پښتو معاصر داستاني ادبيات (تاریخي-انتقادي کتنه ) د هغه ۵۵۲ مخيز کتاب نوم دی چې تازه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې (جرمني) له خوا په غوره بڼه او سکښت په کابل کې د۱۰۰۰ ټوکو په شمېر خپور شوی دی.
دا کتاب د افغانستان د وتلي کيسه لیکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور په قلم کښل شوی دی.
په کتاب کې له سريزې پرته يوويشت څېړنيزې مقالې او درې تاريخي کيسې راټولې شوې دي. د ښاغلي انځور د مقالو دغه ټولګه به د پښتو داستاني ادبياتو د بشپړ تاريخ د نه شون تشه تر يوه بريده ورډکه کړي.
د مقالو دغه ټولګه (په پښتو ژبه کې لومړنی ژباړل شوی ناول کوم يو دی؟) له سرليکه پیل کېږي او تر مل يا ضميمې وروسته پر دريو پښتو تاريخي کيسو ( شليدلې پڼه)، (کونډ جينۍ) او ( توريالۍ پښتنه ) باندې پای ته رسېږي.
د پښتو کیسه لوستونکو او ليکوالو سره هر مهال داسې پوښتنې وي چې د پښتو لومړنی کیسه ليکوال څوک دی؟ او لومړنۍ بشپړه کيسه کومه يوه ده؟
د کتاب ليکوال هڅه کړې چې د دا او دې ته ورته پوښتنو ته د څيړنيزو مقالو پر بنسټ ځواب ووايي.
څنګه چې د پښتو زياتره پیاوړي کيسه ليکوال دا مهال په نړۍ کې نشته نو د دې کتاب د کره کتنې ژبه هم تر ډېره بريده عاطفي ده.
په پای کې ښاغلي انځور ته د کتاب د خپرېدو مبارکي وایم او تاسو ته يي د موندلو اولوستلوهيله څرګندوم.
محبوب الله خان