بېلا بېلو ادوارو کې د بېلا بېلو امپراتوريو د زور ازمايلو ميدان ګرځېدلى دى خو د اسلام په راتلو دا سيمه د اسلامي امپراتوريو په ولکه کې راغله او د نولسمې پېړۍ تر پايه پورې د مسلمانونو تر واکمنۍ لاندې وه چې وروستۍ هغه يې د عثماني خلافت عصر يادولى شو، له ډېر پخوا دا سيمه ډېره ښېرازه او بډايه ځمکه وه، خو د نولسمې پېړۍ په پاى کې کله چې دې سيمې ته اسرائيلو مخه کړه او په دې سيمه کې سره راټول شول د دې سيمې له اصلي اوسېدونکو يې ازادي، سوکالي او ارامه ژوند واخيستو.
که څه هم د يهودانو په عقيده بايد دوى په يوه ځانګړي هېواد کې سره راټول نه شي، بلکې د نړۍ په هر هېواد کې دوى حضور ولري ترڅو خپل افکار او عقايد په دې ډول په خلکو کې خپاره کړي، خو د نولسمۍ پېړۍ په جريان کې په اروپا کې يوه ډله ملتپال يهودان د صهيونيزم(*) له مکتب څخه په پيروۍ راټول شول، د منځيني ختيځ په لور يې مهاجرتونه پيل کړل او په دې فکر کې شول چې څه ډول د فلسطينيانو ټاټوبى لاندې کړي. کله چې صهېونستانو د کډوالۍ لپاره تبليغات پيل کړل، په لومړۍ جوپې کې د پنځه ويشت زره او پنځه ديرش زره په منځ کې يهودان له پولنډ او يمن څخه د فلسطين هېواد ته ولېږل شول.
صهيونستانو په شکل د اشکالو د فلسطينيانو ځمکې نيولې، اخيستلې او کورونو نه يې پرې ودانول، عربي ټولنې د دوى له نفوذ څخه په وېرې په (١٨٨١) زيږديز کال خپل استازى عثماني خلافت ته ورولېږو، ترڅو په فلسطيني سيمه کې د يهودانو د ځمکو نيولو او اخيستلو اندېښنه له دوى سره شريکه کړي او د خلافت مشران دې ته وهڅوي ترڅو په دې سيمه کې د يهودانو د توسعې مخه ونيسي، خو هغه وخت ترکي واکمن په اروپا کې د خپلو سيمو په ساتلو اخته ول دې ته يې ډېره پاملرنه ونه کړه.
د صفيه حليم په قول:” د ۱۹۰۴ م نه تر ۱۹۱۴ م پورې د ۴۰ زرو نه زيات يهودان د روس، پولېنډ او د يمن نه فلسطين ته ورغلل. هم هغه وخت د عربانو نه په اخيستل شويو ځمکو د تل ابيب ښار بنسټ هم کيښودل شو. په دې دوېم پړاو کې عبراني چې تر هغې په مړو ژبو کې شميرل کيده، خو د څو استادانو له خوا بيا راژوندۍ شوه او اليزر بن يهودا د دې ژبې لومړۍ قاموس جوړ کړو.”
برېتانيا په دې نيت چې د عثماني خلافت واکمني پرته له کوم مصرف څخه په منځني ختيځ کې پاى ته ورسوي او په دې سيمه کې له يوې خوا اسرائيلو له بلې خوا خپل ځانته ميدان خوشى کړي، له خپل شيطاني افکار يې په کار واچول او د عربو احساساتي ملتپال يې وهڅول ترڅو د عثماني خلافت په وړاندې بغاوت وکړي.
” برېتانيا په ۱۹۱۵ م کال کې د بدوي قبايلو يو قامي مشر فېصل بن حسين سره تړون وکړ چې که دوى د ترکانو پر ضد بغاوت وکړي نو په بدل کې به يې دوى ته يو خپلواکه عرب ملک جوړ شي. د عربانو په پاڅون ترکان مات شول خو د عربو ارمان پوره نه شو.
په ۲ نومبر ۱۹۱۷ م کې د بريتانيا خارجه وزير ارتهر جېمز بالفور هلته د مېشتو يهودانو مشر والټر راتسچايلډ ته يو ليک ورواستاو چې په کې دوى ته د خپل وطن د جوړولو لوز شوی و. په بله مياشت يانې د ډسمبر په نهمه د بريتانيا يو پوځي جنرال اېډمنډ اېلنبي د مصر د پوځيانو په مرسته بيت المقدس ونيو. په ۱۹۱۹ م کې د بيت المقدس او د يافا مسلمانان او مسيحيان دمشق ته لاړل، يو ځاې شول او د صيهونيت په مخالفت په لومړۍ کانګرس کې يې ګډون وکړو. دوى امير فېصل بن حسېن د خپل استازي په توګه پاريس ته ورواستاو.
د ۱۹۲۰ م اپرېل په مياشت کې د پاريس په غونډه کې د امير فېصل نه علاوه د صېهونيت استازي وايزمېن هم ناست و. امريکا، بريتانيا، فرانسې، ايټاليا او د جاپان استازو په يوې غونډې کې دا خبره رسمي کړه چې د عربانو ټوله خاوره به د بريتانيا او فرانسې سره وي.”( خبريال سايټ، د صفيه حليم مقاله)
کله چې برېتانيې او فرانسې د ځان لپاره لار پرانيسته نو د عربو ملتپال او ازادي غوښتونکى مشر فيصل بن حسين يې له دمشق څخه اردون ته وشاړه او دا سيمه د برېتانيې او فرانسې تر منځ د شوي تړون له مخې وويشل شوه.
برېتانيا به د اسرائيلي ډلو په ملګرتيا فلسطيني وګړي ځپل چې د ازادۍ لپاره سر پورته نه کړي خو د هر ګزار په ورکولو سره به د خلکو احساسات را پارېدل، ان تر دې پورې چې د فلسطيني ازادي غوښتونکو شمېره لس زره کسانو ته ورسېده، که څه هم فلسطينيان له لومړي سره په ډېر اخلاص د ازادۍ لپاره جنګېدل خو بد قسمتي په دې کې وه، چې فلسطينيانو به په تش لاس جکړه کوله، خو له اسرائيلو سره به د برېتانيا وسلې او وسيلې وې.
برېتانيا تر (١٩٣٠) زيږديز کاله پورې د اسرائيلو پوځ جوړ او وروزلو، همدا ډول د فلسطين په ځمکه کې يې د اسرائيلو لپاره سړکونه، کارخانې، ښوونځي، روغتونونه او نور ټولګټي تاسيسات ورغول ترڅو اسرائيل په خپل مټو تکيه شي، ځکه د برېتانيا د بهرنيو چاورو زوير ( ارتهر جيمز بالفور) په (١٩١٧) زيږديز کال د يهودانو له مشر سره د يوه ليک په واسطه ژمنه کړې وه چې دوى ته به بېل هېواد جوړوي، خو کله چې يهودان په خپلو پښو ودرېدل دومره يې له حده پښې ويستلې چې بيا يې کابو کول د برېتانيا له وسه هم تېره خبره وه، په همدې اساس په (١٩٣٩) ز کال برېتانيا اعلان وکړ چې د بالفور ليک د دوى رسمي دريځ نه دى او دوى علاقه نه لري چې اسرائيلو ته دې بېل دولت رامنځته شي، خو په دې وخت کې خبره له خبرې تېره وه، ځکه اسرائيلو دومره قوت موندلى و چې د برېتانيا خبرو او مشورو ته يې غاړه نه ايښوده.
په(١٩٤٤) ز د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې برېتانيا اړه شوه چې له جرمني سره د جګړې لپاره د اسرائيلي تکړه افسرانو يوه ډلګۍ وروزي.
دې ډلګۍ که له يوې خوا په جګړه کې ونډه واخيسته له بلې خوا يې له اروپا څخه فلسطين ته د يهودانو په لېږلو کې هم فعاله ونډه درلوده، ځکه د جګړې په کلونو کې هر کال برېتانيا د يوه تړون له مخې پنځه لس زره يهودان فلسطين ته بېول.
د جګړې په دوران کې د برېتانيا اقتصاد کمزورى شو په همدې سبب يې امريکا ته وړانديز وکړ چې که چېرې دوى ته په پور پيسې ورکړي نو يو لک الماني يهودانو ته به اجازه ورکړي چې فلسطين ته ورشي.
په (١٩٤٧) ز کال برېتانيا په ملګرو ملتونو کې د فلسطين او اسرائيلو د برخليک په اړه وړانديز وکړ چې د همدې کال د نوامبر په ٢٩ مه د ملګرو ملتونو له خوا دا سيمه په دوو بېلو دولتونو اسرائيل او فلسطين باندې د وېشلو موضوع تصويب کړه، چې صهيونيستو اسرائيلو يې هرکلى وکړ خو فلسطينيانو او عربي نړۍ دا تصويب رد کړ او د همدې کال د نوامبر په ديرشمه د دواړو غاړو تر منځ خونړۍ جګړه پيل شوه او د (١٩٤٨) ز کال د مې مياشتې تر څوارلسمې پورې يې دوام پيدا کړ، د مې په څوارلسمه نېټه په دې سيمه کې د اسرائيلو په غوښتنه او فشار د برېتانيا واکمني پاى ته ورسېده او اسرائيلو د يوې اعلاميې په ترڅ کې د خپل دولت رامنځته کول او استقلال اعلام کړ؛ له دې اعلام څخه يوه ورځ وروسته د فلسطين ټولو عربي ګاونډيانو په يوه خوله په اسرائيلو بريد وکړ ولې کيسه له کيسې تېره وه، ځکه اسرائيل دومره ځواکمن شوي وو چې ټولو عربي هېوادونو ته يې ماتې ورکړه، اسرائيل په خپل ځاى پاتې شول، فلسطينيان دې ته مجبور شول چې خپله خاوره خوشې کړي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.
لکه څه ډول چې په مخکينيو پراګرفونو کې يادونه وشوه د اته لسمې پېړۍ له پايه را په دې خوا د فلسطين ځمکې ته د اسرائيل بهيرونه ور روان وو چې تر ١٩١٤ ز کال پورې يې شمېره څلوېښت زرو ته ورسېده، خو په دې تېرو سلو کلونو کې سره د دې چې د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې شپږ ميليونه يهودان په ډله ييز ډول ووژل شول، خو د چټکو او شيطاني مهاجرتونو په ترڅ کې د فلسطين په خاوره د اسرائيلي کډوالو شمېره له شپږ نيم ميليونو لوړه شوه، په داسې حال کې چې فلسطينيان يې دې ته مجبور کړل چې خپلې سيمې خوشې کړي او نورو سيمو ته کډوال شي، ځکه د فلسطين هېواد له پنځه اويا سلنې ډېره ځمکه تر خپلې سينې لاندې کړه.
د فارسي بي بي سي د نړۍ ښود په حواله نن د اسرائيلو تر ولکې لاندې ځمکې پراخوالى (٢٢٠٧٢) کيلومتره مريع دى خو فلسطين چې په دوو برخو وېشل شوې، ختيځه څنډه او د غزې تيړانګه ټول مساحت يې ( ٦٣٣٥) کيلومتره مربع ښودل کېږي؛ د اسرائيلو سترګې لا هم په دې نيول شوې ځمکې نه دي ډکې او په دې هڅه کې دي چې د غزې تيړانګه چې (٣٦٥) کيلومتره پراخوالى لري تر خپلې ولکې لاندې راولي.
که څه هم اسرائيل د يوه پلان له مخې په دې سيمه کې د دې لپاره ځاى پر ځاى شول چې لويديځوال په ځانګړي ډول برېتانيا، فرانسه او امريکا خپلې ګټې په دې سيمه کې خوندي کړي، خو د اسرائيلو ورځ تر بلې ځواکمنتيا او حراصت ته په کتو ښايي هغه ورځ رالنډه شوي وي چې د همدې اسرائيلو له لاسه به د امريکا او برېتانيا ځواکمنې واکمنۍ زوال ويني، ځکه لکه څه ډول چې وليدل شول او تاريخي اسنادو په ډاګه کړې، څومره چې دوى د مشترکې نقطې خوا ته ور لنډيږي همدومره د دوى ترمنځ اقتصادي اختلافات او فردي ګټې زور پيدا کوي، چې پايله يې پرته له شديد ټکر څخه بل کوم حل نه لري.
سرچينې:
١- فارسي ويکپيډيا
٢- فارسي بي بي سي وېبپاڼه
٣- په خبريال وېبپاڼه کې د صفيه حليم ليکنه
٤- هولکاسټ يا کشتار جمعي سايټ
سپين روان نورزى -خوست
*- صهيونيزم له ” صهيون، صيون” څخه اخيستل شوې ده چې په عبري ژبه کې د يروشلم په سيمه کې د يوې غونډۍ نوم دى او دې غونډۍ ته په تورات کې هم اشاره شوې ده، خو اوس دا کلمه د يهودي ملتپالنې په مانا په لومړي ځل د دوى په يوه ژورنال کې وکارول شوه.