کلونه مخکې به په ادبي غونډو کې يوه ملګري وړانديز وکړ: فرهنګيانو ته بايد په قدرت کې ونډه ورکړل شي، چې د فرهنګي ودې زمينه برابره کړي او فرهنګي شتمني له لوټ- تالان وساتي.

ناستو ملګرو به دا خبرې په چکچکو بدرګه کړې. يو څو به يې شعارونه هم ورکړل.

لکه چې پاک خداى يې ناره واورېده، د حامد کرزي د واکمنۍ په هغو لومړيو کې ځينې فرهنګيان او ليکوالان واک ته ورسېدل، نو دغه نارې سورې يو څه کمې شوې. موده لا تېره نه وه چې لومړى له مشر فرهنګي زلمي هېوادمل نه ګيلې پيل شوې، چا محافظه کار وباله، چا ويل چې ولسمشر ته ناسمې مشورې ورکوي او چا بيا دى په نه همکارۍ تورن کړ.

د طالبانو په واکمنۍ کې مې په بي بي سي راډيو کې د افغان سينماګر واحد نظري مرکه اوس هم په ياد ده چې ويل يې موږ په مهاجرت کې ژوند کوو، امکانات نه لرو، که نه کولاى شو د کونډې زوى سريال بله برخه جوړه کړو، ده له نورو ارګانونو او سازمانونو د مرستې غوښتنه وکړه.

وخت داسې راغى چې نظري صاحب خپله د افغانستان د راډيو-ټلويزيون عمومي مشر شو، ټولو د تمې سترګې ورته نيولې وې چې څه انقلاب به راځي، خو د ښاغلي واحد نظري د واکمنۍ په موده کې نه يوازې د کونډې زوى سريال د جوړونې يادونه چا ونه کړه، بلکې د ملي راډيو ټلويزيون په اداره او خپرونو کې هم څه ځانګړى بدلون رانغى.

اوس هم يو بل فرهنګي ددې ادارې مشر دى، خو تر اوسه د کوم ځانګړي نوښت يا پرمختګ څرک نه دى ليدل شوى. پخوا به د مسعود ورځ په کابل او څو مشخصو ولايتونو کې لمانځل کېده، اوس ننګرهار او څو نورو ولايتونو ته په دې ورځ خاص تخنيکي او مسلکي ټيم لېږل کېږي چې دا ورځ ښه په شانداره توګه ولمانځل شي.

په کندهار کې ځوان ليکوال او شاعر عبدالقديم پتيال د والي مرستيال او بل شاعر دواخان مينه پال د اطلاعاتو او کلتور رئيس شو، خو د فرهنګي ميراثونو د تباهۍ زيات خبرونه د دوى په واکمنۍ کې خپاره شول.

د خرقې مبارکې د دروازې ايستل کېدل او پر ايران خرڅېدل، د نارنج ماڼۍ د يوې برخې له منځه تلل او هلته خپلسرې کيندنې کېدل، د احمدشاه بابا د وخت د يوه جومات نړول کېدل او سور زمري (شېر سرخ) زيارت ته نژدې د نادر افشار د زمانې د يوې کلا د پاتې برخې له منځه تلل يې يوازې يو څو موارد دي.

له دې څرګندېږي چې موږ فرهنګپالو مشرانو ته اړتيا لرو، ضرور نه ده چې دغه مشران دې فرهنګيان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *