پوهيالی سيد اصغر ارمل هاشمي

اجمل خټک : د غني خان ډېر نژدې دوست او د سياست د لا رې ملګرى مشهور شاعر او ليکوال اجمل خټک د غني د شاعرۍ په هکله داسې ليکي :

(( وايي چې هر شاعر تر يوه حده فلسفي وي ،خو دغني په هکله دغه هومره کافي نه ده ، ځکه زموږ نور نقادان هغه ته فلسفي شاعر وايي ،ولې زه د خپلې مطالعې او د هغه د پيژندګلى په رڼا کې غني ته فلسفي شاعر نه بلکې (( شاعر فلسفي )) وايم .

دده ټول ژوند ، مجلس ، خبرې ، فکر او کړه وړه د فلسفيانو دي ، تر دې چې که چا نه وي ليدلى او نه يې پيژني ،چې دى وويني او دده خبرې واوري نو سمدستي به قضاوت وکړي چې غني فلسفي دى . ولې دا فلسفي د خپل حکمت او فکر د باريکيو ، نزاکتونو ژورتيا ، مسلو ، کږليچونو او لا ينحل نکتو د پاره چې د شاعرۍ ، ادب او هنر خوږه ژبه ، د غنا نه ډک په سُر پوره وزن   رنګين تخيل ، د معنا نه ډکې اشارې ( سمبولونه ) نوي نوي تشبيهات او استعارات او رنګارنګ ترکيبونه استعمالوي ،نو هېڅوک ددې نه انکار نه شي کولای،چې دی يو ستر او خوند ناک شاعر دى . دې د شعر په ژبه او فن کې دومره استاذي او کمال لري ، چې که د مرغانو او ځناورو په خوله د ژوند باريکي مسلې يادوي ، که د رند او مست ليوني په رنګ کې د خپل فکر د ژورتيا او وسعت مسلې پرانيزي او که د صوفي او عارف سره راز او نياز کوي ، ټولو کې داسې خوند پيداکړى ،چې يو بې علمه کليوال سړی يې اوري هم ورته مست شي ، تر دې چې که څوک دده د شعر په باريکى او فلسفه پوهيږي او که نه پوهيږي که څوک ورسره اتفاق لري او که نه لري ، دده شعر چې اوري په هغې مستېږي ، ذهن يې تازه کېږي او زړه يې خوشحالېږي .

دا شاعر فلسفي يو سياسي مفکر او د مبارزې د ميدان پهلوان هم دى ،دا صفتونه يې په شعر کې هم تر هر چا ښه څرګند کړي دي   او د عمل په ميدان کې هم .او دا يواځې زه نه وايم ، زما او دده ټول معاصر شاعران او سياستدانان پرې قايل دي او که چا دده نوره وينا خو پريږده صرف دا دوه نظمونه لوستي يا اورېدلي وي ، هغه به زما ددې وينا په صداقت ما سره متفق وي :

(( اى ! زمـــا وطــنه د لعلونو خزانې زما

ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما ))

زه د غني ملګرى يم ، هغه صرف پيژنم نه ، بلکې په هغه پوهيږم هم ، او چې په هغه د څه ليکلو د پاره قلم را واخلم نو نه قلم ستړى کيږي او نه زه مړيږم ، ولې زه په دې پوهيږم چې زه د غني په شان فلسفي نه يم او نه دهغه د فلسفۍ د لا رې طالب يم   .

همدارنګه د کوزې پښتونخوا دغه مشهور شاعر ، ليکوال او سياستمدار   ( اجمل خټک ) په خپل يو شعر کې د ځان او غني د معنوي شتمنۍ يادونه دا رنګه کوي :

د غــني پــه نــامـه ليکم څو شــعرونه

پـــه پـنـجــره کــې يــادوم تــازه ګلونه

د هــغه ســره رنــګــونـه د قــلــم دي

زه لــــرم يــوڅـــو ســاړه ســاړه آهـونه

دهغه خوله کې دخونده ډک چغاردى

زمـــا زړه کې دي له درده ډک داغونه

سـيـلانــى هــغـه د نـورې دنـيـاګى دى

بــلـــــوم زه د کـــوډلـــومـشـــالـــونـه

سلما شاهين :استاده سلما شاهين هم د غني خان د فکر پلوشې ستايي او د هغه د شعر او شاعرى په هکله ليکي :

(( غني خان د شعرو فن په ميدان کې د يوې جدا لارې څښتن دى، د هغه کلام د ژوند د ټولو ژورو ، دټولو ويرو ترهو ، خوشحاليو ، خنداګانو ، سوزو ساز ، خوږو ترخو ، د رڼاګانو او تيارو ذکرونه کوي ، دا د غني خان فطرت دى چې هغه قيد او پابندي نه مني .دغني خان د فکر پلوشې د حسن و عشق په دنيا کې لکه د بوډۍ ټال خپل نور په ډېرو رنګونو کې شيندلى دى ، د هرچا فکر ته په خپل انداز د نندارې دعوت ورکوي .))

ماستر عبدالکريم : ماستر عبدالکريم د غني خان هم مهاله او دهغه د نژدې سياسي ملګرو له ډلې څخه شمېرل کيږي ،کوم قضاوت چې د غني خان په شاعرۍ او شعرونو باندې دهغه نژدې ملګرى کولى شي،نو وروسته کسان يې لږ حق لري ماستر صاحب د غني خان د شاعرۍ په هکله داسې ليکلي دي :

(( زما په نظر نن په پښتونخوا کې غني هغه شاعر دى ،چې لوړ تخيل اوځانته خپل مسلک لري،په حيثيت د يو شاعر د غني لويوالى هم دا دى ،چې خپله اوري اودبل نه مني ددغه مست زړګي واګى مدام هم دده په خپلولاسوکې دي ،غني نه چا پسې تللى شي اونه به لاړشي ځکه چې غني شاعردى او تقليدد شاعرمرګ اوبغاوت د هغه ژونددى .د غني د شاعرۍ درې دوره دي او هر دوريې دبل نه جدا او زيات خوندناک دى . اولنۍ دور يې د هلکوالي شاعري ده کوم چې لا د هغه د تخيل پراخوالى نه و را غلى ، دې دور کې غني لکه د يو شنه زور ور آس په مخه زغلي ،نه کنده ويني ، نه فکر، يوه مستي ده چې نه کون لري او نه مکان ، يوه نشه ده چې نه آن لري او نه شان ،ولى چې دغه غني خلکو وليدو نو ګونګوسې وشوى چې :

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما يې په سر کې سرې غوټى ليدلي دينه

دويم دور د غني د شاعرۍ هغه وخت ګڼلى شو،څه وخت چې غني د يورپ او امريکي طواف پوهه زياته کړى وه او دژوند ترخو تجربو   ورله سينه سوزولي وه ،دې دور کې د غني په تخيل کې پراخوالى موندلکېږي، دلته هم غني د خيال په نيلۍ سور دى، خو واګۍ يې په خپل قابو کې ده،چې سوز او ساز لري يو سرور دى ،چې مړاوې سترګې خمار

لري، دې دور کې غني ځانته خپل مسلک لري . (۵،۳۰مخ)

فضل غني (( غني )) : که څه هم د غني په شاعرۍ کې طنز په لومړي نظر خندونکى ښکاره کيږي ، خو په عمق کې يې قهر او غصه پټه ده دا ځکه چې د غني په طنز کې دوختعمده اجتماعي او حتى سياسي مسايلو ته د انتقاد په ژبه اشارې کړي دي ، په حقيقت کې د غني د شاعرۍ انتقادي اړخ همدغه د طنز په شعرونو کې تر ډېره حده پورې زياته ځليدونکي ده ، لکه ښاغلي فضل غني غني چې دده په هکله ليکلي دي :

(( هغه په خندا خندا د معاشرې په ناسور ګوتې وهي ، نخرې ، پيښې ورته کوي ، خندوي يې ، تخنوي يې او هرکله چې پوه شو چې اوس ناسور اوده شو ، اپريشن شو نو بيا د طنز او مزاح نه لاس واخلي ، د حقيقت او سنجيده ګۍ نشتر ته لاس کړي او په ډېره هوښيارۍ يې د ناسور په سر کېږدي ، په دومره وخت کې هډو څوک پوه نه شي چې څه وو او څه وشو ،د غني خان شاعري د طنز و مزاح يوه حسينه مجموعه ده . طنز و مزاح دده د شاعرۍ دوه داسې توکي دي چې دده د شاعرۍ اډانه پرې ولاړه ده ، غني خان هرڅه په خندا خندا ويلي دي ، هغه د هېچا سره دښمني نه کوي ، د هر چا دوست دى . بس يوه خبره پکې ده او هغه دا چې حق وايي . د رښتيا ويلو نه هغه څوک نه شي منع کولى . ))

شاجهان : دکوزې پښتونخوا ليکوال او محقق ښاغلى شاجهان په خپله يوه مقاله کې د غني خان په هکله ليکلي دي :

(( د غني خان د شاعرۍ ټوله اډانه په طنز و مزاح ولاړه ده ،خو دده دا مزاج هم د مطلب نه خالي نه وي ، بلکه په دې کې يې هم د ډېر مطلب خبرې په خندا خندا ځاى کړي دي . ))

صادق الله : د پښتو ژبې يو بل ليکوال ښاغلى صادق الله په خپله يوه مقاله کې چې د (( زما سترګې او غني خان )) تر سرليک لاندې يې ليکلې ده ، داسې ويلي دي :

(( د غني خان شخصيت منفرد مقام لري ،داسې دده شاعري هم خپل ځان ته يو منفرد مقام قايم کړى دى او د ژوند غوندې يې دا تضاداتو نه څه داسې شى جوړ کړى ،چې د ژوند غوندې يې سړى يو ځل وګوري نو بيايې پريښودو ته زړه نه کېږي . دا درې تضادونه چې کومو د غني خان شاعرۍ ته يو خپل جدا مقام ورکړى دى ، هغه دا دي : فلسفيانه خيال، د کور و کلي کليواله ژبه او د يو ماشوم شوخي ، معصوميت او بې باکي . ))

جهانزيب نياز : دا چې د غني خان شاعري د هغه د ژوند سره موازي پر مخ تللې ده نو ځکه د پښتو ژبې محقق جهانزيب نياز دده د شاعرۍ په اړه داسې ليکلي دي :

(( غني خان د ډېر کم عمر نه شاعري شروع کړي ده او دغه وجه ده چې د ماستر عبدالکريم د وينا مطابق د هغه شاعري موږ په دوو برخو کې تقسيموو ، يوه برخه هغه چې د امريکي ، يورپ په ځمکو د هلکوالي په دوران کې کړې ده او بله هغه چې کوم وخت هغه وطن ته راغلى دى ، دپيرنګي لاس د هغه د قام په ګريوان کې پروت و .

د قام وينې د کلي په لارو کوڅو کې بهيدلې.،جيلونه وو ، د کورونو تالا شۍ وې ، د تورسرو بې عزتي وې، نو د غني د شاعرۍ رنګ کې يو ډول بدلون راغلى دى ،هغه د تورو کمڅو ، سرو شونډو ، نرۍ ملا نه د شيرشاه ، خوشحال خان او باچا خان ميړانې ته متوجه شوى دى او قام ته يې د داسې سبق ورکولو نيت کړى دى ،چې په دغه ميدان کې يې نور شاعران وروسته پريښودل . ))

روغ ليونی : ښاغلى روغ ليونۍهم په خپل وار د غني خان دشاعرۍ په باب په پښتون مجله کې خپل نظر داسې ښکاره کوي :

هسې خو دده په نظر هر هوښيار ليونى دى ، ځکه چې هوښيارانو څه ښه ويلي دي :   دنيا په ليوني پورې خاندي او ليوني په دنيا پورې ، تاسو وګورئ چې دا زمونږ ليونى فلسفي څه ښه وايي :

زړه بــخښمـه خـو ايمان نــه خرڅومه

ځکه ليونى يم خلکه ځکه ليونى يم

سيال کاکړ : ښاغلى پروفيسور سيال کاکړ د غني خان شاعرانه شخصيت د شعر په ژبه دا رنګه ستايي :

چې پيدا په هشنغرکې غني خان سـو

بخت بيداره په رښتيا دلوى افغان ســـو

شاعـر نه دي فيلسوف د زمانې دى

په خپل شعر کې دپښتون چې ترجمان سو

دليوني اشعار چې لولي ليونيان سي

پس له لوسته هر سړى خبر په ځان ســي

صاحبزاده محمدادريس : خوږ ژبې شاعر صاحبزاده محمدادريس هم په خپل يو نظم کې د غني خان او مفتون مقايسه داسې کړي ده :

فرق ځه دي په غني او په مــفتون کـــــې

کوم چې وينې ليونتوب او په جنون کې

ســرګــردانـه کــه دي يو بــل ناقـــــراره

اضطراب ګوره د دې دواړو په خون کې

د احساس درد کـمــوي په شـــرابـــــونــو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *