سخت ژمی وو. هوا دومره سړه وه چې ځنګل ډير ژوی یخ وهلي وو. ځينې ژویو چې ډله یز ژوند درلود سره راټول شول چې په دې توګه د سړو مخه ونیسي او یو بل سره توده وساتي، تر څو له حتمي مرګ څخه ځانونه بچ کړي. د ځنګل اوسیدونکو چیژګیو هم وغوښتل چې له دې دستور څخه ګټه پورته کړي، خو ازغیو یې د دې کار مخنیوی کاوا او دوی په خپلو ازغیو یو بل ژوبلول. اوس نو پریکړه د دوی په لاس کې وه چې د خپلو دوستانو ازغن وجود وزغمي که پریږدي چې یخ یې ووهي. چیژګیو زده کړل چې له دوستانو سره د یو ځای اوسیدو واړه زخمونه وزغمي تر څو د خپلو دوستانو او خپل ژوند وژغوري.
پیغام: که انسانان د یو د بل بیلو بیلو نظریو ته احترام وکړي او له وړو وړو اختلافاتو څخه تیر شي نو لوړو اهدافو ته به ورسیږي!!