عزیز خان هوت

د بلخ  والي عطامحمد نور چې د افغانستان ملي ګټو سره د جګړې لپاره، په تېرو ۱۲ کلونو کې د نظا�� شورا او پردیو معلوم الحاله کړیو له هراړخیزې مرستې برخمن دی یو ځل بیا ګواښ کړی چې که د ټاکنو په بهیر کې ددوی غوښتنې ونه منل شي په لاریونونو به لاس پورې کړي. د افغانستان د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې هرڅوک د اعتراض کولو حق لري چې خپل غږ پورته کړې که هغه د لاریون او یا هم د اعتراضیه غونډې له لارې وي، خو که د لاریون او یا اعتراض تر نوم لاندې څوک په ورانکاره فعالت لاس پورې کړي دا بیا د قانون خلاف عمل دی او اجرا کوونکي شخص باید مجرم وپیژندل شي او عدالي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. اوس په هېواد کې یوې ډلې چې په ټاکنو کې یې نوماند درلود او د یاد نوماند په ګټه د همدې ډلې زورواکو او ټوپکوالو پراخې درغلۍ وکړې د معلوماتو له مخې د جمعیت ګوند نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په دویم پړاو ټاکنو کې د ولس د اعتماد وړ ونه ګرځید او چا رایه هم ورنګړه کیدی شي په ځینو ولایتونو کې یې رایې اخیستې وي، خو دومره نه چې دی دې پرې د بریا اعلان وکړي. د عبدالله عبدالله زرواکو او ټوپکوالو پلویانو په ټاکنو کې د نومړي په ګټه پراخې درغلۍ وکړې د دې سره سره هم په ټاکنو کې بریالی نه شو او له خپل سیال څخه یو میلیون رایې وروسته پاتې دی.

اوس عبدالله عبدالله او اسلامي جمعیت په ځانګړې توګه شمال ټلوالې په ټاکنو کې خپله ناکامي ولیده او دغه بهیر یې په بیلابیلو پلمو لانجمن کړ او د ټاکنو شفافیت یې تر سوال لاندې راوست. د همدوی په غوښتنه نړیوالې ټولنې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دواړو نوماندانو تر منځ د ټولو رایو د بیا تفتیش او د ملي حکومت پر جوړیدو سره سلاح کړل، خو د رایو د تفیتش پرمهال چې عبدالله په ټاکنو کې خپله ناکامي تر سترګو کړه د رایو د تفتیش له بهیر څخه هم ووت او دغه بهیر کې نړیوال تورن کړل چې په عدلانه توګه قضاوت نه کوي. تر دې وروسته نړیواله ټولنه پردې پوه شې چې عبدالله عبدالله کاذب مدعدي، جنجالي شخصیت او د سیاسي قومي دریځ نه درلودونکی دی ټوله ملامتي يې په ټاکنو کې د همده پر غاړه وراچولې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه پلویانو اوس ګلمن بریښي چې ګڼې نړیوالې ټولنې د ملي یوالي حکومت د جوړېدو په سیاسي بهیر کې د ده ملاتړ نه دی کړی، تر دې وروسته نور نه غواړي چې دغه بهیر ته دوام ورکړي او دملي وحدت حکومت جوړیدل ورته د منلو وړ نه دي. او س ګواښ کوي چې که غوښتنې يې ونه منل شي نو په اعتراضونو به لاس پورې کړي همدي سره جوخت د بلخ والي معلم عطا محمد نور ګواښ کړی چې د دوی د غوښتنو د نه منلو په صورت کې به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي او پر دولتي ودانیو به بریدونه تر سره او حکومت به تر ولکې لاندې راولي.

معلم صیب له خبرو داسې ښکاري چې په دې ملک کې نور څوک نشته او ټول خلک چې دلته اوسې مړه ورته ښکاري، خو زه وایم ته يې څوک؟ او ستا صلاحیت څه دی؟ ته په کوم جرات سره د افغانستان د نیولو خبرې کوي له خبرو، خو دې داسې ښکاري چې غواړي خپل او د شومو ملګرو هغه هدف تر لاسه کړې چې څو کاله وړاندې مو د افغانستان د تجزیې غوښتنه کړې وه او په دې برخه کې دې هم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې، خو پایلې یې ورنکړې او د افغان ملت پر و ړاندې په دغه شوم حرکت خړ شوې. اوس تاسې بیا ګواښ کوئ. خو دا ګواښونه او پرېکونونه نور دومره زیات شوي چې خپل اهمیت یې له لاسه ورکړې دی او خلک ددغو پریکونونو او ګواښو پروا نه کوي. ددغو پرېکونونو او ګواښونو لامل هم داسې دی چې دا پریکونونه او ګواښونه یې بې معنی او به ارزښته کړي دي. له بې ارزښته ګواښونو لاس په سرشئ کنه نو د افغان ملت له داسې غبرګون سره به مخ شئ چې بیا به يي ارامول ناممکمن وي. معلم صیب عطا محمد نور نه یوازې دا چې خپل باور او موقف له لاسه ورکوي، بلکې د ټاکنیزې لانجې له امله د ټولو ناخوالو پړه هم ده ور اوړي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ددې ترڅنګ په راتلونکي حکومت کې هم هغسې واک لاسته را نه ووړ چې دوی یې فکر کاوه، نو له همدې امله بیا د پریکون او ګواښ خبرې کوي. خو اوس دا ګواښونه او پرېکونونه هېڅ اهمیت نه لري، ځکه د دوی ادعاوې غلطې ثابتې شوې او ټاکنو نه یوازې کورنی، بلکې نړیوال باور هم پیدا کړ. له همدې امله د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم خبرو ته نور نه په افغانستان کې دننه او نه هم په نړیواله کچه څوک ارزښت ورکوي. د ټاکنو پایله به په څو ورځو کې اعلانیږي او هغه به د افغانستان ولسمشر شي د افغانستان د خلکو ډېرې رایې ګټلي دي. دا چاره قانوني او کېدونکې ده، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم خوښي او خپګان مهم نه دی او راتلونکی ولسمشر به قانوني او مشروع وي.

افغان ولس له تاسې غواړي چې غلي کنیې او په ارامه چاپیریال کې د ټاکنو پایلې ومنئ کنه یې نو،

خونه د پښتون چې په کې پاکه خدایه ړنګه ده

دا دنیا دې اور واخلي دا دنیا بدرنګه ده

ژوندی دی وي افغان ولس

تل دي دې افغانستان

او رپانده ده دې وې د لوی افغانستان د جوړېدو مبارزې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *