کابل ادبي بنډار

راپور: فضل الربي امیری –

کابل ادبي بنډارد۱۳۹۳ لمریز کال د وږي د میاشتې په ۷ نېټه قرغې په لمن کې د غازي محمد جانخان په منځني ښووځي کې غونډه وکړه .

غونډه د ګران مېکائل له خوا د سپېڅلي قرآن په څو مبارکو آیتونو پیل شوه .

وروسته ګلالیو ماشومانو په خپلو خوږو غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.

د غونډې مشري ښاغلي احسان الله نظری پر غاړه لرله.

د بنډار دا غونډه د ښاغلي فهیم سپين غر پرېزنټېشن ته ځانګړې شوې وه.

دغونډې په لومړي سر کې سپین غر خپل پرېزنټېشن ګدونوالو ته وړاندې کړ .د نوموړي پرېزنتېشن د بېګ بونډ یا سترې چاودنې په اړه وو.

ګډونوالو ته یې د ستورو،سیارو،کهکشانونو،لمریز نظام،او دا چې نړۍ څنګه منځ ته راغله خپل معلومات وړاندې کړ.

سپین غر دې تر څنګ د ځینو عالمانو نظریې هم د خپل پرېزنټېشن په اړه مطرح کړې .چې دهغو د جملې څخه د کانت او داروین نظریې وې .

د بېلګې په ډول د کانت نظر را اخلو کانت وایي ګرد او غبار شته دی چې نیبولا ورته وایي او ځینې سیارې د ګرد او غبار څخه منځ ته راځي.

د نړی دپیدا یښت په اړه آیت هم شته دی الله (ج) وایي ما نړۍ ته پراختیا ورکړه دا به یو وخت د کاغذ په ډول بېرته راټوله وم.

دا چې نړۍ، ستوري،سیارې کهکشان څنکه منځ ته راغلي د غونډې ګډونوا��و ډول ډول پوښتنې مطرح کړې.

دغوندې په دوهمه برخه کې ګډونوالو مشاعرې ته دوام ورکړ په مشاعره کې ګلالیوماشومانو هم ګډون وکړ غوڼډې ته يې لا ښکلا ورپه برخه کړه.

وروسته ښاغلي خالد زیار چې په ترکیه کې د سېول انجینرۍ محصل دی د ترکیې د بورسنو په اړه خبرې وکړې.نوموړي زیاته کړه د ترکیې بورسونه درې مرحلې لري.

لمړی مرحله آنلاین بورسونه دي چې تقریبا د نړۍ د ۱۶۰ هیوادونو وګړي په کې ګډون کوي.

دوهمه مرحله دولتي بورسونه دي چې دولت یې مصرف پر غاړه اخلي .درېیمه مرحله شخصی بورسونه دي .

کوم زده کوونکی چې د دولسم ټولګي څخه فارغ وي او ۷۰ فیصده نمرې ولري او دد تر څنګ د انګلیسي اوکمپیوټر سره بلتیا ولري دوی کولی شي په لاندې برېښنالیک خپلې سوي ګانې را وستوي.

)Khalid [email protected])

کابل ادبي بنډار د زیار د دې هڅې ستاینه وکړه.دغونډې په پای کې ښاغلي احسان الله نظري چې دکابل ادبي بڼډار د 36 غوڼډې مشري يې په غاړه درلوده. غونډه ښه وارزوله د ښاغلي سپین غر او خالد زیار څخه یې مننه وکړه .

ده زیاته کړه دا ده زده کړې ځای دی د شعر او ادب تر څنګ مونږ او تاسې ته په کار ده چې په نورو موضوعاتو لکه کلتور،صحی ،ټولنیزه برخه خبرې وکړو.

د کابل ادبي بنډار غونډه په میاشت کې دوه ځلې داېره کېږي چې د سهار د آته نه تر لسو بجو پورې دوام کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *