تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش او د امریکا سفیر جېمز کنینګم نن /یکشنبه/ له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

درې خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو په اړه خبرې وکړې.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشر او د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش په دې غونډه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو د تفتیش د څرنګوالي او په دې برخه کې د شوي پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي کوبیش پرون د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته په دې اړه معلومات ورکړي ول.

د افغانستان د انتخاباتو د رایو د تفتیش بهیر د ملګروملتو تر څارنې لاندې روان دی.

ښاغلي کوبیش د رایو د تفتیش په کار کې د ځنډ په وړاندې د ولسمشر کرزي حوصله وستایله.

ولسمشر کرزي د سپټمبر دوهمه /راروانه سې شنبه/ د نوي ولسمشر د لوړې لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه او ویلي و چې تر دې نېټې وروسته د انتخاباتو د نتیجو د اعلان ځنډېدا نه شي منلی.

خو یان کوبیش ولسمشر کرزي ته وویل چې ممکن دا پروسه یوه اوونۍ نور وخت هم وغواړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون خپل کار ته دوام ورکوي او نن هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ۲۳۶ محلونو رایې باطلې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *