ډاکتر نعمت الله نیازي

ډاکتر نعمت الله نیازی د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوبي مېن پوهنتون (University of Southern Maine) د عامې روغتیا د ماستری پروګرام د دوهم کال محصل دی.

————————————————————-

د اصلاحاتو او همپالنی ټیم سیاسی فشارونه پر ډاکټر اشرف غنی احمدزي د ملي حکومت (ایتلافی)جوړنې په ارتباط عملي شوي او داسي ښکاري هغه څه چې غوښتل لاسته یې راوړي. اما دغه لاسته راوړنې به د اصلاحاتو او همپالنې ټیم لپاره په کوم قیمت تمام شي. کوم ټیم به یو با ثباته سیاسي راتلونکې ولري.

وروسته له دوهم پړاو ټولټاکنو، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ۲۴ ساعتنو په لړ کې د خپلې بشپړې ماتې لومړي څرکونه ترسترګو کړل او له هماغې شیبې وروسته د قدرت دقسیم به لټه شول. مدني حرکتونه، تهدیدونه او بایکاټونه پیل کړل. د وخت په تیریدو سره، متضاد او متنافص شرایط یې د رایو د بیا شمیرنې لپاره وړاندې کړل، اما د ټولټاکنو خپلواک کمیسون، نړیوالو او مدني بنسټونو د تحول او تداوم ټیم سره یوځای د دغو ټولو شرایطو په منلو سره پرې نښودل تر څو دغه ملي او دیموکراتیکه پروسه له خنډ سره مخ او هیواد د یو بل ناورین لورته لاړ شي. له همدې وجې د ایتلافی حکومت جوړولو ته، چې ظاهرآ د امریکا د خارجه چارو وزیرجان کیري طرح وه خو په بنیادي ډول د اصلاحاتو او همپالنې ټیم اساسی هدف و، غاړه کېښوده.

امریکا دا طرحه د یو دوه فطبي حکومت د جوړیدلو په مقصد وړاندې کړه څو خپلو سیاسي او ستراتیژیکي موخو ته د رسیدو دپاره ترې استفاده وکړي ځکه دوی د یو مرکزی واک له شتون سره د کرزي په حکومت کې خپلو موخو ته د رسیدو په مقصد له ډیرو خنډونو سره مخ شول چې یوه بیلګه یې امنیتی موافقه وه. د ټولټاکنو پروسې په وروستیو پړاونو کې د دواړو ټیمونو لپاره د سیاسی حیثیت بڼه غوره کړه ځکه دواړو ټیمونو د خپلو رایو د شفافیت او د انتخاباتو د ګټلو ادعا کوله. اوس که د تحول او تداوم ټیم وړونکی اعلان شي د اصلاحاتو او همپالنې ټیم به نور د نړیوالو او د افغانستان د خلګو باور له لاسه ورکړي او حتا هغه ادعاګانې به یې هم تر سوال لاندې راشي چې د ۲۰۰۹ کال د ټولټاکنو په ارتباط یې کړې وې.

بله د توجه وړ مسله دا ده چې احتمالآ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په منځ کې یو سوړ سیاسي انفجار د ایتلافی حکومت د جوړیدو او یا هم د واک د ویش پر سر وشي او د ټیم یوځای شوی افراد به له سیاسی اړخه له یو بل څخه واټن واخلي. د جمیعت او شورای نظار خلګ به د اینده انتخاباتو لپاره بل کس غوره کړي او په دې اساس به دا د ډاکتر عبدالله سیاسي ژوند او موقف پای وي او نور به د جمیعت او شورای نظار له حمایت څخه برخمن نشی. وروستی سیاسی تمارضات د قدرت د رسیدو په موخه یو نه جبرانیدونکی ګوزار و چې پر ولسواکۍ باندې پریوت، د افغانستان د خلګو سیاسي پوخوالی په نړیواله کچه تر پوښتنې لاندې لاړ، په سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په میلیاردونو ډالرو زیان واوښت، اما پایلې د امریکا خارجه وزیر او د ډاکټر عبدالله غیر منصفانه فشارونو وټاکلې.اوس نو د تعجب وړ خبر دا دی چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د قدرت مشارکت له وړنکي ټیم سره مني اما د انتخاباتو پایلې به، چې د همدوی په غوښتنه د ملي او بین اللملی بنسټونو په شتنون تر سره شوې، نه مني.

د یو سوکاله او آباد افغانستان په هیله

0 thoughts on “د ډاکتر عبدالله او جان کیری مشترک هدف/ ډاکتر نعمت الله نیازی”
  1. ګل مرجان یوه هم نه منی دوینو تویولو تږی ده بیګونه وینی به توی شی عبدالله قهر او غصه به ساړه شی

    ولی بی خبره ده چه په همدی وینو تویولو کی خپل مرګ لټویچه قبر او هدیره بهیی هم معلومه نشی مردم ازاری نکن علمیت-دانش فرهنګ افغانها را زیر سوال بردی دولت افغا نستان ره برا دنیا بی ظر فیت معرفی کردی هر ګز نتیجه همچو اعمال را خواهید دید وفراموش نه شدنی است علمیت افغانها را دانش افغانهارا دموکراسی افغانهارا فرهنګ افغانهارا غیرت وشهامت افغانهارا به نظر شم چی معلوم میشود ؟ جواب خواهید داد .

  2. Dear,
    That is not USA or India Election,
    In all Small country in world the election just the Democratic Process for USA & UK, in Afghanistan also the same Election & which Mr Kerry want he should the president, We kindly request all to don’t write about Election more article

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *