تاند- په کابل کې د شپږیزې په نوم د افغانستان د پنځو زونونو د کرکټ په سیالیو کې د بندامیر ښاماران او د مس عینک اتلان پایلوبې ته ووتل.

دا دوه لوبډلې نن په نیمه پایلوبه کې له امونهنګانو او بست ساتونکو سره مخامخ شوې.

د بند امیر ښامارانو د امو نهنګانو ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړه.

د امو نهنګانو د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په خپلو شلو اورونو کې ۱۶۰ منډې جوړې کړې وې خو د بند امیر ښامارانو په نولسم اور کې په داسي حال کې هدف پوره کړ چې یوازې یې څلور لوبغاړي سوځېدلي ول.

۱د بند امیر د ښامارانو لپاره حشمت الله شهیدی ۵۴ او حضرت الله ۴۶ منډې جوړې کړې. یامین احمدزي د سیال ټیم ۴ او رحمت شاه ۳ لوبغاړي وسوځول.

د امو نهنګانو لپاره جمعه ګل ۴۰، جاوید احمدي ۳۵ او میرویس اشرف ۳۰ منډې جوړې کړې.

یامین احمدي د دې مسابقه غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

۱په دوهمه نیمه پایلوبه کې د مس عینک اتلانو سیال ټیم ته ماتې ورکړه. مس عینک د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۹ منډې هدف ټاکلی و خو د بست ساتونکو په وروستي اور کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ټولټال ۱۵۵ منډې جوړې کړای شوې.

د مس عینک لپاره نور علي ځدراڼ ۵۶ منډې جوړې کړې. او د دې ټیم روښان بارکزي د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول ځکه هم د دې مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې سبا /دوشنبه/ د بند امیر ښارماران او د مس عینک اتلان په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

۱

2 thoughts on “د بند امیر ښاماران او د مس عینک اتلان د شپږیزو پایلوبې ته بریالي شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *