د اغلې او تکړه ليکوالې ويکټوريا مارټينز څو ښکلې، په زړه پورې او راښکوونکې ويناوې، له لوستو يې خوند واخلئ:
- که ته خپلو هيلو ته نه شې رسېداى، نو له هغوى څخه مننه چې تا ورته رسوي.
- د نړۍ تر ټولو ارزښتناک شى، له نورو سره د ملګرتيا پالل دي.
- د نېکمرغۍ ځينې شېبې مونږ هېروو، ځکه مونږ د ژوند زياتره وخت په هغه څه کې تېرو، چې موږ ورته اړتيا لرو.
- په يو وار ناکامۍ سره زړه مه بايله؛ بلکې کاميابي په بيا بيا هڅه کولو کې ده.
- خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه، ځکه ستا استعداد يوازې په تا کې دى.
- ستا ښه والى په تا کې داخل دى، هغه ته د بهر وتلو اجازه او نړۍ و الو ته وښايه، چې ته په څه ارزې، يا د څه لايق يې.
- کله چې ته په ځان کې ښه وينې، نو د نورو له ښو يې پيل کړه.
- که چېرې تا دا زده کړي وي، چې خپلې کړنې بدلې کړې، نو دا به تا سره د ښه ژوند په تېرولو کې مرسته وکړي.
- کله دې چې خپل کړه وړه بدل کړل، نو تا خپله انرژي او توان بدل کړ، بلکې پوهه دې ترلاسه کړه.
- له فرصتونو پسې لټون مه کوه، بلکې جوړ يې کړه.
- اوس ژوند وکړه او راتلونکى دې پرې جوړ کړه.
- کوم څه چې په لاس کې لرې، پر هغې شکر وباسه، نو څه چې غواړې هغې ته به پرې ورسېږې.
- دا هغه څه نه دي، چې مونږ يې لرو، بلکې دا هغه څه دي، چې مونږ ورته رسېدلي يو.
- که څه احساس لرې، نو: عملي يې کړه، ويې وايه، زده يې کړه، نورو ته يې وښايه، ويې بښه او شکر ګوزاره اوسه.
- مينه نه اخيستل کېږي او نه خرڅېږي، نه مطالعه کېږي او نه زده کېږي؛ بلکې نورو ته ورکول کېږي.
- ستا دماغ د خوبونو خزانه ده، مګر… دا ټول (خوبونه) په عمل کې واچوه يانې رښتيا يې کړه.
- دا څه خبره نه ده، چې ته د چا لپاره مهم نه يې، بلکې خبره دا ده، چې تاته څوک مهم دي.
- که چېرې مونږ د خلکو په شان ځان اصلاح کړو، نو دا به مونږ سره د ښه ژوند په جوړولو کې مرسته وکړي.
- کوم خلک چې له نورو سره مرسته کوي، کوم خلک چې له نورو سره په ګډه کار کوي، کوم خلک چې له نورو سره مشورې کوي، کوم خلک چې نورو ته ښوونه کوي او کوم خلک چې دا احساسات لري، نو همدوى کاميابه خلک دي.
- ستا لويوالى په تا کې دننه دى، هغې بهر راوباسه او خلکو ته وښايه، چې زه د دې وړ يم.
- ستاسې لاسته راوړنې او ستا برياليتوبونه هسې نه دي رامنځ ته شوي؛ بلکې دا ستا د ورځنيو کارونو مېوه ده، نو پر خپلو هدفونو پسې اوسه.
- زه تاته د خوشالۍ اميد نه لرم، بلکې زه دا هيله لرم، چې ته په خپله د خوشالۍ احساس پيداکړې او دا د خوشالۍ ترلاسه کولو ښه لاره ده.
- له ځانه ناځوابه پوښتنه وکړه او بيا په جواب پسې لټون وکړه او حل يې کړه.
- چاته چې زه سترګې په لاره يم، هغه له ما او تا نه مهم دى.
- ستا کاميابي ستا د ذکاوت په عملي کولو کې ده.
- له هرې تېروتنې يې زده کړه، همدې ته تجربه وايي.