دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې
کله چې کرزی ټينګار وکړي (( ارګ پرېږدم))، د ملګرو ملتونو دنګ استازی ټول رسمي مجلسونه پرېږدي او د سنګ مرمرو افسانوي ماڼۍ ته راخوشي شي، ده پسې کله امریکایي ديپلوماتان راروان وي او یا هغوی د کوبېش اړمونه وي، چې ناراضي سلطان له خپلسرۍ راوګرځوي. د تاریخ په سرچپه کې سړی حیران شي، چې د افغانستان ټاکنې ددغه هېواد ولسمشر د امريکا د ضعف د ټکي په توګه کاروي. بل خوا امریکایان هم له خپلو عقدو سره د ټاکنو ترشا پټ دي، چې کرزی باید په ټاکنو کې د خپلې ارادې او مداخلې حداقل تاثیر هم ونه لوبوي.
د امريکا او کرزي ترمنځ روابط حداقل ته راټيټ شوي دي، دا نو د زمانې انصاف دی؛ له ما څخه تر ۲۰۰۷ کاله کارزماتیک کرزی نه هېريږي، چې په اکسفورډ او ….. پوهنتونو کې به یې ویناوې کولې او ټول سور سري ديپلوماتان به ورته ګوته په غاښ وو، دده اوږده چپنه او بې خونده قره قولي د نورې نړۍ د جمهور ریسانو تر قیمتي لباسونو جادو ګره وه. خو زما به دا ورځې هم هېرې نشي، چې ولسمشر لاس په ډډه نیولي د ارګ ترشنو ونو لاندې ګرځي او له امریکا او لندنه راغلی خپل د ټيم هر غړی ورته جاسوس جاسوس ښکاري. کله چې کرزی د یو مصلحت ګرا، کمزوري او بې اتوریتې سړي په توګه د امريکايي سناتورانو تکیه کلام شي، واقعاً سخته ده؛ لکه له اسمانه پرځمکه ولګېږې او په خپله ګناه پوه نشې. دا هرڅه د تقابل د یوې برقي جړکې په سبب رامنځ ته شول. اوس د کرزي له دیده امریکایان تر روسانو بې رحمه او بې پاسه خلک دي، خو د امریکایانو له دیده کرزی نمک حرام او بحران زا انسان دی.
سره له دې چې جمهور ریيس کرزی ټينګار کوي، خلکو یې جنګ ګټلی، خو سیاست یې بایللی، سره له دې چې په توی وړي اختیار ټينګار کوي، چې له نړۍ سره سیاست وکړي، خو د ارګ اوسني حالات د سیاست کولو په نسبت د تربګنۍ پر یو خطرناک برید درول شوی دی او ددې عمل مبتکر ولسمشر کرزی دی.
هرهغه غږ چې له امریکا سره د کرزي د سنجیده عمل غوښتنې لپاره پورته شي، د امریکا د جاسوسۍ د تور په توره له خاورو سره سم شي. هرسیاسي دید له ورایه محکوم دی، حتی ددغو تورو له لیکلو وروسته زه هم د خپل استقلال په خطر کې یم.
د جنګونو له ګټلو وروسته اوس موږ هم جنګ وبایله او هم سیاست. په دې پېچلې مرحله کې که ولسمشر کرزي ته د ملک د لومړي سړي په توګه واک ورکړل شي، د ټاکنو غوټه به څرنګه وسپړي؟ واقعاً چې په لاس یې له خلاصولو عاجز دی.
هم متهم دی، هم بې تاثیره او هم مشکوک.
د ټاکنو کميسیون ددوو بهرنیو غړو د شړلو بیه یې په ۲۰۰۰ بهرنیو ناظرینو او مفتيشینو منلو سره پرې کړه. له جنګسالارانو سره مینه او یارانه یې پرخپل سر ټپ شوه او له امریکایانو او انګريزانو سره د سیاست نخشه یې دړې وړې شوې ده.
ولسمشر کرزی نور نو د امریکایانو د مخونو لیدلو حوصله نلري. د یو عادي وګړي په توګه حق لري، خو د یو ولسمشر په توګه تاوان یې له ټول ولس وځي. د ناټو په غونډه کې به بسم الله محمدي ګډون کوي، هغه محمدي چې تر یو دفاع وزیر وړاندې یې خپله ولسمشر د نظار شورا د یو اربکي په توګه پيژني. اصلاًکرزی په ناټو غونډه کې نه د ځواب ویلو لپاره څه لري او هم یې لاشعور له هغه احتماله خبر دی، چې په غونډه کې به د لوديځوالو له خوا د یو پخواني کارزماتیک سړي د سپکاوي سبب کېږي.
د ناټو غونډه کې غالباً کرزي ته د امنیتي تړون د رد په سبب د امریکایانو د سپکاوي خطر هم په مخ کې پروت و، په نه ګډون سره کرزي ځان بچ کړ، خو وطن یې یوه نېزه نور هم بحران ته ورټېل واهه.
د افغانستان ټاکنې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د میز مهمه دوسیه ده، د افغانستان لاسرسی او مداخله پکې نشته. دا هرڅه ولسمشر غني ته په لوړه بیه تمام شوي دي. له یوې خوا به د کرزي د اشتباهاتو بیه له خپله سیاسته پرې کوي، هم به له امریکا د خپل بایللي سیاست لارنقشه ژغوري او هم به په میدان پارېدلي جنګسالاران رام کوي بیا به ورباندې حکومت کوي.
ماسره یوه پوښتنه ده، څه به پیښ شي، چې له خپلو ټاکنو وروسته امریکا ته د بایلونکي خطاب وکړای شو؟